• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رېچارډ بېنېټ: په افغانستان او نړۍ کې باید ظلم او بې‌عدالتي عادي ونه ګڼل شي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په مناسبت په افغانستان او نړۍ کې د بشري حقونو پر ټینګښت ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې ظلم او بې‌عدالتي هیڅکله باید عادي ونه ګڼل شي.

بېنېټ پر اېکس پاڼه کاږلي: «بشري حقونه د ملګرو ملتونو په اصلي اصولو کې شامل شوي؛ ترڅو سوله، برابري او انساني کرامت خوندي کړي او د هغو ظلمونو مخه ونیسي، چې ډېری خلک او په ځانګړي ډول افغانان یې نن ورځ تجربه کوي.»

هغه زیاته کړې، په دې ورځ باید نړۍ ته یادونه وشي چې حقونه نړۍوال، نه ختمېدونکي او د نه معاملې وړ دي او هېڅکله باید ظلم او بې‌عدالتي عادي ونه ګڼل شي.

بېنېټ ټینګار کړی، د بشري حقونو رعایت د ټولنې د عدالت، سولې او ټیکاو لپاره بنسټیز شرط دی او نړۍوالې ټولنې ته باید دنده ورکړل شي چې په هر ځای کې د بشري حقونو د سرغړونې مخه ونیسي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خلکو د بشري حقونو وضعیت سخت محدود شوی، ښځې او نجونې له زده‌کړو او کار څخه بې‌برخې شوې او په عامه ژوند کې د دوی ګډون له سختو محدودیتونو سره مخ دی.

نړۍوالو ادارو، په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو او د بشري حقونو بنسټونو د دغه محدودیتونو په اړه په وار، وار خبرداری ورکړی او د ښځو د حقونو د خوندي کولو غوښتنه یې کړې ده.

همدارنګه، په افغانستان کې د بشري فعالانو، خبریالانو او د پخواني حکومت د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي او جبري راستنولو پېښې هم دوام لري. په نړۍواله کچه، د بشري حقونو نړۍواله ټولنه او ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې د بشري حقونو رعایت نه یوازې د قانوني او اخلاقي مسوولیت له مخې اړین دی؛ بلکې د سولې، ټیکاو او ټولنیز پرمختګ لپاره هم حیاتي دی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

سهیل شاهین د ملګرو ملتونو او برېتانیا ځانګړو استازو سره د بشري حقونو په تړاو خبرې کړې دي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۳۶ GMT+۰

په قطر کې د طالبانو سفیر محمد سهیل شاهین په دوحه کې د ملګرو ملتونو او برېتانیا ځانګړو استازو سره کتلي او د افغانانو لپاره د بشري مرستو، زده‌کړو او قونسلي خدمتونو د پراختیا په تړاو یې خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د نجونو زده‌کړې لاهم بندې دي او د بشري حقونو وضعیت په بېلابېلو برخو کې د اندېښنې وړ دی. په قطر کې د طالبانو د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې سهیل شاهین د دوشنبې په ورځ په دوحه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو او وسله‌والو شخړو په چارو کې د سرمنشي ځانګړې استازې ونیسا فریزر سره لیدلي او د نړۍوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ پر اړیکو، د بشري مرستو روان وضعیت، د ماشومانو حقونه، زده‌کړو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې کړې دي.

شاهین د ملګرو ملتونو د استازې سره په خبرو کې ویلي: «موږ د نړۍوالې ټولنې سره د اړیکو د پراختیا او همکارۍ لپاره ژمن یو، په ځانګړي ډول په هغو برخو کې چې د ماشومانو، زده‌کړې او بشري مرستو اړیکې لري.»

سره له دې چې د طالبانو حکومت هڅه کوي نړۍوالو استازو ته د همکارۍ پیغام ورکړي؛ خو په هېواد کې د نجونو زده‌کړې تر لوړو زده‌کړو پورې بندې دي او ښځې د کار او ټولنیز ژوند له ډېرو فرصتونو محرومې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، سهیل شاهین د برېتانیا له ځانګړي استازي ریچارد لینزي سره هم وکتل او دواړه خواوو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د افغانانو لپاره د قونسلي خدماتو، د بشري مرستو او زده‌کړو په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ ټینګار وشو چې د افغانستان د خلکو لپاره د بشري مرستو برابرول، د زده‌کړو فرصتونو پراخول او د قونسلي خدماتو ښه کول د همکارۍ لومړیتوبونه دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان کلنی راپور؛ سانسور د افغان خبریالانو د فعالیت مخه ډب کړې ده

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۹ GMT+۰

د بې‌پولې خبریالانو سازمان په خپل کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال سانسور د افغان خبریالانو د فعالیت مخه ډب کړې ده. د دغه سازمان په وینا؛ د طالبانو له واکمنۍ راهیسې له ۱۶۵ډېر د رسنیو فعالان نیول شوي، چې له دې ډلې ۲۵ یې یوازې په ۲۰۲۵کال کې نیول شوي.

