• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا د اوکراین د سولې خبرو لپاره ځانګړی استازی برلین ته استوي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۴ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۹ GMT+۰

د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکاف او جیراد کوشنر به راتلونکې اونۍ کې په برلین کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي او د اروپایي مشرانو سره وویني. رویټرز اژانس وایي، د امریکا هڅې ښيي چې د سولې د پلان د پاتې شونو اختلافات ژر حل کړي.

ویټکاف به د فرانسې، بریتانیې او جرمني له خپلو سیالانو سره هم کتنې وکړي.

د راپور له مخې، د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون، د برېټانیا لومړی وزیر کېیر سټارمر او د جرمني صدراعظم فریدریش میرڅ هم په غونډه کې کډون کوي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

د افغان اېواک مشر: له ترهګرو سره د ۲زرو افغانانو د اړیکو په تړاو د امریکا ادعا بې بنسټه ده

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۴ GMT+۰
100%

د افغان اېواک بنسټ مشر شان وانډېور د امریکا د ملي استخباراتو د مشرې تولسي ګبارډ هغه ادعا په کلکه رد کړې چې ګواکې دې هېواد کې ۲زره افغانان ترهګرو سره اړیکې لري. نوموړي دا څرګندونې «بې‌اساسه او دروغجنې» بللي او له امریکايي چارواکو یې د کره شواهدو او نومونو د وړاندې کولو غوښتنه کړې.

شان وانډېور پر اېکس پاڼه یوه توند غبرګون کې ویلي، که دا ادعا رښتیا وي، نو حکومت ولې د نږدې یو کال راهیسې دغو کسانو ته د پاتې کېدو اجازه ورکړې ده. نوموړي لیکلي:«دا بې‌معنا خبره ده، که رښتیا وي، ثبوت دې وړاندې شي، نومونه دې واخیستل شي او شواهد دې ښکاره کړل شي».


وانډېور ټینګار کړی چې دا ډول څرګندونې ښايي د کورني امنیتي سیستم د کمزورتیاوو د پټولو لپاره مطرح کېږي. د هغه په وینا، «احتمال شته چې دا یوه دروغجنه ادعا وي، څو دا پټه کړي چې څنګه د امریکا کورنی امنیتي جوړښت ویجاړ شوی دی».

د افغان اېواک مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د افغان کډوالو د امنیتي څېړنو موضوع په وروستیو کې د امریکا په سیاسي بحثونو کې تاوده بحثونه پارولي او د افغان پناه غوښتونکو راتلونکی یې له جدي پوښتنو سره مخ کړی دی.

هم‌مهاله ټرمپ د افغانستان په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو پر وګړو ویزې بندې کړي او همدا راز یې د کډوالۍ هر ډول پروګرامونه هم تړلي دي. دا اقدام وروسته له هغې وشو چې څو اونۍ وړاندې د رحمان الله لکڼوال په نوم یو افغان په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر عسکرو ډزې وکړې.

په تاجکستان کې د افغانستان سفارت د ولسي محکمې پرېکړه وستایله

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۶ GMT+۰
100%

په تاجکستان کې د افغانستان د افغان ښځو ولسي محکمې له دوو میاشتو ارزونې وروسته د طالبانو له‌خوا له ښځو سره چلند د بشریت ضد جنایت بللو هرکلی کړی. ټینګار یې کړی چې د دین په نوم تاوتریخوالی، تبعیض او محرومیت د اسلامي، انساني او حقوقي معیارونو سره هېڅ ډول سمون نه لري.

تاجکستان کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاده ولسي محکمه د معتبرو بشري حقونو بنسټونو د څېړنو پر بنسټ دې پایلې ته رسېدلې چې طالبان د ښځو د سیسټماټیک ځپلو او د هغوی د اساسي حقونو د نقض اصلي مسوولین دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د دین ناوړه استفاده د دې لپاره چې تاوتریخوالی، تبعیض او له بنسټیزو حقونو محرومیت توجیه شي، «له هېڅ اسلامي، انساني او حقوقي اصل سره سمون نه لري».

په خبرپاڼه کې راغلي:«تر هغه چې طالبان په خپلو باورونو او کړنو کې د واقعي اسلام، د انساني کرامت د درناوي او د ښځو د حقونو د رعایت پر لور بدلون رانه ولي، له دې ډلې سره هر ډول تعامل او همغږي، د افغانستان د ښځو او خلکو پر وړاندې ښکاره خیانت دی».
د افغانستان سفارت همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږي او اجازه ورنه کړي چې دا هېواد یو ځل بیا د افراطیت، تاوتریخوالي او د سترو قدرتونو د سیالیو قرباني شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ له بیا ټینګېدو وروسته، پر افغان ښځو پراخ محدودیتونه لګېدلي او د هغوی د تعلیم، کار او ټولنیز حضور حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې شوي دي.

