د هسپانیې حکومت به طالبان په رسمیت ونه پېژني

د هسپانیې د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل البارس له افغان فعالینو سره په ناسته کې وویل چې هېواد به یې طالبان په رسمیت ونه پېژني. ښاغلي البارس ټینګار وکړ چې د طالبانو رژیم مشروع نه دی.