• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغان کډوالو د اېستلو په لړ کې؛ ایران کې بهرنیو کارګرو ته کاري پېژندپاڼې ورکول کېږي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۲ GMT+۰

د ایران پارلمان ویلي، د ملي کډوالۍ سازمان په نوم یوه داسې طرحه یې مخ په بشپړېدو ده چې له مخې یې ولایتونه مسوولیت لري؛ څو د بهرنیو کارګرو اړوند د کاري ځواک اړتیاوې روښانه کړي. ایراني رسنۍ وایي،‌ د یادې طرحې پر بنسټ به بهرنیو کارګرو ته کاري پېژند پاڼې هم ورکړل شي.

د ایران د پارلمان د کورنیو چارو او شوراګانو د کمېسیون غړي کامران پولادي په وینا؛ د دغه پېژند پاڼو په ورکړو سره به بهرني کارګر له خپلو حقونو او بیمې څخه هم برخمن شي. هغه وایي، د «ملي کډوالۍ سازمان» طرحه یې د پارلمان په اجنډا کې شامل کړې او له دې سره به د بهرنیو وګړو حضور هم منظم او‌ په ښه ډول اداره شي.

هغه وویل، له کلونو راهیسې په ایران کې د ناقانونه بهرنیو وګړو د شمېر په اړه بېلابېل او متضاد ارقام یادېږي او دغه موضوع د خلکو په یوې جدي غوښتنه بدله شوې ده. له همدې امله د پارلمان یاد کمېسیون پرېکړه کړې، چې د یادې ستونزې د حل لپاره یوه روښانه او منظه تګلاره رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړه: «د کار، همکارۍ او ټولنیزې هوساینې له وزارت سره په ګډو ناستو کې مو له دغه وزارت څخه وغوښتل، چې د ولایتي عمومي رییسانو له ظرفیت څخه په ګټې اخیستنې، هغه سخت او زیانمن کارونه مشخص کړي چې کورني کاري ځواک ورته لږه لېوالتیا لري؛ دا هماغه تګلاره ده چې ډېری هېوادونه یې د کار بازار د تنظیم لپاره کاروي».

د کامران پولادي په خبره؛ د ایران هر ولایت به په کره توګه د کډوالو کاري ځواک اړوند خپله اړتیا اعلانوي. پولادي تشریح کړه: «د بېلګې په توګه که د خراسان رضوي ولایت اعلان وکړي، چې په سختو کارونو کې ۱۰۰زره کډوالو کارګرو ته اړتیا لري، دغه شمېر ثبتېږي او نور ولایتونه هم خپل شمېر وړاندې کوي. په پای کې د دغه معلوماتو له راټولولو وروسته، وروستی شمېر معلومېږي او د یادو کارګرانو لپاره کاري پېژندپاڼې صادرېږي».

هغه زیاته کړه: «د کاري پېژندپاڼې له صادرېدو سره به کار ورکوونکي مکلف وي، چې د کډوالو کارګرو تنخوا، بیمه او نور قانوني حقونه په بشپړه توګه مراعات کړي. دغه چاره د یادو کارګرو وضعیت روښانه کوي او که کومه ستونزه رامنځته شي؛ نو کار ورکوونکی به ځواب ویونکی وي. دا به د کار په برخه کې د نظم او امنیت د ټینګښت لامل شي».

پولادي د هغو نیوکو په ځواب کې چې وایي د بهرنیو وګړو حضور د ځوانو ایراني کارګرانو د ځینو دندو پر وړاندې لېوالتیا کمه کړې، وویل: «د کورني کاري ځواک کارول زموږ لومړیتوب دی او په دې کې هېڅ شک نه‌شته؛ خو حقیقت دا دی چې ځینې دندې دومره سختې دي، چې د کورنیو کارګرو یوه برخه یې د ترسره کولو وس یا لېوالتیا نه‌لري. ډېری هېوادونه هم د همدې ډول کارونو لپاره د کډوالو له کاري ځواک څخه استفاده کوي».

