• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران په کارایب سمندرګي کې پر سوداګریزې بېړۍ د امریکا اقدام وغانده

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۳۶ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په کارایب سمندرګي کې د امریکا د سمندري ځواکونو له‌خوا پر یوې سوداګریزې بېړۍ د پوځي اقدام او د هغې نیول په کلکه غندلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د جمعې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د وېنزوېلا د تېلو بار وړونکې سوداګریزې بېړۍ نیول او ضبطول د «دولتي سمندري غلا» ښکاره بېلګه ده او له نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بلل کېږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د امریکا دا اقدام نه‌یوازې د نړۍوالو حقوقو له اصولو سره په ټکر کې دی، بلکې د نړۍوال سمندري تګ راتګ د امنیت او خوندیتوب بنسټیز اصول هم تر پښو لاندې کوي. د بقایي په وینا، د امریکا له‌خوا پر کورنیو قوانینو او غیرقانوني بندیزونو تکیه کول، د دې کړنې غیرقانوني او جنايي ماهیت نه‌شي بدلولای.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز د دغو ناسم اقداماتو د دوام له پایلو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې دا ډول کړنې د نړۍوالې سولې، امنیت او سوداګرۍ لپاره جدي ګواښ دي.

هغه پر ټولو دولتونو او اړوندو نړۍوالو بنسټونو غږ کړی، چې د دغو ناقانونه اقداماتو پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي او امریکا د خپلو کړنو په اړه ځواب ورکړې ته اړه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې حکومت یې د وېنزوېلا یوه د تېلو بار وړونکې سوداګریزه بېړۍ نیولې ده.

ټرمپ ویلي، دا بېړۍ «تر ټولو ستره بېړۍ ده، چې تر اوسه نیول شوې» او د هغه په وینا، دا اقدام د «مهمو دلایلو» له امله شوی دی. د امریکا لویې څارنوالې پام بونډي ادعا کړې، چې دغې بېړۍ له بندیزونو سره سره تېل لېږدول او ټاکل شوې وه ایران ته لاړه شي.

خو د وېنزوېلا حکومت دا ادعا رد کړې او د بېړۍ نیول یې «نړۍواله سمندري غلا» بللې ده.

په تېرو میاشتو کې ټرمپ پر وېنزوېلا ځانګړی تمرکز کړی دی. هغه د هغو کښتيو پر ضد د بریدونو څارنه هم کړې، چې د ده په وینا، د مخدره موادو په قاچاق کې ښکېلې وې او د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د حکومت له‌خوا یې ملاتړ کېده.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ د ټایلند او کمبودیا ترمنځ له اوربند څخه خبر ورکړ

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۶ GMT+۰

ډونالډ ټرمپ د ټایلند او کمبودیا له لومړي وزیرانو سره له ټېلیفوني اړیکو خبر ورکړ او اعلان یې وکړ، چې دواړو هېوادونو پر اوربند موافقه کړې او له امریکا سره د سوداګرۍ دوام ته چمتو دي. تر دې مخکې ټرمپ دغو هېوادونو ته ګواښ کړی و، که توافق ونه‌کړي، نو سوداګریز امتیازونه به یې لغو کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (دلیندۍ ۲۱مه) په ټولنیزه شبکه «تروث سوشیال» کې ولیکل: «ما نن سهار د ټایلندله لومړي وزیر انوتین چارنویرکول او د کمبودیا له لومړي وزیر هون مانټ سره خورا ښې خبرې وکړې، دوی موافقه وکړه، چې له نن شپې څخه به ټولې ډزې ودروي.»

ټرمپ زیاته کړه: «اوس دواړه هېوادونه د سولې او له امریکا سره د سوداګرۍ د دوام لپاره چمتو دي.»

تر دې مهاله ټایلند او کمبودیا په خپلواکه توګه د دغې نوې هوکړې په تړاو څه نه‌دي ویلي.

