ملګرو ملتونو پاکستان ته ۶۴ مېلیون ډالره بشري مرسته ځانګړې کړې

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې د راتلونکي کال لپاره یې د خپلې بودجې څخه پاکستان ته ۶۴.۹ مېلیون ډالره بشري مرسته ځانګړې کړې ده. د یاد سازمان په وینا؛ دغه پیسې به په پاکستان کې د ۱.۹ مېلیونه زیان منونکو د ملاتړ په برخه کې ولګول شي.





