ذبیح الله مجاهد: د ښارونو ابادي او پراختیا زموږ د نظام کاري لومړیتوب دی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یکشنبه د (لیندۍ ۲۳مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ښارونو ابادي او پراختیا د دوی د نظام له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي. هغه د کابل ښار اړوند د یوه سړک جوړولو روانو چارو ته په اشارې دا څرګندونې کړې دي.