• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د جهادي ډلو پر مالکیت کړکېچ؛ ایا طالبانو له پاکستانه د جهادي ډلو مالکیت تر لاسه کړی؟

محبوب‌ شاه محبوب
محبوب‌ شاه محبوب

د افغانستان انټرنشنل - پښتو مشر ایډیټر

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ مرغومی ۱۴۰۴ - ۵ جنوری ۲۰۲۶، ۲۲:۴۷ GMT+۰

په تېرو ۴۸ کلونو کې پاکستان د سیمې د جهادي او افراطي ډلو په واک کې د پام وړ نقش لوبولی دی. له مجاهدینو نیولې تر لشکر طیبه، جیش محمد، جیش العدل، طالبانو او ټي ټي پي پورې یې دا ډلې د خپلې ستراتیژیکو ګټو لپاره وکارولې؛ خو اوس معادله بدله ښکاري، دا مالکیت طالبانو تر لاسه کړی دی.

د پاکستان پوځ په سیمه کې د افراطي او جهادي ډلو د مالک پوځ په توګه ګڼل کېده او غربي بلاک همېشه د پاکستان دغه نفوذ ته په کتلو له هغوی سره معامله کړې ده، چې له مخې یې لسګونه کاله د پوځ د تمویل او دولتي پروژو د بقا لپاره غربي مرستې تر لاسه شوې دي.

د هند، چین، ایران او منځنۍ اسیا لپاره ګڼې وسله والې او افراطي ډلې د پاکستاني پوځ تر نفوذ لاندې زرغونې شوې او د بقا تر حده رسېدلې دي.

په افغانستان کې د مجاهدینو ډلې او ملاتړ د دې سبب ګرځېدلی چې غربي بلاک وتوانیږي د شوروي اتحاد لاسونه په افغانستان کې لنډ کړي او دا چاره د پاکستان له همکارۍ ناشونې وه.

طالبان چې د ۱۹۹۶–۲۰۰۱ کلونو په لومړۍ واکمنۍ کې د پاکستان ستراتیژیکه وسیله ګڼل کېدل، د ناټو په ملاتړ د جمهوري دولت پر وړاندې جګړه کې یې هم د پاکستان غښتلی ملاتړ له ځانه سره لاره او دغه ملاتړ دې ته زمینه برابره کړه چې د افغانستان جګړه نېږدې شلو کلونو ته وغځیږي او په پایله کې یې جمهوري دولت سقوط وکړ.

مګر وروسته له هغې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل او ګڼو سُني وسله والو ډلو له ملا هبت الله څخه ملاتړ وکړ او هغه یې د امیر په توګه ومانه، دې چارې پاکستان د افراطي ډلو د مالک په توګه له نړۍوالې معادلې څخه یو څه څنګ ته کړی دی.

دا ډار هغه وخت لا پسې زیات شول چې طالبانو د عمران خان د واکمنۍ پر مهال د پاکستان له دولت سره ټي تي پي په کابل کې خبرو ته کېنوله.

مخکې له دې چې د پاکستان د افراطي او جهادي ډلو د مالکیت د لاسه ورکولو ډار ته تم شو، اړینه ده چې یو تاریخي شالید ته هم متوجې شو.

د کرزي او غني غوښتنې: “یا طالبان یا افغانستان”

د افغانستان د جمهوري دولت په دوره کې د پاکستان-طالبانو اړیکې تل د بحث او فشار په مرکز کې وې. د حامد کرزي او اشرف غني څرګندونې ښيي چې افغان حکومت په ښکاره توګه له اسلام‌اباد غوښتنه کړې وه چې یا له طالبانو ملاتړ وکړئ یا له افغانستان سره ودریږئ.

  • پخوانی ولسمشر حامد کرزی:

د افغانستان د جمهوري دولت پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۰۷ کال د فېبروري په ۲۸مه په کابل کې وویل: “پاکستان باید انتخاب وکړي چې له چا سره دی؟”

همدا راز د ۲۰۱۱ کال د سپټمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه له یوې خونړۍ پېښې وروسته کرزي وویل: “پاکستان دې د سولې لپاره طالبان پرېږدي، که نه افغانستان به د ګاونډي دوه‌ګوني پالیسۍ څخه د خلاصون لار ولټوي.”

