د یاد کنسرسیوم په راپور کې، چې د لوېدیځو او غیر لوېدیځو هېوادونو د پخوانیو استخباراتي او پوځي کارپوهانو لهخوا چمتو شوی، راغلي چې ګڼې وسلهوالې ډلې نه یوازې فزیکي حضور لري، بلکې د روزنې مرکزونه، کورنۍ شبکې او داسې ټولنیز جوړښتونه هم لري چې د نسلونو ترمنځ د بیا تنظیم او دوام زمینه ورته برابروي.
راپور څرګندوي، چې دا موندنې د طالبانو د حکومت له هغو څرګندونو سره په ټکر کې دي، چې ادعا کوي د ترهګرو پټنځایونه یې لهمنځه وړي او امنیت یې ټینګ کړی دی.
د کنسرسیوم د ارزونې له مخې، په افغانستان کې ټوټې شوې وسلهوالې شبکې په داسې فضا کې فعالیت کوي چې د اغېزمن څار او جدي ترهګرۍ ضد فشار نشتوالی پکې احساسېږي. دغه راپور په داسې مهال خپور شوی چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هم ورته اندېښنې مطرح شوې دي.
د روسیې استازي، واسیلي نبېنزیا امنیت شورا ته په یوه لیک کې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې بیا منظمېږي او پیاوړې کېږي، او د ده په وینا، دا وضعیت د کابل د واکمنو د کمزورې او ناهمغږې تګلارې پایله ده.
د کنسرسیوم موندنې د پاکستان اندېښنې هم تاییدوي. اسلاماباد لا له وړاندې ادعا کړې چې په افغانستان کې د وسلهوالو ډلو شتون د پولې پورې غاړې ناامنۍ ته لمن وهي.
د راپور له مخې، د لسګونو منظم وسلهوالو جوړښتونو موجودیت د پاکستان دریځ پیاوړی کوي او پر طالبانو نړیوال فشار زیاتوي چې له سیاسي ژمنو ورهاخوا، د باور وړ او د ارزونې وړ عملي ګامونه واخلي.
تحلیل وايي، که څه هم کنسرسیوم یو غیرحکومتي بنسټ دی، خو د غړو مسلکي مخینه او ګډ استخباراتي تجربه د دې راپور باور زیاتوي.
راپور ټینګار کوي چې افغانستان په یوه داسې «پرانیستي مرکز» بدل شوی، چې بېلابېلې وسلهوالې ډلې پکې یا یو له بل سره همکاري کوي او یا هم لږ تر لږه یو ځای ژوند او فعالیت ته دوام ورکوي.
د راپور په پایله کې راغلي، که د وسلهوالو ډلو پر وړاندې شفاف، دوامدار او د سیمې له هېوادونو سره همغږي اقدامات ونه شي، نو افغانستان به لا ډېرې نړیوالې انزوا ته ولاړ شي؛ هغه وضعیت چې د هېواد اقتصادي او سیاسي کمزورتیا به نوره هم ژوره کړي.