په میانمار کې هوايي برید؛ لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي او ۷۰ نور ټپیان دي

په میانمار کې د واکمنې پوځي ډلې هوايي برید په راخاین ایالت کې یو لوی دولتي روغتون په نښه کړی، چې له امله یې لږترلږه ۳۰ کسان وژل شوي او تر ۷۰ ډېر ټپیان دي. د وژل شویو کسانو په ډله کې ناروغان هم شامل دي.
د میانمار د پوځ ویاند او عیني شاهدانو ویلي، چې د روغتون ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.