هغه خبریالان چې جلاوطنۍ ته اړ شوي

دغه سازمان د سې‌شنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۹مه) خپل کلنی راپور خپور کړ. په راپور کې راغلي، چې د جګړو او د خبریالانو پر وړاندې د ځپونکو پالیسیو له امله زیات شمېر د رسنیو کار کوونکي جلاوطنۍ ته اړ شوي دي. د یاد سازمان په وینا؛ د افغانستان، روسیې او بېلاروس په څېر هېوادونه خپلې سیمې د ټولو خپلواکو رسنیو څخه پاکوي.

هغه خبریالان چې بېرته راستانه شوي یا خوشې شوي دي

هغه خبریالان چې د کابل تر سقوط او د طالبانو له سختې ځپنې وروسته جلاوطنۍ ته اړ اېستل شوي وو، د ګڼو هېوادونو له‌خوا یې د ویزو غوښتنلیکونه رد شوي. د بې‌پولې خبریالانو سازمان ویلي، چې پاکستاني چارواکو نه یوازې د افغان خبریالانو د ویزو له غځولو انکار کړی؛ بلکې د جبري ستنېدنې پالیسي یې هم پلي کړې ده. په ۲۰۲۵کال کې د هغو افغان خبریالانو له ډلې چې په پاکستان کې ژوند کوي او د بې‌پولې خبریالانو د سازمان ملاتړ لري، له ۲۰ څخه ډېر یې بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

له هغو خبریالانو سره مرسته چې جلاوطنۍ ته اړ شوي دي

د بې‌پولې خبریالانو سازمان څرګنده کړې، چې له نیمایي څخه ډېر (۵۱٪)، خبریالان چې په ۲۰۲۵کال کې یې د دوی د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې وه، د ۴۴ بېلابېلو هېوادونو څخه جلاوطنه خبریالان وو. له دې ډلې افغانستان، روسیه او سوډان هغه درې هېوادونه دي، چې تر ټولو ډېر غوښتنلیکونه یې لاره.

د بې‌پولې خبریالانو ټولنې ویلي، چې د هغو لویو ننګونو سره، سره چې دوی ورسره مخ دي؛ د دغه خبریالانو ۵۵ سلنه یې په جلاوطنۍ کې کار ته دوام ورکړی. سربېره پردې، په تېرو ۱۲ میاشتو کې د بې‌پولې خبریالانو له‌خوا ملاتړ شوي له ۴۰ زیاتو رسنیو څخه ۱۹ یې په جلاوطنۍ کې د خبرونو او منځ پانګو تولید ته دوام ورکړی دی.

په راپور کې راغلي، چې لږترلږه اووه خبریالان اوس‌مهال د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي. د راپور په پای کې راغلي: « ۲۰۲۵ کال به د هغه کال په توګه یاد شي، چې زموږ د سترګو په وړاندې د مطبوعاتو ازادي له منځه لاړه.» د بې‌پولې خبریالانو ټولنې د هغو چارواکو او ادارو پر وړاندې د بندیزونو غوښتنه کړې، چې د خبریالانو د څارنې، ځپنې او نیونې مسوولیت لري.

یوناما: د ښځو او نجونو حقونه د افغانستان د بیارغونې لپاره حیاتي دي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۳ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ټولو خلکو لپاره د بنسټیزو حقونو د ټینګښټ غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د ښځو او نجونو حقونه د هېواد پرمختګ، سولې او بیارغونې لپاره حیاتي دي.

یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې حقونه یوازې نظریاتي اصول نه‌دي؛ بلکې هغه ورځني شرایط دي چې خلک ورسره په بشپړ درناوي او عزت ژوند کولای شي.

خبرپاڼه کې راغلي: «په افغانستان کې لا هم ګڼ خلک دغه بنسټیزو حقونو ته لاسرسی نه‌لري. ښځې او نجونې د زده‌کړو، کار او په عامه ژوند کې د ګډون له سختو محدودیتونو سره مخ دي، چې نه یوازې د دوی اساسي حقونه نقضوي؛ بلکې د هېواد راتلونکی هم له ننګونو سره مخ کوي.»

