سناتور ګراهام: د مادورو د واکمنۍ پای ته رسېدو وخت رارسېدلی دی

امریکایي سناتور لېنډسي ګراهام ویلي، چې د مادورو د واکمنۍ پای ته رسېدو او له ظلم څخه د وېنزویلا د خلکو د خلاصون وخت رارسېدلی دی. هغه زیاته کړه، چې وېنزویلا له اوږدې مودې راهیسې د یوه «ډیکټاتور حکومت» په څېر د امریکا په زیان کار کړی دی.

ګراهام ویلي: «د مادورو د واکمنۍ د پای ته رسېدو وخت رسېدلی؛ ترڅو د وېنزویلا خلک له ظلم څخه خلاص شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوه داسې اتحاد لپاره زمینه برابره شي، چې د ټولو په ګټه وي.»