په ورته وخت کې، د ټایلند لومړي وزیر ویلي، چې د ټېلیفوني اړیکې پر مهال یې د اوربند ملاتړ کړی، خو زیاته کړې یې ده، چې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو مسوولیت د کمبودیا پر غاړه دی.

په دې اونۍ کې د سویل ختیځ اسیا د دوو ګاونډیانو ترمنځ د نښتو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او د جنجالي پولې دواړو خواوو ته شاوخوا نیم میلیون خلک بې‌ځایه شوي دي.

که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اصلي اوربند په جولای میاشت کې د مالیزیا په منځګړیتوب رامنځته شو او د اکتوبر په میاشت کې په یوې سیمه‌ ییزې غونډه کې د ټرمپ په ګډون له لا زیاتو جزییاتو سره رسمي شو، خو ټایلند د نومبر په میاشت کې وروسته له هغه چې د خپلو سرتېرو ځینې کسان يې د سرحد په سیمه کې د ماینونو له امله ټپيان شول دغه توافق ځنډولی و.

د تاوتریخوالي وروستۍ څپه هغه وخت پیل شوه، چې د ټایلند د انجنیرۍ یوه ډله د کمبودیايي ځواکونو له لوري په ډزو سره په نښه شول.

دغه نښتې د جمعې په ورځ پنځمې ورځې ته ورسېدې او ټایلند په تېرو ورځو کې د خپلو هوايي بریدونو شدت زیات کړی دی.

امریکا ته د سیلانیانو په اړه د ټرمپ نوې طرحې بهرني سیلانیان اندېښمن کړي دي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۳ GMT+۰

د امریکا د سیاحت یوه مخکښه ټولنه، د ډیموکرات ګوند یوه لوړ پوړې سناتوره او له اروپا او استرالیا څخه احتمالي سیلانیان د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغې نوې طرحې اندېښمن کړي، چې له‌مخې به یې د ویزې معافیت پروګرام له لارې امریکا ته تلونکي ډېری بهرني مسافر اړ شي خپلې ټولنیزې رسنۍ هم شریکې کړي.

د دغې طرحې له‌مخې، هغه سیلانیان چې غواړي امریکا ته سفر وکړي اړ ایستل کیږي چې د تېرو ۵ کلونو د ټولنیزو رسنیو د حسابونو نومونه له امریکايي چارواکو سره شریک کړي.

دا وړاندیز روانه اونۍ د امریکا د حکومت په یوه رسمي خبرتیا کې اعلان شو او ټاکل شوې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له اتمې وروسته عملي شي. د خبرتیا له‌مخې، د ویزې معافیت پروګرام کې د شامل هېوادونو مسافر به دالکترونیکي فورمې د ډکولو پر مهال د خپلو ټولنیزو رسنیو معلومات هم وړاندې کوي.

د امریکا د ګمرکونو او سرحد ساتنې ادارې ویلي، دا اقدام د ولسمشر ټرمپ د هغه اجراییوي فرمان پر بنسټ شوی، چې د جنورۍ په ۲۰مه صادر شوی و او په‌کې امریکا ته د تلونکو کسانو د «تر ټولو لوړې کچې ارزونې او پلټنې» غوښتنه شوې ده. د کډوالۍ او غیر کډوالۍ ویزو غوښتونکي له ۲۰۱۹ کال راهیسې د ورته معلوماتو پر ورکولو مکلف دي.

د ویزې معافیت پروګرام ۴۲ هېوادونه رانغاړي چې ډېری یې اروپايي هېوادونه دي. د نوې طرحې له‌مخې، له مسافرو څخه به د تېرو لسو کلونو د برېښنالیک پته او همداراز د کورنۍ د غړو لکه والدینو، خویندو وروڼو، اولادونو او مېړه یا مېرمنې نومونه، د زېږون نېټې، د اوسېدو ځایونه او د زېږون سیمې هم غوښتل کېږي. دا وړاندیز د ۶۰ ورځو لپاره عامه نظر غوښتنې ته هم وړاندې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا، کاناډا او مکسیکو به په ۲۰۲۶ کال کې د فوټبال نړۍوال جام کوربه وي او تمه ده دې نړۍوالې سیالۍ ته به د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ګڼ شمېر سیلانیان ورمات شي. د امریکا د سفر صنعت هیله لري چې دغه ستر سپورټي سمبول د ګرځندوی د کمښت د جبران لامل شي.

