طالبانو هلمند کې د ناقانونه سوداګرۍ په تور ۵۱کسان نیولي

په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست شنبه د (لیندۍ ۲۲مه) خبر ورکړی چې په دې ولایت کې ۵۱کسان په ناقانونه ډول د توکو وارداتو په تور نیولي دي. وایي، دې کسانو ټول ټال ۴۹ټنه خوراکي توکي وارد کړي چې پهکې مالټې، لیمو او کبان هم شامل دي.





