• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اردوغان: ترکیه د پاکستان او طالبانو د اوربند د دوام لپاره د همکارۍ چمتووالی لري

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۵۹ GMT+۰

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ د ترکمنستان په عشق‌اباد کې د سولې او باور جوړونې د نړیوالې غونډې په څنډه کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدلي دي. هغه ویلي چې ترکیه چمتو ده د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اوربند د دوام لپاره همکاري او مرسته وکړي.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د اړیکو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دواړو مشرانو د انقرې او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو، سیمه‌ییزو مسایلو او نړیوالو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له مخې، اردوغان شهباز شریف ته ویلي: «د پاکستان او طالبانو تر منځ د اوربند غځېدل د خوښۍ ځای دی او ترکیه چمتو ده چې د اوربند د ساتلو لپاره په جوړ شوي میکانیزم کې مرسته وکړي.»

ولسمشر اردوغان تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و چې د طالبانو او پاکستان تر منځ ثبات او د اوربند ساتل خورا مهم دي او هېواد یې د دواړو اړخونو وروستۍ ترینګلتیاوې له نږدې څاري.

تمه وه چې د ترکیې یوه لوړپوړې پلاوي د طالبانواو اسلام‌اباد تر منځ د منځګړیتوب لپاره پاکستان ته سفر وکړي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا سفر د طالبانو د نه‌همکارۍ له امله ترسره نه شو.

په وروستیو اوونیو کې لږ تر لږه درې پړاو خبرې د طالبانو او پاکستان تر منځ په دوحه او انقره کې ترسره شوې دي، خو هېڅ یوه یې مشخصه نتیجه نه ده ورکړې.

یو بل پړاو خبرې په عربستان کې د رسنیو له سترګو پټ ترسره شوې، چې هغه هم بې‌پایلې پای ته ورسېدې؛ خو په ټینګار سره ویل شوي چې اوربند باید لا هم پاتې شي او دواړه خواوې دې له نظامي کړکېچ څخه ډډه وکړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

شهباز شریف له پوتین سره د لیدنې لپاره ۴۰ دقیقې انتظار وکړ

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۶ GMT+۰

د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د جمعې په ورځ د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په کډه غونډه کې ګډون کړی خو په یوه خپره شوې ويډو کې ښکاري چې شهباز شریف د لیدنې دمخه ۴۰ دقیقې انتظار کړی دی.

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف هغه ویډیو چې ار ټي روسیې له خوا خپره شوې، نوموړی د ترکمنستان په پلازمینې عشق اباد کې هغه خونې ته ننوځي چیرې چې د پوتین او اردوغان غونډه روانه وه.

د رسنیو د راپورونو له مخې شهباز شریف د ۴۰ دقیقو انتظار وروسته د پوتین او اردوغان لیدنې د ځای دروازه وټکوله.

په خپره شوې ویډیو کې ښکاري، چې شهباز شریف خپه او ناارامه ښکاري ځکه چې هغه د ولسمشر پوتین سره د لیدنې لپاره د ۴۰ دقیقو څخه ډیر انتظار کاوه.

په ډیپلوماتیک عرف کې دا هېڅ معمول نه دی او تر منځ ۱۵ دقیقو انتظار وروسته غونډه یا هم ناسته لغوه کېږي.

سراج الدین حقاني: موږ باید د وېرې له لارې پر خلکو حکومت ونه کړو

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۱ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د جمعې په ورځ په خوست ولایت کې په یوه وینا کې ویلي چې هغه حکومت چې د «وېرې او زور» له لارې خلک اداره کوي رښتینی حکومت نه دی. هغه ټینګار وکړ، چې د تېرو کړنو له امله یو څوک باید بل ته سپکاوی یا یې محکوم نه کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نن جمعې په ورځ، د لیندۍ ۲۱مه د خوست په مرکزي جومات کې د وینا پرمهال وویل: «هغه حکومتونه چې ولس ویروي، هغه حکومت نه دی.»

هغه زیاته، چې باید د خلکو او ښه حکومت ترمنځ د مینې او باور اړیکه شتون لري.

حقاني په خبرو کې وايي، چې حکومت هغه وخت معنی لري کله چې سوله، عدالت او د خلکو لپاره د باور فضا رامینځته کړي.

هغه وویل، چې افغانان داسې شوي، چې پنځوس کاله یې مسلسل جنګونه وکړل د حق او باطل په مقابل کې او دواړه لوریو ته چې مړه کېدل، افغانانو ته درد او تکلیف رسېدلو.