هغه په پای کې هیله څرګنده کړه، چې د ولایتي راپورونو له بشپړېدو او د طرحې له وروستي کېدو سره به ډېر ژر د ملي کډوالۍ سازمان د جوړېدو راتلونکی پړاو پیل شي. هم‌مهاله په ایران کې مېلیونونه افغان کډوال په درنو کارونو بوخت دي او په یاد هېواد کې د بهرنیو کارګرو ډېر شمېر هم افغانان جوړوي. په وار، وار افغان کارګرو شکایت کړی، چې په ایران کې ورسره د کار ورکوونکو له لوري ناسم چلند کېږي او ان وخت ناوخت ورته خپلې تنخواوې او حق الزحمې هم نه ورکول کېږي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د ترکیې پولیسو ۱۲ افغان کډوال نیولي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۳ GMT+۰

د ایران‌ پولې ته نږدې د ترکیې د ایغدیر ښار پولیسو د یکشنبې په ورځ د (لېندۍ ۲۳مه) ۱۲ هغه افغان کډوال نیولي، چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه‌لاره. دغه کډوال د بهرنیو وګړو د اېستلو مرکز ته لېږدول شوي دي. پولیسو همداراز د یادې پېښې په تړاو دوه انساني قاچاق کوونکي هم نیولي دي.

د ترکیې رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې یادو قاچاق کوونکو هڅه کوله دغه افغان کډوال په ناقانونه توګه د استانبول ښار ته ولېږدوي.

د راپورونو له مخې؛ پولیسو هغه مهال دغه کډوال ونیول، چې د دوی موټر په یوې امنیتي پوسته کې ودرول شو او تلاشي ترې واخیستل شوه. په همدغه موټر کې له کډوالو سره یو ځای دوه قاچاق کوونکي هم سپاره وو.

په ترکیه کې د بې‌اسناده کډوالو او په ځانګړي ډول د افغان وګړو نیول کېدل لا هم روان دي. د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې؛ په تېر یو کال کې د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې نږدې ۳۱زره افغان کډوال پېژندل شوي او نیول شوي دي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: په پاکستان کې د افغان پناه‌غوښتونکو وضعیت ډېر خراب دی

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۶ GMT+۰

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واډیفول وايي، ټاکل شوې د روان کال تر پایه له پاکستانه جرمني ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږدونې بهیر پای ته ورسېږي. هغه په پاکستان کې د په تمه افغانانو وضعیت ډېر خراب وباله او په ټينګار سره یې ویلي، د دغو کسانو لېږدونه د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

د جرمني رسنیو د یوهان واډیفول له قوله لیکلي: «لازمې څېړنې او همداراز الوتنې اوس په چټکۍ سره ترسره کېږي.»

واډیفول تر دې مخکې ویلي و، له پاکستاني لوري سره په خبرو کې پر دې بریالی شوی، چې په پاکستان کې د جرمني له لوري د منل شویو افغان ‌پناه‌غوښتونکو حضور تر شپږو نورو میاشتو وغځوي.

نوموړي په دې برخه کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت مسوولیت ته په نغوتې سره ویلي، له ټولو ارزونو وروسته د ځينو افغانانو د منل کېدو او یا هم نه‌منل کېدو په تړاو پرېکړه د دغه وزارت پر غاړه ده.

هغه همداراز خبرداری ورکړی، که چېرې په دې برخه کې نور ځنډ هم رامنځته شي، نو ښايي په پاکستان کې په تمه افغان پناه‌غوښتونکي به د راروان نوي میلادي کال په پیل سره په زوره له پاکستان څخه واېستل شي.

یو شمېر افغان پناه‌غوښتونکي چې د جرمني له لوري یې د منل کېدو وعده ترلاسه کړې له کلونو راهیسې په پاکستان کې جرمني ته د لېږدېدو په تمه ترخې شپې او ورځې تېروي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت بیا تر لاس لاندې ادارو ته سپارښتنه کړې، چې جرمني ته د لېږدونې لپاره په پاکستان کې په تمه له شاوخوا ۲ زره کسانو باید دا مشخصه کړي چې څوک پر شرایطو برابر دي.

