• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رحمت‌الله نبیل: افغانستان د معاملې پر ځای یو هیله‌بښونکي سیاسي اېتلاف ته اړتیا لري

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۱ GMT+۰

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل د افغان سیاستوالو وروستي یوځایوالي ته په اشارې ویلي، افغانستان د معاملې پر ځای یو هیله‌بښونکي سیاسي اېتلاف ته اړتیا لري. نوموړي هغه ګډ سیاسي حرکتونه چې د افغانانو د ملي ګټو پر ځای د بهرنیو هېوادونو ګټې په پام کې نیسي، بې‌اغېزې بللې دي.

رحمت‌الله نبیل د سې‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۸مه) د افغان پخوانیو سیاستوالو ګډ حرکت یو ښه ګام بللی او زیاته کړې یې ده: «د افغانستان د تېرو پنځو لسیزو ترخه تجربه بیا بیا ښيي چې هر کله د سیاسي مخالفینو پروژه د «افغانستان د خلکو پروژې» پر ځای «د بهرنیو هېوادونو پروژه» شي، نو عمر یې لنډ، اغېز یې محدود او پایله یې چټک سقوط وي.»

نوموړي ویلي، افغانان د طالبانو تر سخت فشار لاندې او د معاصر تاریخ په تر ټولو تیاره پړاو کې ساه اخلي.

نبیل ټینګار کړی، افغانان داسې سیاست ته اړتیا لري چې له «زړو څېرو او سیالیو» څخه خلاص وي او ټول وګړي پکې خپل ځان په یو ګډ تعریف کې وویني.

هغه زیاته کړې، چې افغانان له خپلو رهبرانو څخه د پټو بهرنیو ګټو پر ځای روښانه، رښتینی او په جرأت د دوی تر څنګ درېدل غواړي.

د هغه په باور، افغانستان داسې راتلونکي ته اړتیا لري چې د ښځو حقونه، قومي عدالت او سیمه‌ییز توازن شعار نه، بلکې سره کرښه وي او د هېڅ بهرنۍ معاملې او پټې لوبې قرباني نه شي.

نوموړي د سیاسي خوځښتونو رهبرانو ته په اشارې ویلي، چې افغانان له هرې لوبې خبر او له فرمایشي څېرو ستړي شوي دي.

نبیل زیاته کړې: که نوی اېتلاف وکولای شي د بهرنیو هېوادونو له سیوري واټن واخلي او په یو غږ افغان ولس ته ووایي «دا ځل موږ ستاسو لپاره ولاړ یو، نه د ونډې اخیستو لپاره» نو ممکن د طالبانو په تیاره فضا کې د هیلو څرک معلوم شي.»

د احمد مسعود، عبدالرشید دوستم، محمد اسماعیل خان، محمد حنیف اتمر او محمد یونس قانوني په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو د ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې تر څار لاندې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پیل غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سیاسي احزابو د همغږۍ اېتلاف نن سې‌شنبه (لیندۍ ۱۸مه) په یوه انلاین غونډه کې وویل، چې موخه یې په افغانستان کې د اوسني بحران د حل لپاره د ګډ پلان وړاندې کول دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

‏د طالبانو مرستیال ویاند وایې چې د فساد کچه یې صفر ته نږدې کړې

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۴ GMT+۰

د طالبانو مرستیال ویاند له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې ددوی په څلور کلنه دوره کې د فساد کچه صفر ته نږدې شوې ده. په ورته وخت کې شنونکي وايي، چې دې ډلې معلوماتو ته لاسرسی محدود کړی او دې چارې د قراردادونو د شفافیت، دوسیو او قضیو د څیړلو مخه نیولې ده.

د طالبانو د ادارې مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په تړاو ددې ډلې اړوندو رسنیو ته ویلي، چې له فساد سره مبارزه د طالبانو د کار بنسټیز محور دی او په تیرو څو کلونو کې توانیدلي د اداري فساد ، ځمکو د غصب او اختلاس په مخنیوي کې رغنده ګامونه واخلي.