همداراز له امریکا سره د امنیتي تړون د کړکېچ پر مهال حامد کرزي د ۲۰۱۳ کال د جون په ۱۶مه نېټه وویل: “پاکستان باید د افغانستان پر ضد د طالبانو ملاتړ پای ته ورسوي، ګني موږ به نړۍوالو ته شکایت وکړو.”

د ۲۰۱۴ کال د جنوري په ۲۶مه کرزي په لندن کې له نواز شریف سره په درې اړخیزه غونډه کې وویل: “پاکستان باید طالبان خبرو ته کینوي او تصمیم دې ونیسي چې رښتیا د سولې ملاتړی دی که نه؟”

100%
  • پخوانی ولسمشر ډاکتر اشرف غني:

د افغانستان د جمهوري دولت دویم او وروستي ولسمشر محمد اشرف غني د ۲۰۱۴ کال په نومبر کې په کابل کې وویل: “پاکستان باید پرېکړه وکړي چې د افغان دولت ملاتړی دی که د هغو وسله‌والو چې زموږ پر هېواد بریدونه کوي.”

هغه د ۲۰۱۵ م کال د می په ۹مه د پاکستان پارلمان ته په یوه وینا کې وویل: “موږ له پاکستانه د سولې په برخه کې عملي اقدامات غواړو… پاکستان باید د سولې او جګړې تر منځ انتخاب وکړي.”

د ۲۰۱۶ کال په جنوري میاشت کې د کیو سي جي په لومړۍ غونډه کې یې بیا هم پر پاکستان غږ وکړ: “وخت راغلی چې پاکستان یو واضح انتخاب وکړي.”

د کابل پروسې په لومړۍ غونډه کې چې د ۲۰۱۷ کال د جون په میاشت کې کابل کې ترسره شوه پکې اشرف غني وویل:“په سیمه کې څوک چې زموږ ګاونډیان دي، انتخاب دې وکړي چې د افغانستان سره په دوستۍ ولاړ دي که د تاوتریخوالي له ملاتړو سره.”

دې ته ورته څرګندونې په ۲۰۱۸، ۲۰۱۹ او په ۲۰۲۱ کال کې هم شوې دي، خو هېڅ ډول نتیجه یې نه ده ورکړې.

دغه څرګندونې د دې ښکارندويي کوي چې افغان حکومت تل هڅه کړې چې پاکستان د یوه شفاف او ټاکلي انتخاب په وړاندې عملي اقدام وکړي خو په پایله کې یې هېڅ ډول عملي اقدام ونه شو.

که څه هم پاکستان ته د جمهوري دولت پر مهال ډېر روښانه انتخاب وړاندې شوی و، خو پاکستان د دې لپاره چې د جهادي او افراطي ډلو مالکیت له لاسه ورنه کړي د افغانستان له جمهوري دولت سره همکاري ونه کړه.

100%

د پاکستان تاریخي درد

د پاکستان لپاره نننۍ ستونزه له هغو وسله‌والو ډلو سره تړاو لري چې د افغان طالبانو د ملاتړ په موخه په خپله پاکستاني پوځ جوړې کړې وې.

دا ډلې اوس د ټي ټي پي په محور راټولې شوې دي، امکاناتو ته یې لاسرسی پېدا کړی، د جګړې لپاره یې یو اسلامي او قومي روایت ایجاد کړی او تر ډېره پورې بریالۍ دي.

اسلام اباد چې تازه یې په سیمه کې د وسله والو ډلو د مالکیت حس کم رنګی شوی، له هغه چا د مرستې غوښتونکی دی چې د دغو ډلو مالکیت یې تر لاسه کړی دی.

د پاکستان له لومړي وزیره نیولې، تر بهرنیو چارو وزیر او د پوځ لوی درستیز په وار - وار ویلي چې طالبان دې د ټي ټي پي ملاتړ بند کړي.

