له کندهار نه ۲۳زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي

په کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې خبر ورکړی، چې پاکستان سره د سوداګریزو لارو تر تړل کېدو وروسته له دغه ولایت نه د څه باندې ۱۰مېلیونه ډالرو په ارزښت ۲۳زره ټنه انار بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.
یاده خونه وایي، دغه انار هند، مالیزیا، قزاقستان، روسیې او ازبکستان هېوادونو ته صادر شوي دي.




