طاهر اندرابي، چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اونیزه خبري غونډه کې خبرې کولې، وویل، «پاکستان د هر هغه دریځ هرکلی کوي چې د ترهګرۍ ضد دریځ ولري، خو د پرېکړهلیک ارزونه به د هغې د نسخې تر ترلاسه کولو وروسته ممکنه وي».
د طالبانو نږدې زرو تنو دیني عالمانو د لیندۍ پر نولسمه په کابل کې په یو پرېکړهلیک کې ټینګار وکړ چې هېڅ افغان وګړی باید د هېواد له پولو دباندې په جګړو کې برخه وانخلي.
په پرېکړهلیک کې ویل شوي، «طالبان باید د هغو کسانو مخه ونیسي چې د جګړې لپاره له افغانستان نه بهر ته ځي».
پاکستان له اوږدې مودې ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې جنګیالي له افغانستان نه د دغه هېواد پولیس او پوځ په نښه کوي او له طالبانو یې غوښتي چې د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي. خو طالبان دا اعاوې په مکرر ډول ردوي.
پاکستان تر دې وړاندې له طالبانو سره د استانبول او دوحې د خبرو په جریان کې غوښتنه کړې وه چې دټي ټي پيد بریدونو د مخنیوي لپاره دې لیکلی تضمین ور کړي.
د طالبانو د ملاتړو دیني عالمانو په پرېکړهلیک کې د طالبانو امارت د «شرعي نظام» په توګه یاد شوی او اطاعت، ملاتړ او دفاع یې د افغانانو «وجیبه» ګڼلې ده.
په پرېکړهلیک کې راغلي چې مسلمانان د شرعي نظام په ساتنه مکلف دي او دیني عالمان باید د اوسني نظام په ملاتړ مشورې وړاندې کړي.
د پرېکړه لیک په متن کې ټینګار شوی چې د بهرني تېري په صورت کې د نظام او خاورې دفاع «فرض عین» ګڼل کېږي او دا عمل «مقدس جهاد» دی.
دا لومړی ځل دی چې طالبان دا ډول یوه پرېکړه لیک، یا غیر رسمي فتوا خپروي.