د ولسي محکمې قاضي: طالبان دې د بشري حقونو نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي

د افغانستان د ښځو ولسي محکمې قاضي امیلیو رامیرز ماتوس پر طالبانو غږ وکړ، چې د افغانستان د بشرري حقونو نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي او د خلکو او په ځانګړې توګه د ښځو له اساسي حقونو سرغړونې پای ته ورسوي.
رامیرز زیاته کړه:« افغانستان د بشري حقونو ګن تړونونه لاسلیک کړي دي، خو نن په افغانستان کې ښځه او معلول کسان هېڅ ګڼل کېږي.»
نوموړي زیاته کړه، چې طالبان له ژمنو سربیره په غیر قانوني ډول خلک اعداموي او په ټولنه کې یې د ښځون ګډون په منظم ډول کم کړی دی.
د ولسي محکمې یاد قاضي ټینګار وکړ،چې د بشر د نړیوالو حقوقو له مخې زدهکړه باید ټولشموله او د ټولو لپاره د لاسرسي وړ وي، خو طالبانو ښځې او نجونې له دې بنسټيز حق څخه محرومې کړې دي.