له وروستیو نظامي مداخلو، د ډېورنډ پر کرښې له جګړو سربېره د پاکستان لوی درستیز ویلي چې افغان طالبان یا باید جهادي ډلې انتخاب کړي او یا هم پاکستان.

د پاکستان لوی درستیز ځکه د ټي ټي پي پر ځای د جهادي ډلو کلیمه کاروي چې مساله له ټي ټي پي ډېره پورته ده. په حقیقت کې د پاکستان پوځ غواړي د جهادي او وسله والو ډلو مالکیت بېرته تر لاسه کړي تر څو له غربي او شرقي بلاک سره پرې معاملې وکړي، خو دا ځل اسلامي روایت او ملاتړ له ملا هبت الله او د هغه له پلویانو سره دی.

دا د پاکستان د ۴۸ کلن پلان د ماتېدو معنا لري، ځکه هغه ستراتیژیک نفوذ چې پاکستان د افراطي ډلو له لارې ساته، اوس طالبانو ته انتقال شوی دی.

که په لنډه یې ووایو، د پاکستان اصلي درد دا دی چې په تېرو ۴۸ کلونو کې یې د سیمه‌ییزو افراطي ډلو مالکیت په لاس کې و او دا مالکیت اوس طالبانو ته تللی. د دې بدلون له امله، پاکستان اړ شوی چې په خپلو استراتیژیکو پلانونو، د امنیتي فشارونو او ډیپلوماټیکو هڅو کې بدلون راولي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

محمد صادق وایي له چیني استازي سره د افغانستان د امنیت په اړه غږېدلی

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوی شیاویونګ سره یې په اسلام‌اباد کې د سیمې پر امنیتي وضعیت او د افغانستان له خاورې د راولاړېدونکو ګواښونو په اړه خبرې کړې دي.

محمد صادق د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۰مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې یې له شیاویونګ سره د هغو ترهګرو ډلو په اړه بحث کړی چې ګواکې په افغانستان کې فعالیت کوي او د سیمې پر امنیت منفي اغېز لري. د ده په وینا، د دغو ډلو موجودیت او فعالیتونه د پاکستان، چین او ټولې سیمې لپاره ګډې امنیتي اندېښنې رامنځته کړي دي.

د صادق په وینا، د سفیر یوی شیاویونګ وروستی سفر د پاکستان او چین د منظمو سلا مشورو برخه ده، چې موخه یې د ترهګرۍ ضد همکاریو پیاوړي کول او د سیمه‌ییز ثبات لپاره د ګډو ګامونو پورته کول دي.

صادق ټینګار کړی، چې اسلام‌اباد او بېجېنګ دواړه د ترهګرۍ پر ضد ګډ دریځ لري او د سیمې امنیت د ګډو هڅو له لارې خوندي کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې یوځل بیا ادعا وکړه، چې افغانستان د ترهګرو پر امن پټنځای بدل شوی او د افغانستان له خاورې فعالیت کوونکي ترهګر د پاکستان د ملي امنیت لپاره ګواښ دي.

نوموړي ادعا کړې، چې داعش، القاعده، ټي‌ټي پي، پي‌ټي‌ای‌اېن او بلوڅ وسله‌والې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه او لسګونه ترهګریز کمپونه لري او یادې ډلې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي.

د پاکستان استازي وویل، که د طالبانو حکومت د افغانستان له خاورې په پاکستان کې د بریدونو مخه ونه‌نیسي، نو هېواد به یې د خپلو اتباعو او حاکمیت د ساتنې لپاره ټول اړین دفاعي ګامونه ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان په وار وار ویلي، په پاکستان کې امنیتي ستونزې دوی پورې هېڅ تړاو نه‌لري او ډاډ یې ورکړی، هېڅ ډلې ته به د دې اجازه ورنه‌کړي چې افغان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

سراج‌الحق: د طالبانو د علماو پرېکړه د پاکستان او افغانستان اړیکو لپاره ښه پرمختګ دی

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۵ GMT+۰

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج‌الحق ویلي چې د طالبانو د علماو له لوري هغه فتوا چې له مخې یې افغان خاوره د هېڅ بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي، د دواړو هېوادونو لپاره یو «مثبت او هیله‌منوونکی» پرمختګ دی.