د امریکا د سیاحت ټولنې د حکومتي اړیکو مشر اېریک هانسن ویلي، که د امنیتي پلټنو بهیر اغېزناک، خوندي او عصري نه‌وي، نړۍوال سیلانیان ښايي د سفر لپاره نور هېوادونه غوره کړي. په ورته وخت کې، د واشنګټن ایالت ډیموکراته سناتوره پېټي مري پر دې طرحې سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې دا ډول اقدامات به د سیاحت پر بهیر منفي اغېز ولري.

ولسمشر ټرمپ بیا ویلي، موخه یې د امریکا امنیت ده او ټینګار یې کړی چې حکومت غواړي ډاډ ترلاسه کړي څو «ناسم کسان» هېواد ته داخل نه‌شي. د امریکا د ګمرکونو او سرحد ساتنې ادارې هم ویلي، چې دا خبرتیا یوازې د نویو پالیسیو په اړه د بحث د پیل لومړنی ګام دی.

د پاکستان او بریتانیا چارواکو د په تمه افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه خبرې وکړې

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۳ GMT+۰

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال طلال چودري د جمعې په ورځ د بریتانیا د بهرنیو چارو له مرستیال وزیرې بارونیس چیپمن سره په لیدنه کې د امنیتي، کډوالۍ او د افغانستان اړوند مسایلو په تړاو خبرې وکړې. په دې لیدنه کې بریتانیا ته په تمه د افغانانو د لېږد پر بهیر هم بحث وشو.

د پاکستاني رسنیو د راپور له‌مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د کډوالۍ په برخه کې د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر ډېرېدو، د انساني قاچاق پر مخنیوي او د سیمې د ثبات پر ټینګښت خبرې وکړې.

د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر بریتانیا ته په تمه د افغان پناه‌غوښتونکو د لیږد د پروسې پر ګړندي کېدو ټینګار کړی دی.

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت د همدې کال د جون میاشتې تر پایه په پاکستان کې د میشتو افغان ښځو او نجونو د ۳۶۷ غوښتنلیکونو په ګډون د څه باندې ۶ زره افغانانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه رد کړې دي.

بل لوري بیا د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د بریتانیا د دفاع وزارت یوه کارکوونکي په ناپامۍ سره د یو شمېر هغو افغان پناه غوښتونکو معلومات افشا کړل، چې په افغانستان کې یې له بریتانیايي ځواکونو سره کار کړی و. په دې چارې سره د بریتانیايي ځواکونو د همکار افغانانو ژوند لاپسې سخت شو او دمګړۍ زرګونه افغان پناه‌غوښتونکي بریتانیا ته د تګ په تمه په پاکستان کې بې‌برخلیکۍ کې شپې او ورځې تېروي.

د «پاکستان ټودې» رسنۍ راپور ورکړی، چې پاکستان ته د بریتانیا د دې چارواکې سفر په داسې وخت کې کېږي، چې د دواړو هېوادونو اړیکې پیاوړې شوي او دوه‌ اړخیزه سوداګري له ۵،۵ میلیارده پونډ څخه هم لوړه شوې ده.

په راپور کې ویل شوي، چې دامهال په پاکستان کې له ۲۰۰ څخه ډېرې بریتانوي کمپنۍ فعالیت کوي، چې په دواړو هېوادونو کې یې اقتصادي وده رامنځته کړې ده.

اغلې چیپمن ویلي، چې پاکستان د بریتانیا لپاره یو «ستراتیژیک شریک» دی.

هغې وویل: «موږ د منظم جرمونو او غیرقانوني کډوالۍ له پټو عواملو سره د مبارزې لپاره په ګډه کار کوو، څو دواړه هیوادونه خوندي شي.»