هفه ټینکار وکړ، چې افغانان غلامي نه مني او ازادي غواړي او په دې برخه کې دوی ډېر ځوریدلي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د خپلې وینا په یوه بله برخه کې وویل:« مونږ یو ځل امپراتورانو لخوا محکم شوي یوو، خو اوس موږ پخپل منځ کې دومره تحمول او برداشت نه لرو او ددې په ځای چې مونږ یې محکوم کړو، باید دا پټې له منځه یوسو او داسې تعامل ورسره وکړو چې بدبینۍ له منځه لاړې شي.»

له دې وړاندې هم سراج الدین حقاني له ولس سره د ښه چلند په اړه خبرې کړي دي.

د جهادي ډلو پر مالکیت کړکېچ؛ ایا طالبانو له پاکستانه د جهادي ډلو مالکیت تر لاسه کړی؟

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۴ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب

په تېرو ۴۸ کلونو کې پاکستان د سیمې د جهادي او افراطي ډلو په واک کې د پام وړ نقش لوبولی دی. له مجاهدینو نیولې تر لشکر طیبه، جیش محمد، جیش العدل، طالبانو او ټي ټي پي پورې یې دا ډلې د خپلې ستراتیژیکو ګټو لپاره وکارولې؛ خو اوس معادله بدله ښکاري، دا مالکیت طالبانو تر لاسه کړی دی.

د پاکستان پوځ په سیمه کې د افراطي او جهادي ډلو د مالک پوځ په توګه ګڼل کېده او غربي بلاک همېشه د پاکستان دغه نفوذ ته په کتلو له هغوی سره معامله کړې ده، چې له مخې یې لسګونه کاله د پوځ د تمویل او دولتي پروژو د بقا لپاره غربي مرستې تر لاسه شوې دي.

د هند، چین، ایران او منځنۍ اسیا لپاره ګڼې وسله والې او افراطي ډلې د پاکستاني پوځ تر نفوذ لاندې زرغونې شوې او د بقا تر حده رسېدلې دي.

په افغانستان کې د مجاهدینو ډلې او ملاتړ د دې سبب ګرځېدلی چې غربي بلاک وتوانیږي د شوروي اتحاد لاسونه په افغانستان کې لنډ کړي او دا چاره د پاکستان له همکارۍ ناشونې وه.

طالبان چې د ۱۹۹۶–۲۰۰۱ کلونو په لومړۍ واکمنۍ کې د پاکستان ستراتیژیکه وسیله ګڼل کېدل، د ناټو په ملاتړ د جمهوري دولت پر وړاندې جګړه کې یې هم د پاکستان غښتلی ملاتړ له ځانه سره لاره او دغه ملاتړ دې ته زمینه برابره کړه چې د افغانستان جګړه نېږدې شلو کلونو ته وغځیږي او په پایله کې یې جمهوري دولت سقوط وکړ.

مګر وروسته له هغې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل او ګڼو سُني وسله والو ډلو له ملا هبت الله څخه ملاتړ وکړ او هغه یې د امیر په توګه ومانه، دې چارې پاکستان د افراطي ډلو د مالک په توګه له نړۍوالې معادلې څخه یو څه څنګ ته کړی دی.

دا ډار هغه وخت لا پسې زیات شول چې طالبانو د عمران خان د واکمنۍ پر مهال د پاکستان له دولت سره ټي تي پي په کابل کې خبرو ته کېنوله.

مخکې له دې چې د پاکستان د افراطي او جهادي ډلو د مالکیت د لاسه ورکولو ډار ته تم شو، اړینه ده چې یو تاریخي شالید ته هم متوجې شو.

د کرزي او غني غوښتنې: “یا طالبان یا افغانستان”

د افغانستان د جمهوري دولت په دوره کې د پاکستان-طالبانو اړیکې تل د بحث او فشار په مرکز کې وې. د حامد کرزي او اشرف غني څرګندونې ښيي چې افغان حکومت په ښکاره توګه له اسلام‌اباد غوښتنه کړې وه چې یا له طالبانو ملاتړ وکړئ یا له افغانستان سره ودریږئ.

  • پخوانی ولسمشر حامد کرزی:

د افغانستان د جمهوري دولت پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۰۷ کال د فېبروري په ۲۸مه په کابل کې وویل: “پاکستان باید انتخاب وکړي چې له چا سره دی؟”

همدا راز د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه له یوې خونړۍ پېښې وروسته کرزي وویل: “پاکستان دې د سولې لپاره طالبان پرېږدي، که نه افغانستان به د ګاونډي دوه‌ګوني پالیسۍ څخه د خلاصون لار ولټوي.”