نوموړي پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي چې دا موقف باید وستایل شي، ځکه په وینا یې، دا ډول پرېکړې په سیمه کې د باور جوړونې، سولې او متقابل همکارۍ د پیاوړتیا لامل ګرځي.

سراج‌الحق ټینګار کړی چې د طالب علماو دا اقدام کولای شي د پاکستان او افغانستان اړیکې لا ښې، او د شخړو پر ځای پر تفاهم، ثبات او ګډو همکاریو تمرکز زیات کړي.

د یادولو وړ ده چې پرون په کابل کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په لارښوونه طالب دیني عالمانو په یو پرېکړه لیک کې فتوا ورکړه، چې ملا هبت الله هېچا ته له افغانستان څخه بهر د نظامي فعالیت اجازه نه ده ورکړې او که څوک تخلف وکړي طالبان به یې مخنیوی کوي.

په پرېکړه لیک کې راغلي دي چې طالبان به هېڅ ډلې ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

روسي ډیپلوماټ: مسکو د پاکستان او طالبانو د اړیکو د خرابېدو په اړه اندېښمن دی

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۰ GMT+۰

په پاکستان کې د روسیې سفیر البرټ خورف وایي چې مسکو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښمن دي. دغه روسي ډیپلومات زیاتوي، مسکو هیله لري چې پاکستان او طالبان به خپل اختلافات په ډیپلوماټیک ډول حل کړي.

هغه په ​​اسلام اباد کې د روسیې په سفارت کې په یوه خبري غونډهکې وویل: «موږ هیله لرو چې دواړه خواوې به وکولی شي دا وضعیت په ډیپلوماټیک ډول حل کړي.»

په پاکستان کې د روسیې د ډیپلوماټیک ماموریت مشر زیاته کړه چې مسکو چمتو دی چې له اسلام اباد او طالبانوسره د ترهګرۍ ضد همکارۍ زیاتې کړي.

ښاغلي خورف ټینګار وکړ: «ترهګري یوه ګډه ستونزه ده، او د دې ګواښ پر وړاندې مبارزه د پاکستان او افغانستان، روسیې او نورې نړۍ په ګټه ده.»

د ۲۰۲۵کال په اکتوبر کې، د پاکستان او طالبانو ترمنځ په ډیورنډ کرښهوسله والې نښتې وشوې، چې د طالبانو د واک ته رسیدو راهیسې تر ټولو خونړۍ وې.

په اسلام آباد کې د روسیې سفیر مخکې اعلان کړی و چې د هغه هیواد د طالبانو او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی. البرټ خورف د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره وویل چې هیواد یې په جنوبي آسیا کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د هڅو ملاتړ کوي.

اصف دراني: په کابل کې د دیني عالمانو پرونۍ پرېکړې د سیمې لپاره مهم بدلون دی

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۲ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی، په کابل کې د دیني عالمانو پرونۍ غونډې ته په اشارې سره وایي چې افغان دیني عالمانو ډیرې مهمې پرېکړې کړي چې د افغانستان او سیمې په اوسني سیاسي او امنیتي وضعیت کې «ډیر مهم بدلون» بلل کیدای شي.

دراني لیکلي، د غونډې ګډونوالو په یوه خوله افغانانو ته سپارښتنه کړې چې د «جهاد»تر عنوان لاندې دې نورو هېوادونو ته د جګړې لپاره نه ځي. په پرېکړه لیک کې دا هم ټینګار شوی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ بل هېواد پر ضد نه کارول کېږي او سرغړونه د منلو وړ نه ده.

اصف دراني ویلي، دا پرېکړه لیک د افغان دیني عالمانو «ګډ فکر او مسوولیت» منعکس کوي او ښکاري چې موخه یې له پاکستان سره د اړیکو د ښه کېدو پیغام ورکول دي.

هغه هیله څرګنده کړې چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشرتابه چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده سره بیعت لري، د افغان عالمانو دغه پرېکړه ومني او وسلې به کېږدي.

