په مراکش کې د دوو ودانیو نړېدو له امله ۲۲ کسان مړه شوي دي

په مراکش کې د فاس ښار دوه څلور پوړیزې ودانۍ د سې‌شنبې په شپه ونړېدې، چې له امله یې ۲۲ کسان مړه او ۱۶ نور ټپیان شول. مراکشي چارواکو ویلي، چې یوه ودانۍ خالي وه؛ خو په بلې هغې کې د ماشوم د زېږون (عقیقې) دودیز مراسم روان وو او اته کورنۍ په‌کې مېشتې وې.

ځایي اوسېدونکو ویلي، چې ودانیو له وړاندې درزونه کړي وو او د ژغورنې عملیات لاهم دوام لري او ښایي د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شي. فاس ښار د مراکش بې‌وزله او وروسته پاتې ښار دی.