دغې پرېکړې ګڼ غبرګونونه راپارولي او د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو له جرمني غوښتي، چې دغه منل شوي افغان پناه‌غوښتونکي ژر تر ژره ولیږدوي.

د یادونې وړ ده، چې په وروستي ځل ۵۲ افغان ‌پناه غوښتونکي چې د جرمني د منل کېدو وعده ورکړل شوې وه، له اسلام‌اباد څخه جرمني ته ولېږدول شول.

له زندان څخه تر نړۍوالې جایزې؛ مطیع‌الله ویسا د قطر له امیر څخه نړۍواله جایزه ترلاسه کړه

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۷ GMT+۰

د «قلم لار بنسټ» مشر او د نجونو د زده‌کړو پلوی او فعال مطیع‌الله ویسا چې د نجونو د زده‌کړو پلویتوب له امله د طالبانو له لوري بندي شوی و، تازه یې د قطر د امیر له‌خوا نړۍواله جایزه ترلاسه کړه. دغه جایزه «د فساد ضد او نوښتګر ځوان» د سرو زرو جایزه ده او مادي مرسته هم لري.

د «قلم لار بنسټ» مشر او د نجونو د زده‌کړو فعال مطیع الله ویسا چې څه موده مخکې د نجونو د زده‌کړو په تړاو د فعالیتونو له امله د طالبانو له لوري نیول شوی و او له ډېرې مودې وروسته بیا خوشې شو، د یکشنبې په ورځ په قطر کې د «شیخ تمیم بن حمد ال‌ثاني د فساد ضد نړۍواله جایزه» ترلاسه کړه.

مطیع‌الله ویسا وايي، دغه جایزه له سرو زرو جوړه ده او ورسره مادي امتیازات هم ورکړل شوي دي.

د شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د فساد ضد نړۍوالې جایزې نهم پړاو مراسم د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو ضد ادارې په همکارۍ په دوحه کې ترسره شول.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال‌ ثاني په بېلابېلو ګټګوریو کې ګټونکو ته جایزې ورکړې.

د قطر امیر د جایزو د ورکړې پرمهال وویل: «له فساد سره مبارزه یو نړۍوال مسوولیت دی چې د نړۍوالو سازمانونو هڅو او د ژمنو اشخاصو نوښتونو ته اړتیا لري.»

مطیع‌الله ویسا له کلونو راهیسې په افغانستان کې د پوهنې او په ځانګړي توګه د نجونو د زده‌کړو په برخه کې فعالیت لري او د همدې فعالیتونو له امله د ۱۴۰۲ کال په وري میاشت کې د طالبانو د استخباراتو له‌خوا ونیول شو او تر ۲۱۵ شپو او ورځو زنداني کېدو وروسته بېرته خوشې شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې نجونې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د هېڅ ډول زده‌کړو د دوام اجازه نه‌لري او په دې برخو کې پر طالبانو د نړۍوالو فشارونو هم تر اوسه څه ګټه نه‌ده کړې.

احمدالله بدر: د هبت‌الله فرمان که زموږ په خوښه وي که نه، اطاعت یې پر موږ واجب دی

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۱ GMT+۰

د حکومتولۍ د څرنګوالي په تړاو د طالبانو د کورنیو چارو وزیر له تُوندو څرګندونو وروسته ډېری طالب چارواکو له هبت‌الله اخوندزاده پر اطاعت کولو ټينګار کړی دی. د پنجشېر لپاره د طالبانو امنیه قومندان هم ویلي، د هبت‌الله فرمان که په خوښۍ کې وي او که هم په ناخوښۍ کې، اطاعت یې واجب دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د تېرې جمعې په ورځ په خوست ولایت کې په یوه جومات کې د وینا پر مهال د وېرې او زور پر واکمنۍ نیوکه وکړه او ویې ویل:«هغه حکومتونه چې ولس وېروي، هغه حکومت نه‌دی.»

