کرېکټ بورډ د کابل نړیوال کرېکټ کمپلکس ځنډیدلې چارې بېرته پیل کړې

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند ویلي، چې د کابل د ۱۶مې ناحیې د الوخېلو په سیمه کې د کابل نړیوال کرېکټ کمپلکس د رغونې چارې چې د یوې حقوقي دعوې له امله ځنډیدلې وې، نن بېرته پیل شوې.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند ویلي، چې د کابل د ۱۶مې ناحیې د الوخېلو په سیمه کې د کابل نړیوال کرېکټ کمپلکس د رغونې چارې چې د یوې حقوقي دعوې له امله ځنډیدلې وې، نن بېرته پیل شوې.
د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ویلي، چې دمګړۍ د کمپلکس د سطحې هواري چارې پیل شوې او په ۲۰۲۶ کال کې به د کمپلکس شاوخوا دیوال، اکاډمۍ، د لوبغالي او نورو برخو د جوړولو چارې پیل شي.
د کرېکټ بورډ ویاند ویلي، چې د کرېکت د یاد نړیوال کمپلکس جوړولو لپاره ډیرې بودجې ته اړتیالري او دوی هڅه کوي د قطر او متحده عربي اماراتو په ګډون ځینې نور هېوادونه په یاده پروژه کې د پانګونې لپاره وهڅوي.


د افغانستان په کوربتوب د ۱۹ کلنو کمعمره اسیا جام سیالیو کې بنګلهدېش افغان لوبډلې ته په لومړۍ سیالۍ کې د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه. افغان ځوانانو لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۲۸۴ منډو هدف وټاکه او سیالې لوبډلې دغه هدف په ۴۸.۵ اورونو کې پوره کړ.
د ۱۹ کلنو کمعمره اسیا جام سیالیو د لومړۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه. افغان ځوانانو په پنځوسو اورونو کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۲۸۴ منډو هدف وټاکه.
د افغان ځوانانو په لوبډله کې فیصل شینوزاده په ۹۴ توپونو ۱۰۳، اوزیرالله نیازي ۴۴، عزیزالله میاخېل ۳۸ ناسوځېدلې او عثمان بصیر ۳۴ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.
د بنګلهدېش ځوانانو لوبډلې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو په ۴۸.۵ اور کې دغه هدف پوره کړ او افغان ځوانانو کرېکټ لوبډلې ته یې د ۳ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.
افغان لوبډله به د راتلونکې دوشنبې په ورځ د خپلې دویمې سیالۍ لپاره د سریلانکا پر وړاندې ولوبېږي.
دغه سیالۍ د ډسمبر تر ۲۱مې پورې د افغانستان په کوربتوب په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي او پهکې د اسیا ۸ لوبډلې برخه لري.

د افغانستان په کوربتوب د نوولس کلنو کرېکټ سیالۍ نن شنبه د (لیندۍ ۲۲مه) پیل شوې، چې په لومړۍ لوبه کې د افغانستان نولس کلنه لوبډله د بنګله دېش نولس کلنې لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.
د افغانستان نوولس کلنه لوبډله نن شنبه د (لیندۍ ۲۲مه) د اسیا جام سیالیو لومړۍ لوبه د بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې کوي چې له ټاس ګټلو ورسته افغان لوبډلې د توپ وهنې پرېکړه کړې.
د افغان لوبډلې لوبډلمشر محبوب خان تسکین د افغان لوبډلې د چمتووالي او د سیالیو د کوربتوب په اړه ویلي: «افغان ځوانان د افغان کرکټ راتلونکی دي او موږ پوره تیاري سره دغه سیالیو ته راغلي یو».
یاده دې وي چې د کرېکټ اسیايي شورا د نوولس کلنو لوبغاړو د اسیا جام سیالیو د جام ننداره تېره ورځ د افغانستان کرکټ بورډ د اجراییوي رییس ښاغلي نصیب خان او د ګډون کوونکو لوبډلو د لوبډلمشرانو په شتون کې ترسره شوه.
دغه سیالۍ د ډسمبر تر ۲۱ مې پورې د افغانستان په کوربتوب په متحده عرب اماراتو کې ترسره کېږي او په کې به د اسیا ۸ لوبډلې برخه ولري.