دراني ټینګار کړی چې د پرېکړه لیک هرکلی باید د پاکستان له لوري وشي او له طالبانو سره د خبرو اترو لړۍ بېرته پیل شي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ کم او سیمه ییز امنیت ته لاره هواره شي.

د خلیل حقاني ترور؛ د ټي ټي پي په مرسته د ۳۵۰ پاکستاني پوځیانو په بدل کې خوشې شوی طالب

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۵۵ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب

د ۲۰۰۷ کال اګسټ یوې پاکستانۍ چورلکې شاوخوا ۲۷بندیان دیره اسماعیل خان ته ولېږدول او وروسته واڼه ته وخوځېده، چې یو تن پکې خلیل حقاني و. حقاني تېر کال همدا ورځ په خپل وزارت کې د دا.عـ.ـش ډلې یوه ځانمرګي بریدګر وواژه، خود پېښې مبهم اړخونه له یو کال تېرېدو وروسته لاهم روښانه نه دي.

د ۲۰۰۷ کال اګسټ میاشت د خلیل حقاني لپاره ټاکونکې ورځ وه، ځکه هغه د ټي ټي پي د یوې سترې یرغمل نیونې او تبادلې په پایله کې خوشې شو او بېرته د جګړې ډګر ته را وګرځېد.

د اسیرو پوځیانو او بندیانو د تبادلې په تړاو د پاکستان د ملي شورا پخواني غړي مولانا معراج الدین مسید په مشرۍ د مسیدو قبیلې د ۲۱ کسیزې جرګې د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته د ټي ټي پي مشر بیت الله مسید د افغان او پاکستاني طالبانو د نه خوشې کولو په غبرګون کې درې تنه اسیر پوځیان ووژل او مړي یې د واڼه-جنډوله پر سړک وغورځول. مسید خبرداری ورکړ، چې «که بندیان را خوشې نه کړئ، موږ به هره ورځ دغسې ډالۍ در کوو ».

د ټي ټي پي یوه مهمه غوښتنه د خلیل حقاني او د حقاني شبکې د نورو غړو خوشې کول وو.

د پوځیانو له وژل کېدو وروسته حکومت خبرو اترو ته تیاری وښود. د پوځ او طالبانو ترمنځ خبرې اترې د مسیدو طالبانو د اقتصادي چارو د مسوول مولوي معاویه وزیرګي په مشرۍ د سویلي وزیرستان په ډیله کې وشوې. ددې معاملې په ترڅ کې پوځ د وزیرستان یو شمېر قومي مشران،د حاجي خلیل الرحمن حقاني په ګډون ۴۳ طالبان، ډاکټر نصیرالدین حقاني، امیرخان حقاني، د اخترمحمد عثماني دوه وروڼه او مالي خان ځدراڼ خوشې کړل.

د ۲۰ طالبانو په لاس په سویلي وزیرستان کې د ۳۵۰ پاکستاني پوځیانو ډراماتیکې نیول کېدا او د خوشې کېدو په بدل کې د حقانیانو د یوې سترې ډلې خوشې کېدو، په خلکو کې دا شکونه پیاوړي کړل، چې دغه پېښه د حقاني شبکې د نیول شویو جګپوړو مشرانو د خلاصون یو دوه اړخیز پلان شوی عمل و.

په دې کلونو کې د امریکايي ځواکونو په لاس د هغه او د حقاني شبکې د نورو غړو د نیول کېدو او بګرام او ګوانتانامو ته د انتقال خطر و.

خلیل الرحمان حقاني چې تېر کال د ډسمبر په ۱۱مه د داعش یوه ځانمرګي بریدګر د کډوالو چارو وزارت په دننه کې وواژه، په۲۰۰۳ زیږديز کال کې پاکستاني ځواکونو نیولی او زندان ته اچولی و. خلیل حقاني د پېښور په بورډ، یونیورسټي ټاون، حیات اباد، کوهاټ روډ او څمکنیو کې د حقاني شبکې له مېلمستونونو په افغانستان کې د افغان او امریکايي ځواکونو خلاف جګړې جبهې رهبري کولې او د حاجي لالا په نامه د پېښور ډلې مشري یې پر غاړه درلوده.هغه د افغان جهاد له کلونو راهیسې د پاکستان له څارګرو ادارو او ددغه هېواد له سیاسي مذهبي او وسله والو جنګیالیو ډلو سره نږدې اړیکې درلودې.

