• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په زابل کې د «فحشا، د وېښتانو د پېرلو او موسیقۍ په تور» څلور کسان نیولي دي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۶ GMT+۰

طالبانو د زابل ولایت په بېلابېلو برخو کې د «فحشا، د وېښتانو د پېرلو او موسیقۍ په تور» څلور کسان نیولي دي. د زابل د طالبانو د امربالمعروف ریاست کارکوونکو د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۸مه) ویلي، چې یاد کسان یې قضایي ادارو ته سپارلي دي.

طالبانو زیاته کړې، چې د ښځو د درناوي او کرامت د ساتنې لپاره یې د یوې جبري نکاح مخنیوی هم کړی او د هغوی حقونه یې ورکړي دي.

سره له دې، چې دغه اداره د ښځو د حقونو د ساتنې خبرې کوي، خو د زابل او نورو ولایتونو زرګونه نجونې او ښځې د همدې ادارې او د طالبانو د پالیسیو له امله له زده کړو، کار او بنسټیزو مدني حقونو بې‌برخې دي.

دغه ریاست همدارنګه ویلي، چې د ښار سلمانیو ته یې «لازمې سپارښتنې» کړې دي، چې په تېرو دوو کلونو کې یې عموماً د خلکو پر ظاهري بڼه، لباس او ورځنیو انتخابونو سخت محدودیتونه وضع کړي دي.

ټولنیز پوهان باور لري، چې د خلکو د ازادیو محدودول، د ښځو پر حقونو بندیزونه او ټولنیزې لاسوهنې د طالبانو د امربالمعروف د فعالیتونو له لړۍ سره تړلې ښکاري.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

له اسلامي اوامرو سیاسي استفاده؛ د بادغیس د نظامي محکمې قاضي وایي د هبت‌الله اوامر واجب دي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۹ GMT+۰

په بادغیس ولایت کې د طالبانو د نظامي محکمې قاضي مولوي صفي‌الله ویلي، چې د دغې ډلې د مشر هبت‌الله اخوندزاده ټول فرمانونه، حکمونه او هدایتونه پر ټولو ادارو او د دوی پر سرتېرو واجب دي. هغه ټینګار کړی، چې د دغو اوامرو په عملي کولو کې باید ځنډ ونه‌شي.

نوموړي دغه څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۸مه) د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو او حکمونو د لا ښه تطبیق په موخه د همغږۍ غونډه کې کړې دي.

صفي‌الله د دې ترڅنګ پر مسوولینو ټینګار کړی، چي باید په خپلو ټولو کارونو کې له شفافیت او عدل څخه کار واخیستل شي.

همداراز، په یاده غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند برخو کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت عمومي رییس مولوي اغاجان هم د هبت‌الله د حکمونو او اوامرو پر تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل: «د الله تعالی قانون موږ ته ښيي، چې موږ څنګه سالم حکومت پرمخ یوسو.»

په دې وروستیو کې د طالبانو د مشر د فرمانونو د عملي کېدو لپاره طالب چارواکي د ولایتونو ولسوالیو ته سفرونه کوي، ترڅو خلک د دغو فرمانونو له څرنګوالي او عملي کولو خبر کړي.

تر دې مخکې هم بېلابېلو طالب چارواکو د خپل مشر هبت‌الله د فرمانونو پر منلو او عملي کولو ټینګار کړی.

طالبانو په هلمند کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه د هبت‌الله د فرمانونو لوحې لګولې دي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۶ GMT+۰

په هلمند کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه یې د هبت‌الله اخوندزاده فرمان د ښار په بېلابېلو برخو کې پر لویو لوحو نصب کړی دی. طالبانو زیاته کړې، چې له دې اقدام څخه یې موخه د خپل مشر ویناوې تر ولسه رسول او د ناوړه دودونو مخنیوی دی.

په هلمند کې د طالبانو د والي دفتر د سې‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۸مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ناوړه دودونو د مخنیوي په اړه یې د ښار په بېلابېلو برخو کې د خلکو د پوهاوي لپاره د خپل مشر هبت‌الله اخوندزاده ۱۷مه ګڼه فرمان نصب کړی.

طالبانو ویلي، په فرمان کې له خلکو غوښتل شوي، چې «د شرعي احکامو» په رڼا کې ژوند وکړي او د سیمه‌ییزو ناوړه دودونو څخه لاس واخلي.

د هبت‌الله په دې فرمان کې راغلي: «خلک باید د خوښیو، غم، حج او عمرې په مراسمو کې د اسلامي او شرعي احکامو اړوند کړنې ترسره کړي.»

په لښکرګاه کې د هبت‌الله په نوم په یوه شعار کې لیکل شوي: «د واده زلمی به د واده مراسم په امارتي موټرو کې نه ترسره کوي.»

100%

پر یوې بله لویه لوحه کې لیکل شوي: «په زور، ګواښ او ډزو سره نکاح نه کېږي، بلکې دا جرم دی او مجرم به محاکمو ته معرفي کېږي.»

