• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اخوان‌المسلمین او د امریکا-اسلامي اړیکو شورا د ترهګریزو سازمانونو په توګه اعلان شول

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۰

د امریکا د فلوریډا ایالت والي ران دسانتیس د یوه اجرايي فرمان په صادرولو سره په فلوریډا ایالت کې د اخوان‌المسلمین او د امریکا- اسلامي اړیکو شورا (CAIR) د بهرنیو ترهګریزو سازمانونو په توګه اعلان کړل.

ران دسانتیس د دوشبنې ورځې ناوخته (د لیندۍ ۱۷مه) په یوه څلور مخیز فرمان کې ټولو لاس لاندې ادارو ته سپارښتنه کړې، چې د دغو سازمانونو له هر ډول ناقانونه فعالیتونو مخنیوی وکړي او پر هغو کسانو هم هر ډول امتیاز یا سرچینه محدوده کړي، چې ورته مادي ملاتړ برابروي.

هغه په دې فرمان کې د دغو سازمانونو د کومې ناقانونه کړنې یادونه نه‌ده کړې، خو زیاته کړې یې ده، چې په دغه ایالت کې هر هغه ډله چې عامه ژوند ګډوډ کړي ناقانونه دي او پرې بندیز لګېږي او همداراز یې په ډاګه کړې، دغه ډلې هغو پوښښي سازمانونو ته چې په «ترهګریزو» چارو کې ښکېل دي، مالي سرچینې برابروي.

اخوان‌المسلمین په ۱۹۲۸ کال کې په مصر کې تاسیس شو او په لږه موده کې یې په ګڼو هېوادونو کې پلویان وموندل، خو د فلوریډا ایالت د والي په وینا، دغه ډله په ډېریو ورانکاره چارو کې ښکېله ده او همداراز ایډيولوژي یې له امریکايي ژوند سره سمون نه‌لري.

په دې فرمان کې ویل شوي، اخوان‌المسلمین په ۱۹۸۷ کې حماس غورځنګ تاسیس کړ، چې موخه یې د اسراییل له‌منځه وړل دي او امریکا هم د ۱۹۹۷ کال د اکټوبر په ۸مه حماس غورځنګ هم یو «ترهګریز» سازمان وباله.

د فرمان پر بنسټ، تر هغې وروسته له حماس څخه د ملاتړ لپاره اخوان‌المسلمین پورې تړلې د فلسطین کمېټه په امریکا کې جوړه شوه او دغې کمېټې بیا په ۱۹۹۴ کال کې د امریکا- اسلامي اړیکو شورا (CAIR) جوړه کړه.

په فرمان کې راغلي، د امریکا-اسلامي اړیکو شورا د اسلامي ټولنې تر پوښښ لاندې له سخت‌دریځو ډلو سره اړیکه لري او ځينې غړي یې «ترهګرو» ډلو ته د مالي سرچینو د برابرولو په تور محکوم شوي هم دي.

ران دسانتیس ویلي: «اخوان‌المسلمین او تر چتر لاندې یې هره بله ټولنه، د امریکا-اسلامي اړیکو شورا او یا هم بل هر سازمان د امریکا دولت له لوري د ترهګریزو سازمانونو په توګه معرفي کېږي.»

اخوان‌المسلمین او د امریکا-اسلامي اړیکو شورا لا تر اوسه د فلوریډا ایالت د دغه فرمان په غبرګون کې څه نه‌دي ویلي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د جرمني پولیس: په جرمونو کې د نویو راغلو افغان او سوریایي کډوالو ونډه د پام وړ ده

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۷ GMT+۰

د جرمني د فدرالي پولیسو نوی راپور ښيي، د هغو نویو راغلو سوریایي او افغان کډوالو ونډه چې لا تر اوسه نه‌دي منل شوي، په جرمونو په ځانګړي ډول د تاوتریخوالي او وژنې په جرمنو کې د المانیانو پرتله لوړه ده.

سربېره پر دې، په راپور کې راغلي چې په ۲۰۲۴ کال کې هغه جرمونه چې پکې یو کډوال ښکېل وي، شاوخوا درې سلنه کم شوي دي.