فطرت وایي، هیڅوک اجازه نه لري چې دولتي یا شخصي ملکیت په زوره غصب کړي.

نوموړي په دغه پیغام کې ویلي، چې په تېرو څو کلونو کې ددوی د ادارې « یو مهم هدف له اداري فساد سره مبارزه وه او د اداري فساد کچه صفر ته نږدې شوې۷.

نوموړی وايي، چې اوس ټول اداري پروسیجرونه ساده کیږي او خلک به په اسانه خپلې ادارې چارې پرمخ یوسي.

هغه دغه راز وویل چې طالبانو په اداري فساد کې ښکیل کسان نیولي دي.

د روڼتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال په ډلبندۍ کې افغانستان درې درجې ټیټ شوی او ۱۶۵ ځای یې خپل کړی و.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په پرله پسې ډول په فساد کې د ښکیلو دولتونو د درجه بندۍ پای ته راځي، خو د شفافیت نړیوال څارونکي او شنونکي په دې باور دي چې داسې شفاف او بې پرې میکانیزم نشته، چې د طالبانو د ادارو روڼتیا په کره او ازادانه ډول روښانه کړای شي.

دغه راز د طالبانو ادارې تراوسه د قراردادونو پروسه نه ده ډاګیزه کړې او رسنۍ او څیړنیز خبریالان نه شي کولای چې ددې ډلې اداري معاملاتو، د قراردادونو محتوا او په ټوله کې معلوماتو ته ازاد لاسرسی ولري.

د شنونکو په باور، دې چارې د اداري فساد د پېښو د رابرسېره کولو مخه نیولې ده.

ابراهیم صدر: کار باید اهل کار ته وسپارل شي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتی معیین ابراهیم صدر بلخ ولایت ته د خپل سفر پر مهال سپارښتنه کړې، چې کار باید اهل کار ته وسپارل شي. نوموړي په بلخ کې ځايي طالب چارواکو ته ویلي، چې د خپل صف تصفیه په اخلاص سره وکړي،او بدعناصرو ته په ادارو کې ځای ور نه کړي.

د طالبانو د بلخ والي مطبوعاتي دفتر نن سې شنبه، د لیندۍ ۱۸مه خبر ورکړ چې د دې ډلې د مشر هبت‌الله اخوندزاده د حکم له مخې، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معیین ابراهیم صدر په مشرۍ په شمال لوېدیز زون کې د همغږۍ ګډه غونډه شوې ده.

ابراهیم صدر په غونډه کې له ځايي مسوولانو غوښتي چې یونیفورم پر ځان تطبیق کړي او د ده په وینا، « صورت او سیرت باید د شریعت مطابق برابر شي چې ماتحتان یې هم تعقیب وکړي».

ابراهیم صدر په خپلو خبرو کې ویلي، چې «کار دې اهل کار ته وسپارل شي».

منتقدین وايي، طالبان د ادارې په ظاهري بڼه او سخت‌دریځو مذهبي لارښوونو ټینګار کوي، په داسې حال کې چې د حکومتدارۍ بنسټیزې برخې له مسلکي کدرونو تشې شوې دي.

د پخوانیو کارکوونکو له ایستلو وروسته، ډېری ادارې هغو کسانو ته سپارل شوې چې تجربه نه لري خو د طالبانو د ډلې غړي دي.

له دغه سفر وړاندې په بدخشان کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې ابراهیم صدر او یو شمېر نور امنیتي چارواکي دغه ولایت ته د نشه‌يي توکو د کښت، د کانونو د غیرقانوني استخراج د مخنیوي او له تاجکستان سره د پولې د امنیت د ټینګښت په موخه تللي وو.

د طالبانو د یاد لوړپوړي امنیتي پلاوي دغه سفر داسې مهال دی، چې څو ورځې وړاندې د شمال لوېدیز زون والیانو د بلخ والي محمد یوسف وفا په مشرۍ غونډه کړې وه. په دې غونډه کې په شمالي ولایتونو کې د سرحدي سیمو د امنیت په نوم د زر کسیزې نوې قطعې د جوړولو پرېکړه هم شوې وه.