100%

په هلمند کې د طالبانو د مشر د همدې فرمان د عملي کولو لپاره د دغه ډلې ولایتي ادارې ځانګړې کمېټه جوړه کړې او د دوی په خبره، چې د خپل لوی مشر ځانګړي فرمانونه یې په چاپي بڼه خپلو کارکوونکو او ولسونو ته د پوهاوي لپاره هم ورکړي.

طالبان تر ډېره د خوښيو او غم مراسمو کې پر خلکو د بې‌ځایه لګښتونو پر مخنيوي ټینګار کوي، خو خپله د دغه ډلې غړي د خپل لوی مشر خبرې نه عملي کوي.

په ټولنیزو رسنیو کې تر ډېره پر دې ډله نیوکې کېږي، چې د خوښیو په مراسمو او ان د کور د شخصي اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم له نظامي موټرو ګټه اخلي.

د یادولو ده، چې یادې ډلې تر دې وړاندې هم په یو شمېر نورو ولایتونو کې د خپل مشر د فرمانونو ځینې برخې پر بیلبورډونو خپرې کړې دي.

رحمت‌الله نبیل: افغانستان د معاملې پر ځای یو هیله‌بښونکي سیاسي اېتلاف ته اړتیا لري

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۱۱ GMT+۰

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت‌الله نبیل د افغان سیاستوالو وروستي یوځایوالي ته په اشارې ویلي، افغانستان د معاملې پر ځای یو هیله‌بښونکي سیاسي اېتلاف ته اړتیا لري. نوموړي هغه ګډ سیاسي حرکتونه چې د افغانانو د ملي ګټو پر ځای د بهرنیو هېوادونو ګټې په پام کې نیسي، بې‌اغېزې بللې دي.

رحمت‌الله نبیل د سې‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۸مه) د افغان پخوانیو سیاستوالو ګډ حرکت یو ښه ګام بللی او زیاته کړې یې ده: «د افغانستان د تېرو پنځو لسیزو ترخه تجربه بیا بیا ښيي چې هر کله د سیاسي مخالفینو پروژه د «افغانستان د خلکو پروژې» پر ځای «د بهرنیو هېوادونو پروژه» شي، نو عمر یې لنډ، اغېز یې محدود او پایله یې چټک سقوط وي.»

نوموړي ویلي، افغانان د طالبانو تر سخت فشار لاندې او د معاصر تاریخ په تر ټولو تیاره پړاو کې ساه اخلي.

نبیل ټینګار کړی، افغانان داسې سیاست ته اړتیا لري چې له «زړو څېرو او سیالیو» څخه خلاص وي او ټول وګړي پکې خپل ځان په یو ګډ تعریف کې وویني.

هغه زیاته کړې، چې افغانان له خپلو رهبرانو څخه د پټو بهرنیو ګټو پر ځای روښانه، رښتینی او په جرأت د دوی تر څنګ درېدل غواړي.

د هغه په باور، افغانستان داسې راتلونکي ته اړتیا لري چې د ښځو حقونه، قومي عدالت او سیمه‌ییز توازن شعار نه، بلکې سره کرښه وي او د هېڅ بهرنۍ معاملې او پټې لوبې قرباني نه شي.

نوموړي د سیاسي خوځښتونو رهبرانو ته په اشارې ویلي، چې افغانان له هرې لوبې خبر او له فرمایشي څېرو ستړي شوي دي.

نبیل زیاته کړې: که نوی اېتلاف وکولای شي د بهرنیو هېوادونو له سیوري واټن واخلي او په یو غږ افغان ولس ته ووایي «دا ځل موږ ستاسو لپاره ولاړ یو، نه د ونډې اخیستو لپاره» نو ممکن د طالبانو په تیاره فضا کې د هیلو څرک معلوم شي.»

د احمد مسعود، عبدالرشید دوستم، محمد اسماعیل خان، محمد حنیف اتمر او محمد یونس قانوني په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو د ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې تر څار لاندې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پیل غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سیاسي احزابو د همغږۍ اېتلاف نن سې‌شنبه (لیندۍ ۱۸مه) په یوه انلاین غونډه کې وویل، چې موخه یې په افغانستان کې د اوسني بحران د حل لپاره د ګډ پلان وړاندې کول دي.

‏د طالبانو مرستیال ویاند وایې چې د فساد کچه یې صفر ته نږدې کړې

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۴ GMT+۰

د طالبانو مرستیال ویاند له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې ددوی په څلور کلنه دوره کې د فساد کچه صفر ته نږدې شوې ده. په ورته وخت کې شنونکي وايي، چې دې ډلې معلوماتو ته لاسرسی محدود کړی او دې چارې د قراردادونو د شفافیت، دوسیو او قضیو د څیړلو مخه نیولې ده.

