فوزیه کوفي: د طالبانو له ۲۶۰ فرمانونو څخه ۱۶۱ د ښځو ضد دي

د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې او د ښځو حقونو فعاله فوزیه کوفي په مادرید کې د افغان ښځو او فعالانو په غونډه کې ویلي، چې د طالبانو له خوا د ۲۶۰ صادر شویو فرمانونو څخه ۱۶۱ یې د ښځو پر ضد دي.

د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړې او د ښځو حقونو فعاله فوزیه کوفي په مادرید کې د افغان ښځو او فعالانو په غونډه کې ویلي، چې د طالبانو له خوا د ۲۶۰ صادر شویو فرمانونو څخه ۱۶۱ یې د ښځو پر ضد دي.
نوموړې ویلي، چې د افغان ښځو نور داسې کوم حق نه دی پاتې چې د بندیز لپاره یې فرمان صادر شي.
د افغانستان د پارلمان پخوانۍ غړي فوزیه کوفي ویلی، چې یاد فرمانونه په لیکلي بڼه او شفاهي ډول صادر شوي دي.
فوزیه کوفي زیاته کړه:«طالبان ښځو ته د خیرات ټولو اجازه ورکوي، خو ښځو ته اجازه نه ورکوي، چې ډاکټرانې شي، ځکه ډاکټره کېدل ښځو ته وقار ورکوي.»
نوموړې ویلي، چې اوس په افغانستان کې له ښځو څخه د عزت او سولې سره د ژوند کولو بشري حقق اخېستل شوی دی.
فوزیه کوفي د امنیت په تړاو د طالبانو ادعا ته په اشاره وویل:«طالبانو وايي، چې دوی امنیت راویستی دی، ایا په هدیرو کې امنیت نه وي؟»
نوموړې د طالبانو له خوا د امنیت ټنګښت ادعا ردوي او زیاته یې کړه، چې همدا ډله په افغانستان کې د ناامنۍ او جګړو لامل وه.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنټ د مادرید په درېیمه غونډه کې د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه ویلي، چې د ښځو په وړاندې د طالبانو کړنې «د بشریت پر ضد جرمونه» دي او د طالبانو ادارې لپاره دې د «جنسیتي اپارتاید» اصطلاح وکارول شي.
بېنټ له طالبانو سره د اړیکو عادي کولو په اړه خبرداری ورکړی او وايي، چې د طالبانو د ادارې لپاره دې د «جنسیتي اپارتاید» اصطلاح وکارول شي.
نوموړي د یادې غونډې پرمهال ویلي، چې په افغانستان کې بشري حقونه په ډیر خراب وضعیت کې شتون لري.
بېنټ ټینګار وکړ، چې طالبانو د ښځو د خوندیتوب ټول قانوني او قضايي جوړښتونه له منځه وړي دياو ښځې په دغه ډول شرایطو کې سختې اغېزمنې شوې دي.
نوموړي پر هېوادونو غږ کړی، چې د طالبانو سره دې هر ډول تعامل د بشري حقونو او په ځانګړي توګه د ښځو حقونو ته په درناوي سره مشروط کړي.
بېنټ زیاته کړې:«د افغانستان موخه له لاسه نه ده وتلي او نه يي هم موږ باید له پامه و غورځوو. دا زموږ لپاره یوه ازموینه ده. طالبان باید مسول وګڼل شي او له دوی سره د اړیکو عادي کول له اخلاقي او ستراتیژیک پلوه غلط دي.»
ریچارډ بېنټ ټینګار وکړ، چې له طالبانو سره د اړیکو لپاره باید ځانکړي شرایط وټاکل شي او د دې شرایطو له پوره کولو پرته باید له دوی «طالبانو» سره هېڅ اړیکه ونه نیول شي.