همداراز له امریکا سره د امنیتي تړون د کړکېچ پر مهال حامد کرزي د ۲۰۱۳ کال د جون په ۱۶مه نېټه وویل: “پاکستان باید د افغانستان پر ضد د طالبانو ملاتړ پای ته ورسوي، ګني موږ به نړۍوالو ته شکایت وکړو.”

د ۲۰۱۴ کال د جنوري په ۲۶مه کرزي په لندن کې له نواز شریف سره په درې اړخیزه غونډه کې وویل: “پاکستان باید طالبان خبرو ته کینوي او تصمیم دې ونیسي چې رښتیا د سولې ملاتړی دی که نه؟”

100%
  • پخوانی ولسمشر ډاکتر اشرف غني:

د افغانستان د جمهوري دولت دویم او وروستي ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې په کابل کې وویل: “پاکستان باید پرېکړه وکړي چې د افغان دولت ملاتړی دی که د هغو وسله‌والو چې زموږ پر هېواد بریدونه کوي.”

هغه د ۲۰۱۵ م کال د می په ۹مه د پاکستان پارلمان ته په یوه وینا کې وویل: “موږ له پاکستانه د سولې په برخه کې عملي اقدامات غواړو… پاکستان باید د سولې او جګړې تر منځ انتخاب وکړي.”

د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې د کیو سي جي په لومړۍ غونډه کې یې بیا هم پر پاکستان غږ وکړ: “وخت راغلی چې پاکستان یو واضح انتخاب وکړي.”

د کابل پروسې په لومړۍ غونډه کې چې د ۲۰۱۷ کال د جون په میاشت کې کابل کې ترسره شوه پکې اشرف غني وویل:“په سیمه کې څوک چې زموږ ګاونډیان دي، انتخاب دې وکړي چې د افغانستان سره په دوستۍ ولاړ دي که د تاوتریخوالي له ملاتړو سره.”

دې ته ورته څرګندونې په ۲۰۱۸، ۲۰۱۹ او په ۲۰۲۱ کال کې هم شوې دي، خو هېڅ ډول نتیجه یې نه ده ورکړې.

دغه څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې افغان حکومت تل هڅه کړې چې پاکستان د یوه شفاف او ټاکلي انتخاب په وړاندې عملي اقدام وکړي خو په پایله کې یې هېڅ ډول عملي اقدام ونه شو.

که څه هم پاکستان ته د جمهوري دولت پر مهال ډېر روښانه انتخاب وړاندې شوی و، خو پاکستان د دې لپاره چې د جهادي او افراطي ډلو مالکیت له لاسه ورنه کړي د افغانستان له جمهوري دولت سره همکاري ونه کړه.

100%

د پاکستان تاریخي درد

د پاکستان لپاره نننۍ ستونزه له هغو وسله‌والو ډلو سره تړاو لري چې د افغان طالبانو د ملاتړ په موخه په خپله پاکستاني پوځ جوړې کړې وې.

دا ډلې اوس د ټي ټي پي په محور راټولې شوې دي، امکاناتو ته یې لاسرسی پېدا کړی، د جګړې لپاره یې یو اسلامي او قومي روایت ایجاد کړی او تر ډېره پورې بریالۍ دي.

اسلام اباد چې تازه یې په سیمه کې د وسله والو ډلو د مالکیت حس کم رنګی شوی، له هغه چا د مرستې غوښتونکی دی چې د دغو ډلو مالکیت یې تر لاسه کړی دی.

د پاکستان له لومړي وزیره نیولې، تر بهرنیو چارو وزیر او د پوځ لوی درستیز په وار - وار ویلي چې طالبان دې د ټي ټي پي ملاتړ بند کړي.

له وروستیو نظامي مداخلو، د ډېورنډ پر کرښې له جګړو سربېره د پاکستان لوی درستیز ویلي چې افغان طالبان یا باید جهادي ډلې انتخاب کړي او یا هم پاکستان.

د پاکستان لوی درستیز ځکه د ټي ټي پي پر ځای د جهادي ډلو کلیمه کاروي چې مساله له ټي ټي پي ډېره پورته ده. په حقیقت کې د پاکستان پوځ غواړي د جهادي او وسله والو ډلو مالکیت بېرته تر لاسه کړي تر څو له غربي او شرقي بلاک سره پرې معاملې وکړي، خو دا ځل اسلامي روایت او ملاتړ له ملا هبت الله او د هغه له پلویانو سره دی.