سعودي: رښتینې سوله د باور جوړونې او خبرو له لارې پیلېږي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۰

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وایي، رښتینې سوله د یوه اوږدمهاله بهیر پایله ده، چې د باور له ګام پر ګام جوړولو څخه پیلېږي او بیا د زړورو او رښتینو خبرو له لارې دوام مومي. هغه دغه څرګندونې په ترکمنستان کې د سولې او باور جوړونې په نړۍوال کنفرانس کې وکړې.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ولید الخریجي وویل: «د تلپاتې سولې رامنځته کول یوازې د یوه تړون یا معاهدې په لاسلیک کولو شونی نه‌دی. رښتینې سوله د یوه اوږده بهیر پایله ده، چې د باور له ګام پر ګام جوړولو سره پیلېږي، وروسته زړورې او رښتینې خبرې اترې ترسره کېږي او په پای کې داسې هراړخیز او عادلانه پرمختګ رامنځته کېږي چې خلک د شخړو له قربانیانو څخه د رغونې شریکانو ته اړوي.»

الخریجي دغه څرګندونې نن (جمعه د لیندۍ ۲۱مه) د ترکمنستان د پلازمېنې عشق‌اباد په ښار کې «د سولې او باور جوړونې» په نړۍوال کنفرانس کې د خپلې وینا پر مهال وکړې.

هغه په دغه کنفرانس کې د سعودي د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز او د ولیعهد او د وزیرانو شورا د مشر شهزاده محمد بن سلمان په استازیتوب ګډون کړی و.

په دې وینا کې، د سعودي د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د مخنیوي ډیپلوماسۍ په برخه کې د ریاض هڅو ته هم اشاره وکړه، چې په‌کې منځګړیتوب او د شخړو سوله‌ییز حل، د سیمې د ثبات ملاتړ، د بشري مرستو وړاندې کول، د کلتورونو او ادیانو ترمنځ د خبرو اترو پیاوړتیا او د نړۍوالو سازمانونو ملاتړ شامل دي.

حال‌وش: په سراوان کې ناڅرګندو وسله‌والو د افغان کډوالو پر ځورونې تورن کارکوونکی وژلی دی

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۰۱ GMT+۰

د «حال‌وش» د راپور له‌مخې، د ایران په بلوڅ مېشتي سراوان ښار کې د رضا ساراني په نوم کس چې د سراوان د بهرنیو اتباعو د کمپ کارکوونکی و او تر دې وړاندې د افغان کډوالو د وهلو ټکولو له امله مشهور و، د ناڅرګندو وسله‌والو په ډزو کې وژل شوی دی.

د راپور له‌مخې، د پنجشنبې په ماښام رضا ساراني له یوه بل کس سره، چې تر اوسه یې هویت نه‌دی مشخص شوی، په یوه شخصي موټر کې و، چې ناڅرګندو وسله‌والو پرې ډزې وکړې. په دې برید کې په موټر کې ناست دواړه وژل شوي دي.

دا چې برید چا کړی او ولې یې کړی، په دې اړه نور جزییات نه‌دي خپاره شوي.

«حال‌وش» مخکې هم په یوه څېړنیز راپور کې د رضا ساراني هویت او کړنې افشا کړې وې. د یاد راپور له‌مخې، نوموړی شاوخوا ۲۵ کلن او د سراوان اوسېدونکی او همداراز د سراوان د بهرنیو اتباعو د کمپ یو کارکوونکی و. په راپور کې ویل شوي و، چې هغه د لسګونو افغان کډوالو په وهلو ټکولو، سپکاوي او ناوړه چلند کې ښکېل و.

د سرچینو په وینا، رضا ساراني له څو نورو کارکوونکو سره یو ځای افغان کډوال د پایپونو او لرګیو په وسیله وهل او همدارنګه یې یو بلوڅ له قانوني حکم پرته نیولی او یاد کمپ ته یې لېږدولی و. دا موضوع هغه مهال د بشري حقونو د فعالانو او سیمه‌ییزو رسنیو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې وه.

د یادونې وړ ده، چې د ایران رسمي سرچینو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.