پوتین له اوکراین سره د جګړې پر دوام ټینګار وکړ

د روسیې ولسمشر د سېشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۸مه) وویل، چې مسکو به په اوکراین کې خپلو پوځي عملیاتو ته تر هغه دوام ورکړي، چې د دغو عملیاتو ټول هدفونه په بشپړ ډول نه وي ترلاسه شوي.

د روسیې ولسمشر د سېشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۸مه) وویل، چې مسکو به په اوکراین کې خپلو پوځي عملیاتو ته تر هغه دوام ورکړي، چې د دغو عملیاتو ټول هدفونه په بشپړ ډول نه وي ترلاسه شوي.
ولاديمير پوتین دا خبرې د مدني ټولنې او بشري حقونو د پراختیا د شورا په غونډه کې وکړې او ویې ویل، چې عملیات به «تر هغه مهاله ادامه لري چې یوه منطقي پایلې ته ورسېږي.»
پوتین په خپلو خبرو کې د اوکراین ختیځ دونباس سیمه د روسیې د تاریخي خاورې برخه وبلله. هغه ټینګار وکړ، چې دغه سیمه تل د روسیې برخه وه او له تاریخي پلوه ځانګړی ارزښت لري.
د روسیې ولسمشر زیاته کړه، چې مسکو د جګړې د ختمېدو غوښتونکی دی، خو د دې هدف لپاره د پوځي ځواک کارول اړین ګڼي.
هممهاله، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ویلي چې هېواد به یې امریکا ته د سولې اصلاحشوی طرح وړاندې کړي. دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي، چې واشنګټن پر اوکراین او اروپايي متحدینو یې د جګړې د چټک پای ته رسولو لپاره فشار زیات کړی دی.
زېلېنسکي د فرانسې، جرمني او برېتانیا له مشرانو سره تر لیدنې وروسته په لندن کې وویل، چې اصلاح شوې طرح شل مادې لري، خو په هغې کې د اوکراین هېڅ برخه نه سپارل کېږي، ځکه د اوکراین اساسي قانون ورته اجازه نه ورکوي. هغه دا هم وویل، چې امریکایان «د منځلاري حل په لټه کې دي»، خو هره سوله باید د اوکراین حاکمیت خوندي کړي او د هېواد اوږدمهاله امنیت تضمین کړي.
د زېلېنسکي او پوتین څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې اوکراین د سپینې ماڼۍ تر سخت فشار لاندې دی چې ژر تر ژره د سولې موافقه ومني. سره له دې، تر اوسه د روسیې او اوکراین له لوري د یوې موافقې د لاسلیک کومه نښه نه لیدل کېږي.