د افغانستان بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد حنیف اتمر په یوه ځانګړې مرکه کې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تېر جمهوریت پرمهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د خوشې کولو لپاره یې لس ځله پاکستان ته سفر کړی و.
محمد حنیف اتمر وویل:« مونږ پاکستان ته ویل، چې طالبان په بنديخانو کې مه اچوئ د جکړې پرځای یې خبرو ته راولئ، د ملا برادر اخوند پسې به زه لس ځله پاکستان ته تللی یم، چې دا راخوشې کړئ چې مونږ د سولې خبرو لپاره ورسره کښېنو.»
اتمر وايي، پر پاکستان هغه اعتماد چې مونږ ولرو، هعه نه لرو او همدراز پاکستان ته وایو، چې کومې ستونزې چې لرۍ له طالبانو سره یې د خبرو له لارې حل کړه.
نوموړي پر طالبانو غږ وکړ، چې لومړی له خپلو افغانانو سره شته ستونزې حل کړئ او همدراز په نړیوالو غږ کوو، چې په افغانستان کې یوه سیاسي پروسه پیل کړي ځکه دا شته ستونزې یوازې په افغانستان کې نه پاتې کېږي او لا به زیاتې شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر له امریکه څخه غواړي چې د جګړې پرځای د سیاسي پروسې سره د افغانستان مسلې ته راوګرځي.
اتمر ددې پوښتنې په ځواب کې چې که طالبان خبرو ته حاضر نشي نو ستاسې راتلوونکی اقدام به څه وي، نوموړي وویل، چې زه نه غواړم د یوې بلې سختې سناریو خبره زما له خولې ووځي خو بیا هم ټینکار کوي، چې سیاسي پروسې ته راځو او پر طالبانو یې غږ وکړ، چې روانې ستونزې د خبرو له لارې حل کړی که دا کار ونه کړی نو وطن او خپله ډله به له یوې لوې ستونزې سره مخ کړی او هېواد به هغو ستونزو سره مخ شي، چې ددې خاورې دوښمنان یې غواړي.
محمد حنیف اتمر پر افغانستان د پاکستان بریدونه وغندل او زیاته یې کړه، چې دوی له افغانستان سره ولاړ دی خو دا یې په ډاکه کړه، چې دا دا معنا نه ورکوي چې دوی د طالبانو کړنې تایدوي.
اتمر په خپلو خبرو کې ټینکار وکړ، چې طالبانو د سیاسي پروسې ترڅنګ خپل ولس پر ځان راټول کړي او د هغوي حقونو او ازادۍ ته احترام وکړي.
ملا عبدالغني برادر د طالبانو د بنسټ ایښودونکي ملا عمر نږدې ملګری دی. هغه په ۲۰۱۰ کال کې د ای ایس ای لخوا ونیول شو او تر ۲۰۱۸ کال پورې په زندان کې پاتې شو.
برادر د امریکا د هڅو وروسته، په ځانګړې توګه د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په هڅو، له بند څخه خوشې شو او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر وټاکل شو.
هغه د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د سولې تړون لاسلیک کوونکی و. برادر د طالبانو د ریاست الوزرا لومړی اقتصادي مرستیال او د طالبانو په اداره کې یو اغیزمن شخصیت دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پخوانۍ کمېشنره، میشیل باچلیټ، د جمعې په ورځ په مادرید کې د افغان فعالانو او مېرمنو په یوه ځانګړې غونډه کې ویلي چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره د افغان ښځو او نجونو مبارزه نوره یوازې یوه کورنۍ مسله نه ده، بلکې یوه «نړیواله مبارزه»ګرځېدلې ده.
هغې په غونډه کې حاضرو افغان فعالانو او ښځو ته په خطاب کې وویل: «تاسو پدې مبارزه کې یوازې نه یاست. موږ به ستاسو د حقونو د دفاع لپاره له هر پلیټ فارم او هر فرصت څخه کار واخلو.»
په افغانستان کې د ښځو او نجونو ناوړه وضعیت ته په اشارې سره، میرمن باچلیټ وویل: «افغانستان به د خپل نفوس د نیمایي برخې د فعال ګډون پرته پرمختګ ونشي کولی.»
میشیل باچلیټ زیاته کړه چې افغان ښځې سمبولیک پیوستون ته اړتیا نلري؛ دوی عملي او جدي اقدام ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دې پخوانۍ کمیشنرې د خبرو په پای کې وویل چې د افغان ښځو د حقونو دفاع یو اخلاقي اړتیا او د عادلانه ټولنو د جوړولو لپاره یو بنسټیز شرط دی.

طالبان وايي چې په هلمند او نمیروز ولایتونو کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې د نویو امنیتي پوستو د جوړېدو چارې روانې کړې او نن د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو قومندان له دغه نویو جوړېدونکو پوستو څخه لیدنه کړې ده.
د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو نن جمعه، د لیندۍ ۲۱مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په اېکس خواله رسنۍ کې لیکلي، چې د یادې قول اردو قومندان محمد ايوب خالد په هلمند او نيمروز ولايتونو کي د فرضي کرښي له يوشمير پوستو څخه ليدنه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ایوب خالد د فرضي کرښي په اوږدو کي د شته طالب وسلوالو سره لیدلي او خبرې کړي او همداراز يي د نويو جوړيدونکو پوستو او ټوليو د کارونو له جريان څخه ليدنه او نظارت ترسره کړ.
دوی زیاتوي، چې فرضي کرښي په اوږدو کې یې د طالبانو وسلوالو ستونزي له نژدي واوريدلي او د شته ستونزو د حل په برخه کي د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او ترڅنګ يي د طالبانو د اکمال او تجهیز په برخه کی د لازمو اسانتياو د برابرولو ژمنه وکړه.
طالبانو په خبرپاڼه کې نویو امنیتي پوستو د جوړېدو د شمیر په اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه روان کړکېج سره هم مهاله طالبانو هڅې پیل کړي ترڅو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تازه امنیتي پوستې جوړه کړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ويلي، له افغانستان نه د ترهګرۍ نوی ګواښ راټوکېدلی او نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي چې په دې برخه کې خپل نړۍوال او امنیتي مسوولیتونه ادا کړي.
شهباز شریف نن جمعه (د لېندۍ ۲۱مه) د ترکمنستان په پلازمېنه عشقاباد کې د سولې نړۍوال کنفراس ته په وینا کې ټینګار کړی، چې د سیمې او نړۍ ټیکاو د ګډو هڅو غوښتنه کوي او د افغانستان اوسنی وضعیت د ټولو لپاره د اندېښنې وړ دی.
د سولې او باور په اړه نړۍواله ناسته د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۲۱مه) د ترکمنستان په پلازمېنه عشقاباد کې جوړه شوه. په دغه ناسته کې د روسیې، ترکیې، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان او نورو هېوادونو مشرانو ګډون کړی.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي. د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې هغه مهال ترینګلې شوې، چې پر کابل د پاکستان د هوايي بریدونو په غبرګون د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه نښتې وشوې.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ د دغه کړکېچ د حل لپاره تر دې دمه د قطر، ترکیې او سعودي عربستان هېوادونو منځګړیتوب کړی؛ خو د دواړو خواوو ترمنځ مذاکرات په وار، وار بېپایلې پای ته رسېدلي دي.