• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر ښځو د بندیزونو لړ کې؛ طالبان وایي، کندهار کې یې پنځه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي ژغورلي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۵۰ GMT+۰

د طالبانو امر بالمعروف وزارت ویلي چې په کندهار ولایت کې یې محتسبانو پنځه مېرمنې د خپلو مېړونو څخه له ناوړه چلند او تاوتریخوالي نه ژغورلي دي. له دې سره سره لا هم په هېواد کې پر مېرمنو او نجونو د طالبانو سختدریځه بندیزونه لا دوام لري.

د دغه وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د یادو مېرمنو له ډلې ځینې د خپلو خاوندانو له ناوړه چلند سره شاوخوا پنځلس کاله ژوند تېر کړی وو او د خپلو پلرونو په کورونو کې بې برخلیکه پاتې وې.

خبرپاڼه زیاتوي، د محتسبینو په هڅو دا مېرمنې بېرته له خپلو خاوندانو سره یو ځای شوې او له خپلو شرعي حقونو برخمنې شوې. همدا راز لیکل شوي: «موږ هڅه کوو چې د ټولنې د سمون او د ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره هر اړخیز ګامونه واخلو او د ناوړه پېښو مخنیوی وکړو».

د ښځو د حقونو فعالان د طالبانو دا اقدامات یوازې د کورني تاوتریخوالي محدودولو پورې محدود ګڼي او د ښځو د حقیقي ازادۍ لپاره یې کافي نه ګڼي. دوی په دې باور دي چې ښځې ممکن له کورني تاوتریخوالي وژغورل شي، خو که هغوی د زده کړو، کار او ټولنیز ژوند حق ونه لري، نو د حقیقي عدالت او ازادۍ خبرې یوازې لفظي پاتې کېږي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

ازادۍ جبهې په کندوز کې د دوه طالبانو د وژلو او ۳نورو د ټپي کېدو ادعا کړې

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۷ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نوم د طالبانو مخالفه وسله‌واله ډله ادعا کوي چې د کندوز ولایت په مرکز کې یې د طالبانو د جلب‌وجذب په مرکز برید کړی چې پر مهال یې دوه طالبان وژلي. وایي، وژل شویو کې د دغه ډلې یو ځايي مشر قاري عبیده هم شامل دی او ۳کسان نور یې ټپیان کړي دي.

ازادۍ جبهې په اېکس لیکلي چې جنګیالیو یې دغه برید د جمعې ورځې په سهار کړی چې طالبانو ته یې یاده مرګ ژوبله اړولې.

د دوی په وینا په دغه برید کې ولسي خلکو او د ازادۍ جبهې جنګیالیو ته کوم زیان ندی رسېدلی.

د خبرپاڼې له مخې، د کندوز ولایت امنیتي وضعیت له اوږدې مودې راهیسې کړکېچن دی او د طالبانو د فعالیتونو پر وړاندې د مقاومت لپاره د ازادۍ جبهې دا عملیات د سیمې د ثبات او د ولسي خلکو د خونديتوب په موخه ترسره شوي دي.

ددغه ادعا په تړاو تر اوسه د طالبانو حکومت رسنیو ته څه ندي ویلي.

طالبانو په لغمان کې د عملیاتو پر مهال د وسلو یوه لویه زېرمه موندلې

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۰ GMT+۰

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویلي چې ځواکونو یې د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د کشفي عملیاتو پر مهال د درنو او سپکو وسلو یوه زېرمه کشف کړې. یاد وزارت د دغه زېرمنې موندل د سیمې د امنیت ټینګولو او د احتمالي تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره مهم ګام بللی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ځواکونو یې د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ د سایګل درې په سیمه کې د کشفي عملیات پر مهال د درنو او سپکو وسلو یو لوی پټنځای کشف او ضبط کړی.

په خبرپاڼه کې راغلي، په ضبط شویو مهماتو کې ۵۱ د هاوان مرمۍ، ۲د ۸۲ ملي مترو هاوان مرمۍ ، ۲۰۰د دهشکې مرمۍ، ۱۰۰ د پیکا مرمۍ ، یو حلقه د پرسونل ضد ماین، ۲۸د هاوان سرګلولې او ۴ سرګلولې د ۸۲ ملي مترو هاوان شامل دي.

خبرپاڼه زیاتوي، تر اوسه پورې د دغو مهماتو په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو ځواکونو یې خپلې پلټنې روانې ساتلې دي. طالب چارواکي وايي، دا موندنې د سیمې د امنیت د ټینګښت او احتمالي تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره مهم ګام دی.

د افغانستان په کوربتوب د اسیا جام د نولس کلنو کرېکټ سیالۍ پیل شوې

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۵۸ GMT+۰

د افغانستان په کوربتوب د نوولس کلنو کرېکټ سیالۍ نن شنبه د (لیندۍ ۲۲مه) پیل شوې، چې په لومړۍ لوبه کې د افغانستان نولس کلنه لوبډله د بنګله دېش نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.

