• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت چارواکی: افغانستان نور د بحران مدیریت لپاره موضوع نه ګڼل کېږي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۸ GMT+۰تازه شوی: ۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی وايي، چې نننی افغانستان نور د بحران مدیریت لپاره موضوع نه ګڼل کیږي. ذاکر جلالي ویلي، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه کې په افغانستان کې د فرصتونو او ظرفیتونو په تړاو د عباس عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړی چارواکی نن یکشنه، د لیندۍ ۲۴مه په اېکس کې لیکلي، چې د طالبانو حکومت د جیو-اقتصادي موقعیت، ښه نیت او د اقتصاد پر بنسټ بهرني سیاست ته په پام سره، کابل کولی شي د مرکزي اسیا، لویدیزې او سویلي اسیا ترمنځ یو اغیزناک پل شي.

ذاکر جلالي ویلي:«د داسې یوې تګلارې په چوکاټ کې، د سیمې هیوادونه کولی شي د افغانستان د ټرانزیټ، سوداګرۍ او اتصال ظرفیتونو څخه په اغیزناکه توګه ګټه پورته کړي».

جلالي همدراز وايي، چې په تیرو څلورو کلونو کې د افغانستان او د سیمې د هیوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ اسانتیا او د اقتصادي همکارۍ پراخولو په برخو کې عملي او محسوس ګامونه اخیستل شوي دي، چې دا ښیي د متقابل عمل پر بنسټ چلند او مخ په وړاندې لیدلوری کولی شي ثبات، سوکالۍ او د ګډو سیمه ییزو ګټو د خوندي کولو لامل شي.

نوموړی زیاتوي، چې له افغانستان سره ښکیلتیا باید د فرصتونو، سیمه ییزو واقعیتونو او موجوده ظرفیتونو پر بنسټ وي.

جلالي په دې باور دی، چې افغانستان او سیمه پراخ حقیقي او احتمالي ظرفیتونه لري، چې له هغو څخه په احتیاط سره ګټه اخیستنه کولی شي متقابلې ګټې چمتو کړي او د ټولو خواوو لپاره د دوامداره ګټونکي حالت لپاره لاره هواره کړي.

د یادونې وړ ده، په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ځانګړو استازو غونډې په پیل کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې لپاره یوه ستراتېژیکه او حتمي اړتیا ده.

عباس عراقچي زیاته کړه، چې د افغانستان امنیت «په مستقیم ډول د ټولو ګاونډیو هېوادونو له ګټو سره تړلی دی.

په دې غونډه کې طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو دې ډلې له ګډون څخه ډډه وکړه.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د روغتیا وزیر وايي د درملو د وارداتو لپاره بدیلې لارې لټوي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغیتا وزیر ویلي، چې د افغانستان د درملو بازار پر یوه هېواد تکیه نه کوي او د درملو په برخه کې د شته ستونزو د حل او باکیفته درملو لپاره پر بدیلو لارو کار کوي.

د طالبانو د عامې روغیتا وزیر د یکشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان د درملو بازار په یوه هېواد تکیه نه کوي او هڅه کوي د درملو په برخه کې شته ستونزې او د باکیفته درملو لپاره پر بدیلو لارو کار وکړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د درملو د اتحاديي، شرکتو او عمده پلورونکو له یاد وزیر سره کتلي او د درملو د بییو کنټرول، د احتکار مخنیوي او په بازار کې لوړ کیفیت لرونکو درملو شته والي او مدیریت په اړه خبرې شوې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورالله جلال ویلي:«د افغانستان بازار اوس یواځې په یو ځای نه دی تکیه، نو هڅه کوو چې د درملو برخه کې شته ستونزې حل او د با کیفیته درملو لپاره په بدیلو لارو کار وکړو.»

پر همدغه مهال د درملو د اتحادیې مسوولینو ویلي، چې افغانستان کې په کافي اندازه درمل شته او له هېڅ ډول کمښت سره نه دي مخ شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په پټه دریدلې ده او له پاکستان څخه د درملو په واردولو بندیز لګول شوی دی.