خلیل الرحمان حقاني د حقاني شبکې د بنسټګر مولوي جلال الدین حقاني ورور او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره و، چې د دې ډلې په مهمو کسانو کې شمېرل کېده. د حقاني شبکې دا سپین ږیری غړی ډېری وخت په جرګو مرکو او د قومونو او قبایلو د همغږۍ په چارو کې بوخت و.

خلیل الرحمن حقاني د مجاهدینو د جګړو پرمهال له خپل وراره سره
100%
خلیل الرحمن حقاني د مجاهدینو د جګړو پرمهال له خپل وراره سره

هغه دغه راز د حقاني شبکې د نفوذ په ډیرولو کې ټاکونکی رول درلود.

د ۲۰۱۱ کال په فېبروري کې د امریکا خزانې وزارت نوموړی په خپل تور نوملړ کې شامل کړ او پر سر یې پنځه میلیونه ډالره جایزه وټاکله.

د همدغه کال د فېبروري پرنهمه ملګرو ملتونو د ۱۹۰۴ (۲۰۰۹) پرېکړه لیک د دویم پراګراف پر اساس، خلیل حقاني له القاعدې او اسامه بن لادن سره د نږدې اړیکو په لرلو تورن کړ او د خپلو بندیزونو په نوملړ کې یې شامل کړ. هغه په دې تورن و، چې له شاهيکوټ او پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو نه یې وزیرستان ته د القاعدې او نورو بهرنیو جنګیالیو د کورنیو او غړو په انتقال کې ټاکونکی رول درلود.

د طالبانو په جوړښت کې د خلیل حقاني ځایګی

خلیل‌الرحمان حقاني د طالبانو په دویمه واکمنۍ کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر په توګه ددې ډلې خورا فعال وزیر پېژندل کېده. د دې وزارت تر ټولو ستره دنده د هغو میلیونونو افغانانو بېرته راوستل وو چې له کلونو جګړو وروسته په ایران او پاکستان کې له اخراج سره مخ وو. د طالبانو د سرچینو په وینا، نوموړي د خپل وزارت پرمهال د نږدې ۱،۵ میلیونه افغان کډوالو د جبري ایستلو او بېرته ستنولو پروسه مدیریت کړه، چې د طالبانو لپاره له ستر سیاسي امتیازه برخمن ماموریت و.

خلیل حقاني د طالبانو د کابینې د وزیر تر څنګ، د حقاني شبکې د نفوذ په پراخولو کې کلیدي رول درلود. هغه د سراج‌الدین حقاني «ښی لاس» بلل کېده، ځکه د ده اړیکې له قومي مشرانو، قبایلي جوړښتونو او د طالبانو له سخت دریځه کړیو سره ډېرې نږدې وې. نوموړي په خوست، پکتیا او پکتیکا کې د جرګو او منځګړتوبونو له لارې د طالبانو لپاره د ملاتړ فضا رامنځته کړه، چې دا د طالبانو د واکمنۍ د ټینګښت لپاره حیاتي رول درلود. دده د وزارت پرمهال د افغانستان له جنوبي ولایتونو نه د افغانستان شمالي ولایتونو ته د قومي مشرانو پلاوي لاړل، چې د قومونو او قبیلو ترمنځ اړیکې ټینګې کړي او د طالبانو په اداره کې د حقاني شبکې د مذهبي نفوذ تشه د قومي نفوذ له لارې ډکه کړي.

۷۱ کلن حاجي اعتبار چې د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال یې له خلیل حقاني سره یو ځای د وخت د حکومت پر وړاندې جګړه کړې، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، چې د ډاکتر نجیب د واکمنۍ پر مهال د خوست په سقوط کې خلیل حقاني مهمه ونډه لرله. هغه د مولوي جلال الدین حقاني لپاره هم د ښي لاس حیثیت درلود او کله چې حقاني شبکې په جګړو کې ګڼ ټانکونه ونیول،د خلیل حقاني په مشرۍ یې د یوه زغره وال کنډک بنسټ کېښود.