د افغانستان نوولس کلنه لوبډله نن شنبه د (لیندۍ ۲۲مه) د اسیا جام سیالیو لومړۍ لوبه د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې کوي چې له ټاس ګټلو ورسته افغان لوبډلې د توپ وهنې پرېکړه کړې.

د افغان لوبډلې لوبډلمشر محبوب خان تسکین د افغان لوبډلې د چمتووالي او د سیالیو د کوربتوب په اړه ویلي: «افغان ځوانان د افغان کرکټ راتلونکی دي او موږ پوره تیاري سره دغه سیالیو ته راغلي یو».

یاده دې وي چې د کرېکټ اسیايي شورا د نوولس کلنو لوبغاړو د اسیا جام سیالیو د جام ننداره تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ د اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان او د ګډون کوونکو لوبډلو د لوبډلمشرانو په شتون کې ترسره شوه.

دغه سیالۍ د ډسمبر تر ۲۱ مې پورې د افغانستان په کوربتوب په متحده عرب اماراتو کې ترسره کېږي او په کې به د اسیا ۸ لوبډلې برخه ولري.

د قزاقستان ولسمشر د افغانستان لپاره د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۴ GMT+۰

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف، له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې افغانستان ته د بشري مرستو لړۍ دې روانه وساتي او ويې ويل چې دا چاره د سيمې د امنيت د ټينګښت لپاره ډېره ارزښتناکه ده.

نوموړي د جمعې په ورځ د (لیندۍ ۲۱مه) د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌آباد کې د «سولې او باور» تر سرليک لاندې نړيوال کنفرانس ته د وينا پر مهال وويل، چې د افغانستان د پېچلو بشري ستونزو حل او د دغه هېواد بيا رغونه يو جدي او نه‌څنډې ته کېدونکې اړتیا ده.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د روان کال د تلې په مياشت کې اعلان کړی و چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د همکارو هېوادونو په ملاتړ، د دايمي پرمختيا د موخو لپاره په الماتا کې د افغانستان او منځنۍ اسیا په تړاو يو سيمه‌ييز مرکز پرانېستل شوی.

هغه ويلي و: «قزاقستان لا هم ژمن دی چې د بشري مرستو، ښوونيزو پروګرامونو، د سوداګرۍ د پراختيا او د خوړو د امنيت د نوښتونو له لارې د افغانانوملاتړ ته دوام ورکړي.».

د نوموړي په وينا، هغه د عشق‌اباد په کنفرانس کې د خپلې وينا په يوه بله برخه کې هم ټينګار وکړ: «د سيمې د امنيت د خوندي کولو لپاره، موږ اړين بولو چې افغانستان ته د مرستو ورکولو لړۍ روانه وساتو، په ځانګړي ډول د نړيوالو هڅو د پياوړتيا له لارې، څو د دغه هېواد پېچلو بشري ستونزو ته رسېدنه وشي او د بيا رغونې بهير يې چټک شي».

د افغان اېواک مشر: له ترهګرو سره د ۲زرو افغانانو د اړیکو په تړاو د امریکا ادعا بې بنسټه ده

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۴ GMT+۰

د افغان اېواک بنسټ مشر شان وانډېور د امریکا د ملي استخباراتو د مشرې تولسي ګبارډ هغه ادعا په کلکه رد کړې چې ګواکې دې هېواد کې ۲زره افغانان ترهګرو سره اړیکې لري. نوموړي دا څرګندونې «بې‌اساسه او دروغجنې» بللي او له امریکايي چارواکو یې د کره شواهدو او نومونو د وړاندې کولو غوښتنه کړې.

شان وانډېور پر اېکس پاڼه یوه توند غبرګون کې ویلي، که دا ادعا رښتیا وي، نو حکومت ولې د نږدې یو کال راهیسې دغو کسانو ته د پاتې کېدو اجازه ورکړې ده. نوموړي لیکلي:«دا بې‌معنا خبره ده، که رښتیا وي، ثبوت دې وړاندې شي، نومونه دې واخیستل شي او شواهد دې ښکاره کړل شي».


وانډېور ټینګار کړی چې دا ډول څرګندونې ښايي د کورني امنیتي سیستم د کمزورتیاوو د پټولو لپاره مطرح کېږي. د هغه په وینا، «احتمال شته چې دا یوه دروغجنه ادعا وي، څو دا پټه کړي چې څنګه د امریکا کورنی امنیتي جوړښت ویجاړ شوی دی».

د افغان اېواک مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د افغان کډوالو د امنیتي څېړنو موضوع په وروستیو کې د امریکا په سیاسي بحثونو کې تاوده بحثونه پارولي او د افغان پناه غوښتونکو راتلونکی یې له جدي پوښتنو سره مخ کړی دی.

هم‌مهاله ټرمپ د افغانستان په ګډون د یو شمېر نورو هېوادونو پر وګړو ویزې بندې کړي او همدا راز یې د کډوالۍ هر ډول پروګرامونه هم تړلي دي. دا اقدام وروسته له هغې وشو چې څو اونۍ وړاندې د رحمان الله لکڼوال په نوم یو افغان په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر عسکرو ډزې وکړې.