د افغانستان او د افغان - امریکا ګډې سوداګرۍ خونو مشران پر سوداګرۍ غږېدلي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۵ GMT+۰

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رييس سید کریم هاشمي په بلخ کې د افغان–امریکا ګډې سوداګرۍ خونې له رييس جیفري ګرایکو سره په لیدنه کې د سوداګرۍ پر پراختیا غږېدلی دی. په دې لیدنه کې له بېلابېلو هېوادونو سره د ګډو سوداګریزو خونو پر جوړولو ټینګار شوی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې په دې لیدنه کې د یادې خونې مشر د افغان - امریکا ګډې خونې مشر ته وړاندېز کړی، چې د نړیوال او اسیايي بانکونو له لارې د پیسو د انتقال زمینه برابره شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رييس سید کریم هاشمي همداراز د نړیوال بانک او د اسیا پراختیایي بانک له لوري د افغانستان د خصوصي سکتور، په ځانګړې توګه د کوچنيو او منځنیو سوداګریو د ملاتړ په برخه کې د نويو همکاریو یادونه کړې او ټینګار یې کړی چې دغه مرستې باید د سوداګرۍ خونې په همغږۍ مستحقو متشبثینو او واقعي سوداګرو ته ورسېږي.

په دې لیدنه کې د خصوصي سکتور د بانکي ستونزو، د سوداګرو د پیسو د لېږد او د چابهار بندر د کارونې په اړه هم خبرې شوې، چې د افغان–امریکا ګډې خونې له خوا د هر اړخیزې همکارۍ په تړاو ژمنې شوې دي.

له دې وړاندې هم د افغان ـ امریکا ګډې سوداګرۍ خونې مشر افغانستان ته سفر کړی و او د سوداګرۍ پر پراختیا یې ناستې کړې وې.

ټلګراف: بایډن امریکا ته له ترهګرۍ سره تړلو افغانانو د ورتګ خبرداری له پامه وغورځاوه

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۲ GMT+۰

سرچینو ټیلیګراف ورځپاڼې ته ویلي چې د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن د ترهګرۍ ضد چارواکو خبرداری له پامه غورځولی او هغو افغانانو ته یې امریکا ته د ننوتلو اجازه ورکړې چې ددوی په وینا، له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

د امریکا د استخباراتو یو لوړ پوړی چارواکی وايي چې په امریکا کې له ۱۰۰۰ څخه زیات افغانان چې له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې لري، پېژندل شوي دي.

په همدې حال کې ویل کیږي پخواني ولسمشر جو بایډن د امنیت په پرتله ډله ییزې کډوالۍ ته لومړیتوب ورکړی او د هغو چارواکو خبرداری یې له پامه غورځولی چې د ترهګرۍ ګواښونه یې پیژندلي وو.

د امریکا د ترهګرۍ ضد ملي مرکز رییس جو کنټ کانګرس ته خبرداری ورکړ، چې د امریکا لپاره لومړنی ګواښ دا دی چې نه پوهیږي په تیرو څلورو کلونو کې د بایډن د سرحدونو د پرانیستلو په پایله کې څوک امریکا ته داخل شوي دي.

د څارونکو راپورونو د بایډن ادارې هغه ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې چې شاوخوا ۸۵ زره افغان کډوال یې د تخلیې له لارې انتقال کړي.

په یوه بیاکتنه کې د کورني امنیت وزارت عمومي څیړونکي موندلې چې سرحدي مامورینو توان نه درلود خپله دنده ترسره کړي ځکه دوی د تخلیه شویو کسانو د سمې پلټنې لپاره مهم معلومات نه درلودل.

د امریکا د ملي استخباراتو ادارې یوې سرچینې ټلیګراف ته وویل چې د بایډن ادارې د امنیت په پرتله ډله ییزې کډوالۍ ته لومړیتوب ورکړ او د خبرداريو په پام کې نه نیولو سره یې تاوتریخوالي افراطیانو، خطرناکو مجرمینو او د مخدره توکو قاچاق وړونکو ته اجازه ورکړه.

سرچینې خبرداری ورکړی چې د بایډن ادارې ملي امنیت له خطر سره مخ کړی دی.

د ترهګرۍ ضد چارواکي د هغو افغانانو دوسیې بیاګوري کوي چې د بایډن په دوره کې امریکا ته ننوتي وو او د کورني امنیت وزارت ته یې د هغو کسانو لیست چمتو کړی چې له ترهګرو ډلو یا شکمنو ترهګرو سره اړیکې لري.

