د تهران ناسته؛ پاکستان له افغانستان نه د پېښو ترهګریزو ګواښونو پر جدي څېړنې ټینګار وکړ

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په تهران کې د «افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د ځانګړو استازو په ناسته» کې وویل، د ترهګرۍ په برخه کې د اسلام‌اباد اندېښنو ته باید په جدي ډول رسېدنه وشي. هغه وایي، پاکستان په سیمه کې دسولې او امنیت غوښتونکی دی.