د ولسي محکمې قاضي: نور اسلامي بنسټونه له شریعت څخه د طالبانو تعبیر تر پوښتنې لاندې راولي

د افغانستان د ښځو ولسي محکمې قاضي اراسیلي ګارسیا دېل سوتو وايي، چې طالبانو قضايي قوه د ښځو د ځپلو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي. د نوموړې په وینا، د طالبانو دغه ډول چلند د دې لامل شوی، چې له ښځو سره د ټیټې طبقي په توګه چلند وشي او له ټولنې څخه په فزیکي توګه واېستل شي.