له دغو څرګندونو وروسته ډېریو طالب چارواکو د هبت‌الله اخوندزاده پر اطاعت کولو ټينګار کړی او په ډاګه یې ویلي، چې دوی یو «امیر» لري.

تازه د پنجشېر لپاره د طالبانو امنیه قومندان احمدالله بدر ویلي، د هبت‌الله اخوندزاده احکام او فرمان که په خوښۍ وي او که ناخوښۍ پر ټولو یې اطاعت کول واجب دي.

احمدالله بدر ویلي: «ځينې وخت داسې احکام یا فرمان راځي چې هغه به زما له طبیعت سره مخالف وي، نو زه باید خپل طبیعت پر هغه بالا نه‌کړم، دا که هرې ادارې ته راځي، موږ ته په سر سترګو قبول ده او موږ ته د هغه د امر منل واجب دي.»

شنونکي پر دې باور دي، چې دغه ډول څرګندونې د طالب چارواکو تر منځ د نظر د بېلوالي ښکارندويي کوي او ځينې په نرمۍ سره د حکومتولۍ پلویان دي او ځينې یې بیا سخت‌دریځي خپله کړنلاره ګرځولې ده.

د پاکستان د عالمانو شورا د طالبانو له وروستۍ پرېکړې هر کلی وکړ

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۷ GMT+۰

د پاکستان د عالمانو شورا مشر محمد طاهر محمود اشرفي د طالبانو له هغه پرېکړې هرکلی کړی، چې هېڅ افغان باید له هېواد څخه بهر په جګړو کې برخه وانخلي.

د طالبانو نږدې زرو دیني عالمانو د لیندۍ پر نولسمه په کابل کې په یو پرېکړه‌لیک کې ټینګار وکړ، چې هېڅ افغان وګړی باید د هېواد له پولو د باندې په جګړو کې برخه وانخلي.

په پرېکړه‌لیک کې ویل شوي، «طالبان باید د هغو کسانو مخه ونیسي چې د جګړې لپاره له افغانستان نه بهر ته ځي.»

د پاکستان د علماوو د شورا مشر حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ویلي دي، چې که څوک د پوځ پر ضد سر پورته کړي، موږ به مقاومت وکړو.

نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې که اړتیا پېښه شي، د جهاد په ډګر کې به هم د هېواد د امنیت او ثبات د دفاع لپاره حاضر دي او په دې لاره کې به مدرسې، محراب او منبر هم خپل رول ادا کړي.

طاهر محمود اشرفي وویل، چې د افغانستان د علماوو له‌خوا خپره شوې اعلامیه د دوی د هرکلي وړ ده او اوس د افغان حکومت مسوولیت دی، چې پر دې اعلامیه عمل وکړي.

هغه وویل، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ترهګرۍ اجازه هېچا ته نه‌شي ورکول کېدای او دوی غواړي چې په سیمه کې سوله راشي.

طاهر محمود اشرفي وویل، د هېواد سیاسي ګوندونه دې سره کېني او د هېواد د دفاع، اقتصاد او داخلي ثبات د پیاوړتیا لپاره دې خپلمنځي خبرې وکړي.

هغه وویل: «څوک چې ښکنځلې او سپکې خبرې کوي، هغه نه غواړي چې په هېواد کې سوله راشي. د ټولو فقهي مکتبونو مشایخو دا پرېکړه کړې ده چې تاوتریخوالی د منلو وړ نه‌دی، زموږ هدف دا دی چې هېواد د نظامِ مصطفی (ص) تر منزل پورې ورسول شي.

طاهر محمود اشرفي زیاته کړه، چې د ډي‌جي‌ای‌اېس‌پي‌ار د خبري کنفرانس وروسته پر برید کوونکو کسانو غندنه کوي. نوموړي همدارنګه وویل، چې په هېواد کې به د خلافتِ راشده د نظام په اړه سیمینارونه تنظیم شي.