په لغمان کې یوه لرغونې سیمه او اثار کشف شوي

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، چې د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې یوه لرغونې سیمه او یو شمېر لرغوني اثار موندل شوي دي. دغه سیمه له میلاد څخه مخکې دورې پورې اړه لري، چې یوه ډبرینه زینه، ۱۲په لاس کيندل شوې سمڅې او اثار پکې شامل دي.