د «ولت» ورځپاڼې د راپور له مخې، د جرمونو د کمېدو علت په جرمني کې د کانابیس یا چرس قانوني کول بلل شوي دي. خو بیا هم د کډوالو ونډه د هغوی د نفوس له اندازې او د الماني وګړو له نفوس سره په پرتله لوړه ده.

د پولیسو په راپور کې راغلي، چې د تاوتریخوالي په جرمونو کې د هرو سلو زرو المانیانو په منځ کې د ۱۶۳ کسانو دوسیې ثبت شوي دي، خو دا شمېر د سوریایانو لپاره ۱۷۴۰ او د افغانانو لپاره ۱۷۲۲ ته رسېږي.

له ټولې ۳.۱ میلیونه جنايي پېښو څخه چې پولیسو ثبت کړي، په ۳۳۱ زره او ۳۰۸ دوسیو کې چې شاوخوا یولس سلنه کېږي، لږ تر لږه یو نوی راغلی کډوال پکې ښکېل دی.

دغه کډوال هغه کسان دي چې د اوسېدو وضعیت یې نامعلوم دی او په دې کې هغه پناه‌غوښتونکي نه شاملېږي چې عادي اقامت لري او همدا راز د کډوالۍ د مخینې لرونکي المانیان، مسلکي کارکوونکي او بهرني محصلین پکې نه راځي.

د راپور له مخې، د جنسي او نشه‌یي توکو په جرمونو کې د افغان او سوریایي تورنو کسانو ونډه د هغوی د عمومي کډوالو د برخې په پرتله لوړه ده. په ورته ‌مهال، د اوکرایني وګړیو ونډه د تورنو په ډله کې د هغوی د نفوس له اندازې کمه ده.

د «ولت» د لیکنې له مخې، د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډبرینت ویلي، هغه کسان چې کار کوي او قوانین مراعتوي «د پاتې کېدو حق لري»، خو هغه کسان چې د امنیتي ګواښ په توګه ګڼل کېږي «د پاتې کېدو حق نه لري» او له همدې امله د دغو کسانو د بېرته لېږلو پروګرام به هغو هېوادونو ته لکه افغانستان او سوریې ته دوام وکړي.

جرمني په اروپا کې هغه هېواد دی، چې تر ټولو ډېر افغان او سوریایي کډوال په کې اوسېږي.

د ایران د اقتصاد وزیر: د ایران اقتصادي وضعیت ښه نه دی

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۰ GMT+۰

د ایران د اقتصاد وزیر علي مدني‌زاده ویلي، چې د ایران اقتصادي وضعیت ښه نه دی او دوی ته په تېرو شپږو میاشتو کې د دغه هېواد اداره کول خورا ګران او سخت کار و.

مدني‌زاده چې د ایران یوه پوهنتون کې خبرې کولې، همداراز وویل: «زه دا نه وایم چې اوس وضعیت ښه دی، وضعیت ډېر خراب دی. په تېرو شپږو میاشتو کې د هېواد اداره کول ډېر ستونزمن وو. موږ په دې فکر کوو چې د میاشتني دولتي مرستې او معاشونو د ورکړې پیسې به له کومه راځي؟»

هغه زیاته کړې، کوچني او منځني شرکتونه سخت اغېزمن شوي دي او یوازې په دوبي کې شاوخوا ۶۵۰ زره تنه د بې‌کاره کسانو په قطار کې زیات شوي.

بلخوا، د ایران د پارلمان غړي بیت‌الله عبداللهي ويلي چې ایران چمتو دی له امریکا سره د غېر مستقیم خبرو لړۍ له سره پیل کړي، خو د هغه په وینا دا کار برابر شرایط غواړي.

هغه زیاته کړې، چې له څو میاشتو راهیسې ښکاري چې امریکا له خپلو لوړو غوښتنو نه تېرېږي نو ځکه ویلی شو اوس مهال د تهران او واشنګټن ترمنځ هېڅ ډول خبرې اترې نشته او د ټرمپ په شتون سره به دا پروسه ډېره ستونزمنه او پېچلې وي.

