طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې ۲۸۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي

طالبانو په تېرو درېیو میاشتو کې د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د بېلابېلو تورونو په تړاو ۲۸۱ کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي. د طالبانو د سترې محکمې د خبرپاڼو پربنسټ، یاد شمېر کسان «د نشه‌یي توکو د کار و بار، زنا، لواطت، غلا، له کوره د تېښتې او اخلاقي فساد په تورونو مجازات شوي.»