دا د پاکستان د ۴۸ کلن پلان د ماتېدو معنا لري، ځکه هغه ستراتیژیک نفوذ چې پاکستان د افراطي ډلو له لارې ساته، اوس طالبانو ته انتقال شوی دی.

که په لنډه یې ووایو، د پاکستان اصلي درد دا دی چې په تېرو ۴۸ کلونو کې یې د سیمه‌ییزو افراطي ډلو مالکیت په لاس کې و او دا مالکیت اوس طالبانو ته تللی. د دې بدلون له امله، پاکستان اړ شوی چې په خپلو استراتیژیکو پلانونو، د امنیتي فشارونو او ډیپلوماټیکو هڅو کې بدلون راولي.

مولوي عبدالکبیر: نړۍ دې زموږ د نظام په جوړښت کې لاسوهنه نه کوي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۷ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په پکتیا کې یوې غونډي ته د وینا پرمهال ویلي، که نړۍ له یادې ډلې سره د ښو اړیکو هیله لري، د طالباني نظام په جوړښت کې دې لاسوهنه نه کوي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په پکتیا کې د یوې غونډي پرمهال ویلي، چې که نړیوال د طالبانو سره د ښو اړیکو تمه لري او غواړي چې د طالبانو له لوري ورته ستونزه پېښه نه شي، نو نړیوال دې هم له طالبانو سره ګوزاره وکړي.

مولوي کبیر زیاته کړې:«که چیري نړیوال زموږ سره ګوزاره کول غواړي او نړیوال دا غواړي چې له افغانستان ستونزه جوړه نه وي، نو دوی به هم له موږ سره ګوزاره کوي. که له موږ نه ګوزاره غواړې، ته به هم ګوزاره کوي.»

نوموړي ویلي، چې د یادې ډلې د نظام په جوړښت کې د نه لاسوهنې او د افغانستان حریم ته د احترام لرلو په شرط له نړیوالو سره د ښو اړیکو غوښتونکي‌ دي.

مولوي کبیر زیاته کړې:«یو به زموږ په نظام کار نه لرئ، موږ ستاسو د خوشحاله کولو لپاره نه شو کولی، چې د قران شریف یو سېپاره کمه کړو. ته يي څوک؟ موږ نه شو کولای کفري نسخه په خپلو قوانینو کې ځای کړو. د افغانستان ټول حریم ته به احترام لري او یوه لوېشت ځمکه هم ګوره چې تیرۍ پرې ونه کړي.»

پر همدغه مهال نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې د نړۍ سیمې او په ځانګړي توګه ګاونډي هېوادونو ته به د افغانستان له خاورې هېڅ امنیتي ګواښ پېښ نه شي.

فوزیه کوفي: د طالبانو له ۲۶۰ فرمانونو څخه ۱۶۱ د ښځو ضد دي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۵۳ GMT+۰

د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې او د ښځو حقونو فعاله فوزیه کوفي په مادرید کې د افغان ښځو او فعالانو په غونډه کې ویلي، چې د طالبانو له خوا د ۲۶۰ صادر شویو فرمانونو څخه ۱۶۱ یې د ښځو پر ضد دي.

نوموړې ویلي، چې د افغان ښځو نور داسې کوم حق نه دی پاتې چې د بندیز لپاره یې فرمان صادر شي.

د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړي فوزیه کوفي ویلی، چې یاد فرمانونه په لیکلي بڼه او شفاهي ډول صادر شوي دي.

فوزیه کوفي زیاته کړه:«طالبان ښځو ته د خیرات ټولو اجازه ورکوي، خو ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې ډاکټرانې شي، ځکه ډاکټره کېدل ښځو ته وقار ورکوي.»

نوموړې ویلي، چې اوس په افغانستان کې له ښځو څخه د عزت او سولې سره د ژوند کولو بشري حقق اخېستل شوی دی.

فوزیه کوفي د امنیت په تړاو د طالبانو ادعا ته په اشاره وویل:«طالبانو وايي، چې دوی امنیت راویستی دی، ایا په هدیرو کې امنیت نه وي؟»

نوموړې د طالبانو له خوا د امنیت ټنګښت ادعا ردوي او زیاته یې کړه، چې همدا ډله په افغانستان کې د ناامنۍ او جګړو لامل وه.