نتنیاهو له ټرمپ سره د غزې اوربند پر راتلونکو پړاوونو د خبرو لپاره واشنګټن ته ځي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۸ GMT+۰

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د ډسمبر پر ۲۹مه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ګوري چې د غزې اوربند د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وکړي. نتنیاهو د یکشنبې په ورځ ویلي وو چې د ډسمبر په پای کې به د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د پلان دویم پړاو له ټرمپ سره وڅېړي.

د اسراییل او حماس تر منځ اوربند د اکتوبر په میاشت کې پلی شوی و.

د اسراییلي حکومت ویاند شوش بېدرسیاڼ خبریالانو ته وویل، « لومړی وزیر به د ډسمبر پر ۲۹مه له ولسمشر ټرمپ سره وګوري او د اوربند پلان د راتلونکو ګامونو، پړاوونو او د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو په اړه به خبرې وکړي».

د سوریې وګړي نن د بشارالاسد رژیم سقوط نمانځي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۸ GMT+۰

سوریایان د دوشنبې په ورځ د بشارالاسد د نسکورېدو او د هغه د وسپنیزې واکمنۍ د پای لومړۍ کالیزه نمانځي. د دمشق په مرکزي امویانو څلورلار کې رسمي نمانځنې پلان شوې دي، چې ځانګړي مراسم او پوځي پرېډونه هم پکې شامل دي.

اسد یو کال مخکې چې د سوریې د نوي ولسمشر احمد الشرع په مشرۍ یاغي ځواکونو دمشق ونیو او د هغه واک یې پای ته ورساوه، له سوریې څخه روسیې ته وتښتېد.

د سانا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، الشرع دغه مناسبت د دمشق په اموي جومات کې د سهار له لمانځه پیل کړ.

ویل کېږي چې هغه پوځي یونیفورم اغوستی و، همغه یونیفورم چې د اسلامي ډلي "هیئت تحریر الشام" د مشرۍ پرمهال یې اغوست.

الشرع ژمنه وکړه چې یوه عادلانه او قوي سوریه به جوړوي.

روسیې د اوکراین په خارکیف کې د اوبو بند په نښه کړی

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۱ GMT+۰

د روسیې تازه برید د خارکیف او اوبلاسټ په پیچیني بند د اوبو رسونې مهم سیسټم ته جدي ګواښ پېښ کړی. دا بند خارکیف ښار او شاوخوا سیمو ته اوبه برابروي. اوکرایني ځواکونه د بند احتمالي جدي زیان په اړه خبرداری ورکړی او بېړني ځوابي پلانونه یې هم عملي کړي دي.

د خارکیف ښاروال الکساندر حوساروو، د ډسمبر په ۷مه ویلي چې د بند سړک ته د موټرو تګ راتګ د روسیې د برید له امله بند شوی دی. نوموړي د برید د ډول او د زیان د اندازې په اړه جزییات نه دي وړاندې کړي.

د خارکیف اوبلاست د څارنوالۍ دفتر راپور ورکړی چې د بند د ښي غاړې په سیمه کې د سټاري سالتیف کلي پر اوسېدونکو د روسي برید په نتیجه کې یو کس وژل شوی دی. اوکرایني پوځ خبرداری ورکړی چې بند ممکن «جدي زیانمن شي» او د بیړنیو اقداماتو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

د اوکراین ۱۶مې قول اردو ویلي: «اوکرایني اړخ له اوږدې مودې راهیسې د احتمالي خطرونو څخه خبر دی او د بند د جدي تخریب لپاره چمتو دی. بیړني ځوابي پلانونه مخکې له مخکې تیار شوي دي».

دغه واحد په ډاګه کړې چې د پیچیني بند «یو حیاتي مرکز دی چې د اوبو رسولو، د چاپېریال ثبات، او د خارکیف او اوبلاسټ د ګڼو اوسېدونکو لپاره امنیت تضمینوي». دغه قول اردو د روسیې د برید په اړه یې ویلي چې دا د نړۍوالو بشري قوانینو لویه سرغړونه او د جنګي جرم په توګه ګڼل کېږي.