خلیل الرحمن حقاني د حقاني شبکې په لیکو کې د بانفوذه کس په توګه پېژندل کېده
100%
خلیل الرحمن حقاني د حقاني شبکې په لیکو کې د بانفوذه کس په توګه پېژندل کېده

د حقاني شبکې د نفوذ پراخول، د طالبانو له مرکزي رهبري سره اړیکې ساتل او د قومي جوړښتونو له لارې د طالبانو لپاره د مشروعیت رامنځته کول، هغه کارونه وو چې خلیل حقاني پکې خورا فعال و.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز یو غړي د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل چې د طالبانو د لومړي رژیم له نسکورېدو وروسته، خلیل حقاني په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې د مرکزونو د ساتنې او پراختیا لپاره کار کاوه. هغه د بهرنیو جنګیالیو د انتقال او ځای پر ځای کولو پروسه اداره کوله، چې د القاعدې او نورو نړۍوالو جهادي شبکو لپاره یې حیاتي ارزښت درلود.

نوموړي وویل: « زما یاد شي، د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې خلیل حقاني له اسامه بن لادن، الحسامي او یو شمېر نورو د القاعده غړو سره ډېرې نېږدې اړیکې لرلې او دی یې یو له اعتمادي اشخاصو و».

د حقاني شبکې د اکمالاتي لارو خوندي کول، د وسلو او تجهیزاتو برابرول او د مالي سرچینو مدیریت هغه کارونه وو چې خلیل حقاني پکې ټاکونکی رول درلود، ځکه دده تمرکز ډېری د پاکستان پر ښاري سیمو و اواړیکو او فعالیتونو شبکه یې پراخه وه.

د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز غړی زیاتوي: « په پاکستان کې له قومونو او قبایلو سره د هغه اړیکې د تېر جهاد له دور سره تړلې وې. په کورمه ایجنسۍ کې یې له سني قبیلو سره نږدې اړیکې وې، خو په ورته مهال یې له پاکستاني ادارو سره هم رغندې اړیکې درلودې. د کورمې تړون، چې د مذهبي شخړو د پای ته رسولو لپاره وشو، د حقاني شبکې لپاره ستراتیژیک ځایونه خوندي کړل او دا ټول د خلیل حقاني د منځګړتوب او نفوذ پایله وه».

د کورمې تړون او مذهبي شخړې

خلیل حقاني او ابراهیم حقاني د خیبر پښتونخوا په کورمه کې د فرقه يي شخړو د اواري په تړاو د ۲۰۰۸ کال په معاهده کې ټاکونکی رول درلود. د دې معاهدې له مخې، په کورمه کې مذهبي شخړې د لنډ مهال لپاره پای ته ورسېدې او حقاني شبکې ته یې د دې زمینه برابره کړه چې د کورمې په ستراتیژیکو سیمو کې ځای پرځای شي.

د خلیل حقاني په تړاو د افغانستان انټرنشنل – پښتو د یو راپور له مخې، په تړون کې د پاکستان د پوځ او ابراهیم حقاني او خلیل حقاني رول مهم و او دوی دلته په خلکو کې نفوذ هم وکړ.شیعه ګانو او سنیانو ۴۰ میلیونه روپۍ ښوینی کېښود او ځینې نور شرطونه او قیودات هم وضع شول.

حقانیانو سني قبیلې له جګړې را وګرځولې او په بدل کې یې د شیعه ګانو له سیمې افغانستان ته د تګ راتګ او اکمالاتو لار ومونده.

د ۲۰۱۰ کال د د ډسمبر په لومړۍ اونۍ کې د خلیل حقاني په ګډون د ټي ټي پي د یو شمېر قوماندانانو، قومي مشرانو او ځايي پاکستاني چارواکو تر منځ د انسجام یوه بله درې ورځنۍ جرګه وشوه، چې په دې جرګې کې هم خلیل حقاني ټاکوونکی رول لاره.

