طالبانو په هرات کې د شفري نسخو د مخنېوي لپاره پر ډاکټرانو څار پیل کړی

په هرات کې د طالبانو رسنیز دفتر شنبه د (لیندۍ ۲۲مه) ویلي چې په دې ولایت کې د دوی د عامې روغتیا ریاست ټیمونو له یو شمېر درملتونونو او روغتونونو څارنه کړې. وایي، دې بهیر کې د یو ډاکټر کتنځی د شفري نسخو د لیکلو او دوه درملتونونه یې پر درملو د بیو نشتوالي له امله تړلي دي.