د طالبانو د ادارې مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت له فساد سره د مبارزې نړیوالې ورځې په تړاو ددې ډلې اړوندو رسنیو ته ویلي، چې له فساد سره مبارزه د طالبانو د کار بنسټیز محور دی او په تیرو څو کلونو کې توانیدلي د اداري فساد ، ځمکو د غصب او اختلاس په مخنیوي کې رغنده ګامونه واخلي.

فطرت وایي، هیڅوک اجازه نه لري چې دولتي یا شخصي ملکیت په زوره غصب کړي.

نوموړي په دغه پیغام کې ویلي، چې په تېرو څو کلونو کې ددوی د ادارې « یو مهم هدف له اداري فساد سره مبارزه وه او د اداري فساد کچه صفر ته نږدې شوې۷.

نوموړی وايي، چې اوس ټول اداري پروسیجرونه ساده کیږي او خلک به په اسانه خپلې ادارې چارې پرمخ یوسي.

هغه دغه راز وویل چې طالبانو په اداري فساد کې ښکیل کسان نیولي دي.

د روڼتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال په ډلبندۍ کې افغانستان درې درجې ټیټ شوی او ۱۶۵ ځای یې خپل کړی و.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په پرله پسې ډول په فساد کې د ښکیلو دولتونو د درجه بندۍ پای ته راځي، خو د شفافیت نړیوال څارونکي او شنونکي په دې باور دي چې داسې شفاف او بې پرې میکانیزم نشته، چې د طالبانو د ادارو روڼتیا په کره او ازادانه ډول روښانه کړای شي.

دغه راز د طالبانو ادارې تراوسه د قراردادونو پروسه نه ده ډاګیزه کړې او رسنۍ او څیړنیز خبریالان نه شي کولای چې ددې ډلې اداري معاملاتو، د قراردادونو محتوا او په ټوله کې معلوماتو ته ازاد لاسرسی ولري.

د شنونکو په باور، دې چارې د اداري فساد د پېښو د رابرسېره کولو مخه نیولې ده.

ابراهیم صدر: کار باید اهل کار ته وسپارل شي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۸ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتی معیین ابراهیم صدر بلخ ولایت ته د خپل سفر پر مهال سپارښتنه کړې، چې کار باید اهل کار ته وسپارل شي. نوموړي په بلخ کې ځايي طالب چارواکو ته ویلي، چې د خپل صف تصفیه په اخلاص سره وکړي،او بدعناصرو ته په ادارو کې ځای ور نه کړي.

د طالبانو د بلخ والي مطبوعاتي دفتر نن سې شنبه، د لیندۍ ۱۸مه خبر ورکړ چې د دې ډلې د مشر هبت‌الله اخوندزاده د حکم له مخې، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي معیین ابراهیم صدر په مشرۍ په شمال لوېدیز زون کې د همغږۍ ګډه غونډه شوې ده.

ابراهیم صدر په غونډه کې له ځايي مسوولانو غوښتي چې یونیفورم پر ځان تطبیق کړي او د ده په وینا، « صورت او سیرت باید د شریعت مطابق برابر شي چې ماتحتان یې هم تعقیب وکړي».

ابراهیم صدر په خپلو خبرو کې ویلي، چې «کار دې اهل کار ته وسپارل شي».

منتقدین وايي، طالبان د ادارې په ظاهري بڼه او سخت‌دریځو مذهبي لارښوونو ټینګار کوي، په داسې حال کې چې د حکومتدارۍ بنسټیزې برخې له مسلکي کدرونو تشې شوې دي.

د پخوانیو کارکوونکو له ایستلو وروسته، ډېری ادارې هغو کسانو ته سپارل شوې چې تجربه نه لري خو د طالبانو د ډلې غړي دي.

له دغه سفر وړاندې په بدخشان کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې ابراهیم صدر او یو شمېر نور امنیتي چارواکي دغه ولایت ته د نشه‌يي توکو د کښت، د کانونو د غیرقانوني استخراج د مخنیوي او له تاجکستان سره د پولې د امنیت د ټینګښت په موخه تللي وو.

د طالبانو د یاد لوړپوړي امنیتي پلاوي دغه سفر داسې مهال دی، چې څو ورځې وړاندې د شمال لوېدیز زون والیانو د بلخ والي محمد یوسف وفا په مشرۍ غونډه کړې وه. په دې غونډه کې په شمالي ولایتونو کې د سرحدي سیمو د امنیت په نوم د زر کسیزې نوې قطعې د جوړولو پرېکړه هم شوې وه.

د یونیفورم د جبري کولو موضوع له دې اړخه هم طالبانو ته اوس مهمه ده، چې په عادي جامو کې هر ډول ډلې او قاچاق وړونکي د افغانستان له پولو بهر نفوذ کولای شي.

د طالبانو ډېری غړي منظم یونیفورم نه اغوندي او دې چارې د خلکو لپاره د طالبانو او نورو جنګیالیو ډلو، قاچاق وړونکو او غلو ترمنځ توپیر ستونزمن کړی دی.