وسله والو د پاکستان امنیتي ځواکونو ته دوه اوبه وړونکي کسان وژلي

د خیبر پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ د پولیسو مشر وقاص رفیق ویلي، چې وسله والو تېره ورځ د یادې ولسوالۍ د سالارزو د ملا سید له سیمې څخه د رشید او شاهد په نوم هغه دوه ځوانان تښتولي او وروسته وژلي چې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته یې اوبه وروړلي.