د یونیفورم د جبري کولو موضوع له دې اړخه هم طالبانو ته اوس مهمه ده، چې په عادي جامو کې هر ډول ډلې او قاچاق وړونکي د افغانستان له پولو بهر نفوذ کولای شي.

د طالبانو ډېری غړي منظم یونیفورم نه اغوندي او دې چارې د خلکو لپاره د طالبانو او نورو جنګیالیو ډلو، قاچاق وړونکو او غلو ترمنځ توپیر ستونزمن کړی دی.

د ایران د لوړو زده کړو وزیر د ښځو زده کړو په تړاو د طالبانو پالیسي تر پوښتنې لاندې راوستې

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۳ GMT+۰

د ایران د علومو، تحقیقاتو او ټکنالوژۍ وزیر حسین سیمایي صراف د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم سره په لیدنه کې ویلي، چې په ایران کې نجونې او هلکان په ګډه زده‌کړې کوي، خو څنګه ممکنه ده چې په افغانستان کې نیمايي خلکو ته د زده کړو اجازه ورنه کړل شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر د ایران د علومو، تحقیقاتو او ټکنالوژۍ وزیر حسین سیمایي صراف سره د دواړو هیوادونو د علمي او تعلیمي همکارۍ پر پراختیا، د پوهنتونونو ترمنځ د استادانو پر تبادله او په افغانستان کې د ماسټري او دوکتورا پر نویو پروګرامونو خبرې کړې دي.

ندیم د افغانستان د پوهنتونونو د وروستیو پرمختګونو راپور وړاندې کړی او له ایران سره د علمي اړیکو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.

سیمایي صراف د فرهنګي او دیني اشتراکاتو په یادولو سره د هر ډول همکاریو په برخه کې د ایران بشپړ چمتووالی ښودلی، خو ویلي یې دي، چې په دین کې د ښځو او نارینه وو ترمنځ توپیر نشته او ایران د شرعي اصولو په رعایت سره ټولو ته د زده‌کړې زمینه برابرې کړې ده.

هغه ویلي، چې په ایران کې سلګونه زره افغان زده‌کوونکي نجونې او هلکان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي او دوی چمتو دي چې د افغانستان زده‌کوونکو ته له مجازي لارو د زده کړو لارې چارې برابرې کړي.

هغه د نجونو له زده کړو سره د علماوو د مخالفت په اړه وویل چې که مطلق او سخت چلند وشي، خلک ستړي کېږي او ممکن اعتراض وکړي.

د ایراني رسنیو د رپوټونو له مخې، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر له علي اکبر ولایتي سره هم کتلي او په کابل پوهنتون کې یې د ایران د اسلامي ازاد پوهنتون د څانګې د پراختیا غوښتنه کړې ده.

نوموړي دغه پراختیا په ځانګړي ډول د طب، تخنیک، الکترونیک او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې غوښتې ده.

اتمر افغانستان انټرنشنل ته: امریکا به ژر یا وروسته د افغانستان مسالې ته راستنیږي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۰۷ GMT+۰

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر چې د سیاسي احزابو همغږۍ بهیر لوړ پوړی غړی دی، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې امریکا به ژر یا وروسته د افغانستان مسالې ته را ستنیږي. اتمر وویل، چې طالبان باید د سیاسي خبرو اترو پروسه ومني.

اتمر د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته په یوه مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د ثبات لاره بین الافغاني خبرې اترې دي او له طالبانو یې وغوښتل چې دې کار ته غاړه کېږدي.

اتمر زیاته کړه :«د افغان سیاستوالو، د سیمې او نړۍ هیوادونو ترمنځ یو ګډ فکر رامینځته شوی، او دا اجماع په افغانستان کې د اندیښنو د نه زغملو ټینګار کوي.»

هغه وویل، چې طالبان باید دا اندېښنې حل کړي او د سیاسي خبرو اترو پروسه ومني.

