طالبانو د مس عینک پروژې د چارو پر چټکېدو ټینګار وکړ

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایتالله بدري د مس عینک پروژې له چینايي قراردادیانو سره په کتنه کې د یادې پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی دی. د طالبانو د کانونو وزارت ویلي، چې د مس عینک پروژې قراردادي شرکت د تړون لهمخې د ژمنو د عملي کولو ډاډ ورکړی دی.