رحمت الله نجیب: د مشرانو فکر کې دا خبرې نشته چې د «امیرالمومنین» پرځای بل کس امیر شي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال رحمت الله نجیب ویلي، چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ هېڅ ډول اختلافات نشته او هیڅ مشر په دې فکر کې نه دی، چې د ملا هبت الله اخوندزاده ځایناستی شي. د نوموړي څرګندونې ظاهرا د سراج الدین حقاني د خوست د سفر په اړه دي.

رحمت الله نجیب د یکشنبې په ورځ، د لېندۍ ۲۳مه په میدان وردګ ولایت کې د طالبانو د پولیسو فراغت غونډه کې د وینا پرمهال ویلي، چې طالب مشران په خپل منځ کې هېڅ اختلاف نه لري.

نوموړي ویلي:«له هر مشر سره مې خصوصي مجلسونه کړي دي، د مشرانو په فکر کې دا خبرې نه ورګرځي، چې خدای مه کړه، د امیرالمومنین پرځای دې یو بل کس راشي. دا فکر ورسره نشته چې بل شخص باید امیر شي.»

په ورته وخت کې نوموړي ویلي، چې د طالبانو ټول مشران د هبت الله په مشرۍ د طالبانو د نظام پر ضد کسانو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي.

رحمت الله نجیب زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ډیموکراسۍ په نوم د نظام راتګ ناممکنه دی او خلک یې ملاتړ نه کوي.

هغه زیاته کړې، «د ډیموکراسۍ نارې وهونکو ته وايم، چې دا په دې نه ارزي، چې تاسې ځانونه پرې مړه کړئ، دیموکراسي داسې نسخه نه ده، چې د هغې لپاره تکلیف وباسئ، یوازې د الله نظام د سر او مال د قربانۍ لپاره مستحق دی. د هغو خلکو په وړاندې باید کلکه مبارزه وشي، چې د اسلامي امارت پر وړاندې شوم هدفونه لري.»

د رحمت الله نجیب څرګندونې ظاهرا خوست ته د سراج الدین حقاني د سفر او د هغه د هرکلي او څرګندونو په تړاو د سپیناوي په موخه دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د جمعې په ورځ په خوست کې د طالبانو د حکومتدارۍ او له خلکو سره د چلند په اړه توندې نیوکې وکړې.

وړاندې له دې د افغانستان یو شمېر بهرمیشتو سیاسي احزابو د هغږۍ ایتلاف اعلان کړ او ویلي یې وو، چې موخه یې په افغانستان کې د اوسني ناورین د حل لپاره ګډ پلان جوړول دي.

په بلخ کې د مولانا جلال الدین بلخي د پلار خانقاه رغول کېږي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې د مولانا جلال الدين بلخي د پلار د خانقاه ترميم او بیارغونې په موخه د مسلکي کمېټې ناسته شوې. په یاده ناسته کې د تیکا موسسې په مرسته د خانقاه د بیارغونې او شاوخوا ساحې منظمولو په موخه د یو پارک جوړېدو پلان وړاندې شو ی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن یکشنبه، لیندۍ ۲۳مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د یاد وزارت د فرهنګ او هنر معین عتیق‌الله عزیزي په مشرۍ د مولانا جلال الدین بلخي د پلار خانقاه چې په بلخ ولايت کې موقعيت لري، د ترمیم او بیارغونې په موخه د مسلکي کمېټې ناسته شوې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین عتیق‌الله عزیزي وویل، چې د تاریخي اوفرهنګي ابداتو ساتنه، ترمیم او معیاري بیارغونه له مهمو مسوولیتونو څخه دي او ټینګار یې وکړ چې ټولې چارې باید د تاریخي اصالت، فرهنګي ارزښت او نړیوالو معیارونو په رڼا کې ترسره شي.

نوموړي له کمېټې وغوښتل چې د ترمیم د طرحې تخنیکي ارزونه نوره هم پیاوړې کړي او عملي کارونه په تدریجي او علمي ډول تنظیم کړي.

د ناستې په پای کې پرېکړه شوې، چې د وړاندې شوې طرحې تخنیکي اصلاحات به د مسلکي کمېټې د سپارښتنو پر بنسټ بشپړ شي او د تیکا موسسې او اړوندو لوریو نظریات واوریدل شي.