د ټرمپ د اوربند له ادعا وروسته هم د تایلنډ او کمبوډیا ترمنځ جګړه روانه ده

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۸ GMT+۰
100%

کمبوډیا ویلي چې د شنبې په سهار، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغې ادعا څو ساعته وروسته چې ګواکې هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند کړی، د تایلنډ ځواکونو د جنګي الوتکو په ګډون د دواړو هېوادونو د لانجمنې پولې په اوږدو کې پر یو شمېر هدفونو بریدونه روان ساتلي دي.

د کمبوډیا د اطلاعاتو وزارت په وینا: «د تایلنډ ځواکونو تر اوسه بمبار نه دی درولی او لا هم بریدونه روان دي».

بل لور ته، د تایلنډ پوځ پر کمبوډیا تور پورې کړی چې د ملکي سیمو په نښه کولو او د ځمکنیو ماینونو په ښخولو سره یې په پرله‌پسې ډول د نړیوالو قوانینو سرغړونه کړې ده.

ټرمپ ویلي وو چې تایلنډ او کمبوډیا د جمعې له ورځې راهیسې د «هر ډول بریدونو بندولو» پر سر هوکړه کړې ده. نوموړي دا خبره د جمعې په شپه د تایلنډ له لومړي وزیر انوتین چارنویراکول او د کمبوډیا له لومړي وزیر هون مانیټ سره تر ټیلیفوني خبرو وروسته کړې وه.

خو د دواړو هېوادونو مشرانو له دغو خبرو وروسته په خپلو بیانونو کې د کومې هوکړې یادونه ونه کړه او انوتین وویل چې هېڅ اوربند نشته.

د ماشومانو ذهني روغتیا د ساتنې لپاره ډنمارک په خواله رسنیو د بندیز لپاره چمتووالی نیسي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۰ GMT+۰
100%

اسټرالیا کې پر ټولنیزو رسنیو تر بندیز وروسته، ډنمارک هم د ۱۵کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د خواله رسنیو د کارولو د محدودولو پلان چمتو کړی۔ د ډنمارک د چارواکو په وینا، د وړاندیز شویو اصلاحاتو له مخې به د ۱۵کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د خواله رسنیو پلیټفارمونو ته لاسرسی کم شي.

خو په ځینو ځانګړو مواردو کې به د والدینو په اجازه ماشومانو ته د ټولنیزو رسنیو د کارولو اجازه ورکړل شي۔

حکومت وایي چې په وروستیو کلونو کې ماشومان تر حده زیات په ډیجیټلي نړۍ کې ښکېل شوي، چېرته چې هغوی له نامناسبو محتواوو، سایبري زورونې، ذهني فشار او نورو رواني ستونزو سره مخ دي۔ د چارواکو په وینا، د ټولنیزو رسنیو بې‌ځایه استعمال د ماشومانو پر ذهني روغتیا، تعلیمي کړنو او ټولنیزو کړنو منفي اغېز کوي۔

د ډنمارک د ډیجیټلي چارو وزیر ویلي دي چې دا اقدام د ماشومانو د ازادۍ د سلبولو لپاره نه، بلکې د هغوی د ښه راتلونکي او ذهني ودې د ساتنې لپاره پورته کېږي۔ نوموړي زیاته کړه چې ماشومان د انلاین نړۍ له خطرونو څخه ساتل د دولت او والدینو ګډ مسؤلیت دی۔

بلخوا، په یوه تازه سروې کې څرګنده شوې چې د ټولنیزو رسنیو د استعمال له امله ماشومان د اضطراب ښکار کېږي۔

په غزه کې د تېز باران او توپان له امله د ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان مړه شوي دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۰ GMT+۰
100%

د جمعې په ورځ په غزه کې د تېز باران او توپان له امله د ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان مړه شوي دي. د راپورونو له‌مخې هغه کورنۍ، چې د اسراییل د جګړې له امله بې ځایه شوي د توپان او سړې هوا له امله له مرګوني وضعیت سره مخ دي.

د فلسطین چارواکو ویلي، چې د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۱مه) د غزې د شمال په بیرالنجا سیمه کې د توپان له کبله د بې‌ځایه شویو یو کور نړېدلی او پنځه تنه په‌کې مړه شوي دي.

د الجزیرې ټلویزیون د معلوماتو له‌مخې، چې سهار د غزې ښار په رمال سیمه کې دوه نور کسان هغه مهال مړه شول، چې یو دیوال د کډوالو پر کېږدۍ راونړېد.

د معلوماتو له‌مخې، یوه ورځ مخکې هم د شطي کډوالو په کمپ کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله یو کس مړ شو او یوه نوي زېږېدلي ماشوم د سړې هوا له کبله ساه ورکړه.

په غزه کې روغتيايي کارکوونکي وایي، د یخنۍ او سړې هوا له امله د مړو شمېر په بې‌سارې توګه لوړه شوې ده.

د غزې یوه اوسېدونکي ویلي، د کور له ویجاړۍ وروسته یې داسې يوه کور ته پناه وړې، چې بمبار شوی او چت نه‌لري.