اتمر وویل ، چې د هر نظام مشروعیت د تحمیل یا ازاد کنټرول له لارې نه ترلاسه کیږي، بلکې یوازې د خلکو د حقونو او ازادیو ضمانت کولو له لارې ترلاسه کیږي.

د نوموړي په وینا، د سیاسي احزابو همغږۍ بهیر اعلامیه د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو او نورو بشري اړتیاوو ته پر درناوي ټینګار کوي او افغان سیاستوالو ژمنه وکړه چې د سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره به په ګډه کار وکړي.

هغه وویل چې سیاسي انتخاب او د افغانانو ترمنځ خبرې اترې غوره دي او حتا هغه کسان چې وسله وال مقاومت یې نه دی رد کړی، په خبرو اترو باور لري.

له اتمر څخه په مرکه کې وپوښتل شول چې ایا د مقاومت جبهې مبارزه به د خبرو اترو لاره تر پوښتنې لاندې نه راولي، هغه وویل چې دا به اغیز ونه کړي، خو پلانونه به د لومړیتوبونو پراساس تنظیم شي.

د اتمر په وینا، افغانان له اوسني وضعیت څخه ناراضه دي، د اوږدې مودې لپاره یې نشي زغملی او سیمه او نړۍ هم له مخ پر ډېرېدو بې ثباتۍ او د کډوالۍ مسالې په اړه اندېښمن دي.

اتمر زیاته کړه، چې په تیرو څلورو کلونو کې سیاسي خوځښتونه د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو په اړه خبرې کوي مګر دوی ته لومړیتوب نه دی ورکړل شوی.

هغه وویل چې د طالبانو ناتواني، سیمه ییزې اندېښنې او د افغانانو د روا غوښتنو د حل اړتیا هغه درې اصلي دلیلونه دي چې نوې انرژي رامینځته کوي او د افغانستان له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو لپاره یوه اغیزناکه سیاسي پروسه جوړوي.

هغه خبرداری ورکړ، چې وسله والې ترهګریزې شبکې په سیمه کې فعالې دي او ځینې حکومتونه دا شبکې د خپلو موخو لپاره کاروي چې د افغانستان خلکو ته زیان رسوي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې خلک تاسې ته سولېدلې مهره هم وايي، اتمر وویل چې دا مهمه نه ده چې مهره مړه وي یا ژوندۍ خو اصلي پیغام دا دی چې که د افغانستان ستونزه حل نه شي، نو د سیمې او نړۍ ستونزه هم نشي حل کېدای.

د احمد مسعود، عبدالرشید دوستم، محمد اسماعیل خان، محمد حنیف اتمر، محمد یونس قانوني په ګډون یو شمیر سیاسي شخصیتونو نن په یوه انلاین غونډه او اعلامیه کې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې تر څار لاندې د بین الافغاني سولې او خبرو اترو د پیل غوښتنه وکړه.

مقاومت جبهې په پنجشیر کې د طالبانو پر ځانګړي کنډک برید کې د ۱۷ طالبانو د وژلو ادعا کړې

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۴ GMT+۰

د ملي مقاومت جبهې ویلي، چې په پنجشیر ولایت کې یې تېره شپه په یوه هدفمند او پیچلي برید کې د طالبانو یو مهم مرکز په نښه کړی. یادې جبهې ویلي، چې په دې عملیاتو کې یې د طالبانو د ځانګړي کنډک د رییس په ګډون ۱۷ غړي وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو مخالفې وسله والې ډلې ملي مقاومت جبهې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه عملیات د لیندي پر۱۷مه ماښام شاوخوا شپږ بجې په دوو پړاوونو کې ترسره شول.

د یادې جبهې په وینا، لومړی ځای پر ځای شوي ماینونه وچاودول شول او وروسته راکټي بریدونه وشول چې طالبانو ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې ده.

یادې جبهې ویلي، چې د طالبانو یاد مرکز د پنجشیر ولایت د دره ولسوالۍ په منجستو کلي کې موقعیت درلود او د دې ډلې یو مهم ځای ګڼل کېده.

یادې جبهې ویلي، چې ددوی ځواکونو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالبانو تراوسه ددغه برید په اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.