د دغې جرګې په اساس، په جمرود، سره کمر، تخته بېک او غونډي کې مېشتو اپریدیو قومي مشرانو له خلیل حقاني سره د همکارۍ ژمنه وکړه، چې د دوی پر وړاندې به اکمالاتي لارې نه بندوي.

دغې جرګې حقاني شبکې او طالبانو ته د دې زمینه برابره کړه، چې له ځايي مدرسو په خپله ګټه یو شمېر ځوانان منسجم کړي او له بلې خوا له موجوده اکمالاتي لارو په ډاډه زړه ګټه واخلي.

د جمرود جرګې یوه بله ګټه د ټي ټي پي د غړو جلب و جذب و، چې د اپریدیو، اورکزیو او تیراه والو له مدرسو څخه ځینې ځوانان د ټي ټي پي لیکو ته جذب شول، چې د حقاني شبکې په ملاتړ یې په افغانستان کې بریدونه او عملیات کول.

مولانا فضل رحمن د کابل په سفر کې د طالبانو د هغه وخت د کډوالو چارو له وزیر سره
100%
مولانا فضل رحمن د کابل په سفر کې د طالبانو د هغه وخت د کډوالو چارو له وزیر سره

په ټولنیزو او سیاسي اړیکو کې مخکښي

د ۲۰۲۱ کال په اګست کېچې طالبان کابل ته ننوتل او د جمهوریت نظام سقوط ته نږدې شوی و، نوموړی د طالبانو له هغو استازو څخه و چې د جمهوري دولت له لوړپوړو چارواکو او سیاسي مشرانو سره یې مستقیمې خبرې وکړې. د دغو خبرو هدف د طالبانو د سرچینو په وینا، د جګړې د پراخېدو مخنیوی، د کابل د سقوط پر مهال د وینې تویېدو کمول او د واک د انتقال لپاره د یوې نرمې لارې موندل وو.

راپورونه ښيي چې خلیل حقاني د ارګ په ځینو غونډو کې حاضر شوی او له نفوذ لرونکو شخصیتونو سره یې لیدنې کړې وې؛ د حامد کرزي او ډاکتر عبدالله عبدالله په ګډون یې پخواني ولسمشر اشرف غني ته هم پیغامونه استولي وو.

هغه په خپلې وروستۍ مرکې کې ویلي و، چې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ورسره ژمنه کړې وه چې که طالبان افغانستان ونیسي دی به ورسره همکاري کوي. هغه د طالبانو پخوانی مخالف احمدشاه مسعود په ښه نوم یاد کړ او تیاری یې وښود، چې له احمد مسعود سره خپله وویني.

حقاني هڅه کوله چې د طالبانو پر وړاندې د احتمالي مقاومت د راټوکېدو مخه ونیسي.

خو له دې ټولو سره سره، هغه د طالبانو د مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د سیاستونو منتقد و او له وژل کېدو وړاندې یې په کندهار کې د طالبانو د مشر پالیسۍ نقد کړې وې. له همدې امله ځینې شنونکي د هغه وژنه د طالبانو د د داخلي اختلافاتو پایله ګڼي.

د طالبانو د دویمې واکمنۍ له ټینګېدو وروسته د داعش په لاس د خلیل حقاني وژل کېدو دې ډلې ته ستره ضربه ورکړه، ځکه طالبان په افغانستان کې د داعش له حضور نه انکار کوي او وايي، دغه ډله یې له منځه وړې ده.

سره له دې، چې د حقاني په وژل کېدو یو کال تېریږي، خو تر اوسه د طالبانو اداره په دې نه ده بریالۍ شوې، چې د نوموړي د وژل کېدو په اړه خپلې څیړنې ډاګیزې او د برید ترشا عوامل په ګوته کړي. د هغه د وژل کېدو په پېښه کې ستر ابهام د وزارت منځ ته د ځانمرګي بریدګر رسېدل او د سکنر له کاره لوېدل وو. طالبانو په رسمي ډول دا پېښه د داعش ډلې کار بللی او داعش هم ددې وژنې مسوولیت پرغاړه اخېستی و.