په بغلان او میدان وردګ ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله ۲ کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي

په بغلان او میدان وردګ ولایتونو کې د درېیو جلا ټرافیکي پېښو له امله ۲کسان مړه او ۹ نور ټپیان شوي دي. په بغلان کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند شېراحمد برهاني ویلي، چې د دغه ولایت د دوشي ولسوالۍ په پل پیاز قول سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۴نور ټپیان شوي دي.