یوناما دارنګه خبرداری ورکړی، چې لاهم ګڼ شمېر افغان کډوال په جبري توګه هېواد ته ستنول کېږي، په ځانګړي ډول ښځې، د پخواني حکومت او امنیتي ځواکونو سره تړلي کسان، د مدني ټولنې فعالان او خبریالان چې په بېرته ستنېدو له ګڼو ګواښونو سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د یوناما د چارو مسوولې جورجېټ ګانیون هم ویلي:« بشري حقونه اختیاري نه‌دي. دا هغه بنسټیز شرایط دي، چې ژوند پرې دوام کوي. په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو، کار او بشپړ ګډون تضمین د هېواد د بیا رغونې لپاره نه یوازې اړین؛ بلکې حیاتي چاره ده. موږ د حاکمو چارواکو څخه غواړو، چې د نړۍوالو بشري حقونو ژمنو سره سم عملي ګامونه واخلي او افغانستان او ټولو خلکو ته د پرمختګ زمینه برابره کړي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د بشري حقونو استازې فیونا فریزر هم په دغه اعلامیه کې ویلي، چې د ټولو افغانانو لپاره باید بنسټیز حقونه ټینګ شي. نوموړې زیاتوي: «بنسټیز حقونه لکه زده‌کړې، روغتیا، ژوند او ازادي د ټولو افغانانو لپاره باید ټینګ شي. له بده مرغه ګڼو دغه حقونو ته ښځې او نجونې لاسرسی نه‌لري.»

ټرمپ: د 'افغانستان په څېر دوزخ' نه مو کډوالي ودروله

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۵ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان، هایټي او سومالیا په څېر هېوادونه د «دوزخ» سره پرتله کړي او یو ځل بیا یې ټینګار کړی، چې هغه د «درېیمې نړۍ» هېوادونو څخه د کډوالۍ مخه نیولې ده. هغه وایي، غواړي چې امریکا د سویډن، ډنمارک او ناروې په څېر هېوادونو څخه کډوال ومني.

ټرمپ دغه څرګندونې په پنسلوانیا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي. د امریکا حکومت یوه اونۍ وړاندې اعلان وکړ، چې د افغان کډوالو په ګډون یې د ۱۹ هېوادونو وګړو لپاره د کډوالۍ ټولې غوښتنې له ګرین‌کارټ نیولې تر تابعیته پورې په بشپړه توګه درولې دي.

په دې ډله کې د افغانستان، میانمار، چاد، کانګو جمهوریت، استوایی ګینه، اریتریا، هایتي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان، یمن، کیوبا، لاوس، سیرالیون، توګو، ترکمنستان او وېنزویلا شامل دي.

هغه رسمي یادښت چې د ټرمپ ادارې نوې پالیسي بیانوي، تېره اونۍ په واشنګټن کې د یوه افغان له لوري د امریکا د ملي ګارد پر دوو عسکرو برید ته اشاره کوي. چارواکي وایي، ۲۹ کلن افغان رحمان‌الله لکڼوال چې په اپریل میاشت کې یې پناه اخیستې وه، د یاد برید په تړاو نیول شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال په جنورۍ میاشت کې واک ته له رسېدو راهیسې د کډوالۍ پرضد سختې پالیسۍ غوره کړې دي. په واشنګټن کې پر امریکايي عسکرو تر برید وروسته د ټرمپ ادارې د کډوالو او په ځانګړې توګه د افغانانو پر وړاندې خپل اقدامات ګړندي کړي دي.

د ښځو یو غورځنګ: نړۍواله ټولنه باید د طالبانو د بشریت ضد جرمونه په رسميت وپېژني

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۸ GMT+۰

د «ارغواني شنبو» په نوم د ښځینه فعالانو غورځنګ د طالبانو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې پر دریځ نیوکې کړې. دغه غورځنګ ویلي، د طالبانو د بشریت ضد جرمونو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو نرم چلند؛ په افغانستان کې د بشري حقونو تر سرغړونو هم «خطرناکه کړنه» ده.

دغه غورځنګ نن چهارشنبه (د لېندۍ ۱۹مه) په یوه بیان کې چې د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت خپور شوی ویلي، د طالبانو د بشریت‌ضد جرمونه باید په رسميت وپېژندل شي او دا کار یې د عدالت او په ځانګړي ډول د افغان ښځو لپاره ریښتینی او اغېزمن ګام بللی.

دغه غورځنګ له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې له طالبانو سره هر ډول رسمي اړیکې پرې کړې، د طالبانو تبعیضي چلند په رسمیت وپېژني، پر طالبانو لا سخت بندیزونه ولګوي، طالب مشران محاکمه کړي، د افغان ښځو د مبارزو او پاڅونونو ملاتړ وکړي او د طالبانو پر ځای د یوه مشروع او ډیموکراتیک بدیل حکومت جوړېدو ملاتړ وکړي.

نن د (ډسمبر ۱۰مه) د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې د تصویب له ۷۷مې کلیزې سره برابره ده. که څه هم دغه ورځ په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه نمانځل کېږي؛ خو په افغانستان کې بیا د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

افغانستان کې دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې ملګرو ملتونو په‌کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې افغانان یوازې پرې نه‌ږدي.