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې د ۲۰۲۵کال اسیا جام ۵۰ اوریزه سیالۍ نن جمعه (د لېندۍ ۲۱مه) د افغانستان په کوربهتوب د اتو لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې چې څو ورځې وړاندې په متحده عربي اماراتو کې تمرینات پیل کړي؛ په دغه سیالیو کې د لوبو لپاره چمتو ده. ټاکل شوې، چې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۲مه) د بنګلهدېش په وړاندې وکړي.
دغه لوبې به د ۱۴۰۴کال د لېندۍ له ۲۱مې تر ۳۰مې نېټې پورې په دوبۍ ښار کې ترسره شي.
د سیالیو ډلبندي
لومړۍ ډله: هند، پاکستان، مالیزیا او متحده عربي امارات
دویمه ډله: افغانستان، سریلانکا، بنګلهدېش او نیپال
د افغانستان د لوبو مهالوېش
* افغانستان – بنګله دېش (د لېندۍ ۲۲مه)
* افغانستان – سریلانکا (د لېندۍ ۲۴مه)
* افغانستان – نیپال (د لېندۍ ۲۶مه)
د دغه سیالیو په چوکاټ کې هره لوبډله به د ګروپ په خپلمنځیو سیالیو کې درې لوبې وکړي او د هرې ډلې څخه به لومړۍ او دویمه لوبډله نیمه پای لوبې ته ولاړه شي.

د سیالیو د مهالوېش له مخې؛ د افغانستان د وزلوبې غوره لیګ ۷م پړاو سیالۍ نن پنجشنبه (د لېندۍ ۲۰مه) په کابل کې پیلېږي. د افغانستان د وزلوبې فدراسیون اعلان کړی، چې دغه سیالۍ به د بهرنیو چاپاندازانو او ۱۱ لوبډلو په ګډون په څلورو ګروپونو کې ترسره شي.
په کابل کې د سیالیو د پوهاوي سیمینار، د طرزالعملونو او قوانینو بیاکتنه او د پچې اچونې مراسم ترسره شوي دي. د فدراسیون د لومړني پلان له مخې ټاکلې شوې وه، چې په دغه سیالیو کې ۱۴ لوبډلې برخه واخلي؛ خو په پای کې پچه اچونه د ۱۱ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. دغه لوبې به لس ورځې دوام وکړي.
د لوبو ډلبندي
لومړۍ ډله: کندوز، فاریاب، بلخ
دویمه ډله: بدخشان، تخار، بامیان
دريېمه ډله: سرپل، پنجشېر، سمنګان
څلورمه ډله: بغلان، هرات
دغه فدراسیون وړاندې ویلي و، چې جوزجان، میدان وردګ او نورستان لوبډلې به هم په دې پړاو کې ګډون وکړي؛ خو د نامعلومو لاملونو له امله دغه لوبډلو پهکې برخه نهده اخیستې او فدراسیون هم په دې اړه وضاحت نهدی ورکړی.
د دغه سیالیو په شپږم پړاو کې چې تېر کال ترسره شو، د «یما پټرول» لوبډلې اتلولي وګټله. په روان پړاو کې ځینې لوبډلې د منځنۍ اسیا هېوادونو چاپاندازان هم له ځانه سره لري، چې کولای شي د سیالیو جذابیت او تخنیکي کچه نوره هم لوړه کړي.


د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی، چې د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۵کال اسیا جام ۵۰ اوریزو سیالیو کې د ګډون لپاره متحده عربي اماراتو ته تللې ده. دغه سیالۍ به د افغانستان په کوربهتوب د اتو لوبډلو ترمنځ د ۱۴۰۴کال د لېندۍ له ۲۱مې تر ۳۰مې نیټې پورې په دوبۍ ښار کې ترسره شي.
د کرېکټ بورډ په وینا؛ دغه سیالۍ به د اوول او سیونز لوبغالو کې ترسره شي.
د سیالیو ډلبندي
لومړۍ ډله: هند، پاکستان، مالیزیا او متحده عربي امارات
دویمه ډله: افغانستان، سریلانکا، بنګله دېش او نیپال
د افغانستان د لوبو مهالوېش
* افغانستان – بنګله دېش (د لېندۍ ۲۲مه)
* افغانستان – سریلانکا (د لېندۍ ۲۴مه)
* افغانستان – نیپال (د لېندۍ ۲۶مه)
د دغه سیالیو په چوکاټ کې هره لوبډله به د ګروپ په خپلمنځیو سیالیو کې درې لوبې وکړي او د هرې ډلې څخه به لومړۍ او دویمه لوبډله نیمه پای لوبې ته ولاړه شي.