• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تیراه دره د ناورین پر پوله؛ د خېبر پښتونخوا دغه سیمه کې نا امنۍ خلک بې‌کوره کړي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۵ GMT+۰

د خېبر پښتونخوا ایالت د خېبر ولسوالۍ اړوند تیراه دره کې له تېرو دوو کلونو راهیسې یو ځل بیا نا امنۍ ډېرې شوې او له همدې امله د خلکو ورځنی ژوند هم ګډوډ شوی دی. راپورونه وایي، دغه دره کې اقتصادي چارې ټکنۍ شوې او سلګونه کورنۍ د سرونو خوندیتوب لپاره مېنو پرېښودو ته اړې شوې دي.

له اسلام‌اباد نه د خپرېدونکې اېکسپرېس ټرېبیون ورځپانې د معلوماتو له مخې؛ په ټوله تیراه دره کې سوداګریز فعالیتونه نږدې په بشپړ ډول درېدلي دي او بازارونه د دوامدارې وېرې او نا امنۍ له امله تر ډېره له دوکاندارانو او پېرېدونکو خالي شوي دي. په راپور کې راغلي، د ماشومانو زده‌کړې سختې اغېزمنې شوې او نږدې یو کال کېږي چې ډېری ښوونځي هم تړل شوي دي. د سیمې اوسېدونکي همدا راز د فعالو روغتیايي مرکزونو له سخت کمښت څخه شکایت کوي او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د یادې درې په بېلابېلو کلیو کې د وسله‌والو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډزو او راکټي بریدونو له کبله لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي. په دغه قربانیانو کې د ښځو او ماشومانو شمېر د پام وړ ډېر دی.

د دغه وضعیت له امله په سیمه کې د وېرې پراخه فضا خپره شوې او له بېلابېلو سیمو لکه بار قمبَر خېل، ملک دین خېل، شلوبَر، ادم خېل، اکه خېل او زخه خېل څخه د بې‌ځایه کېدو او کډو وتلو لویې څپې پیل شوې دي. سلګونه کورنۍ د باړې سیمې او پېښور ته کډه شوې دي؛ ځینې د خپلو خپلوانو کره مېشتې شوې او نورو بیا کورونه کرایه کړي دي.

په همدې حال کې، د تیراه د میدان سیمې په بېلابېلو برخو کې د پاکستاني ځواکونو او وسله‌والو ډلو ترمنځ نښتې په پرله‌پسې ډول روانې دي او‌ ثبات یې لا زیانمن کړی دی.

سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره د دولتي چارواکو په ګډون څو جرګې ترسره شوې دي، چې په هغو کې د پېښور کمېشنر ریاض محسود، د پاکستان د ملي اسمبلۍ یا پارلمان غړی اقبال اپریدی او د ولایتي شورا یا صوبایي اسمبلۍ غړی عبدالغني اپریدی او یو شمېر قومي مشران شامل وو.

په دغه ناستو کې د ګډون کوونکو مخورو څېرو له ډلې څخه د جمعیت علمای اسلام (JUI) ځايي مشر مولانا حضرت خان اپریدی، ظاهر شاه اپریدی، کمال‌الدین او نور ځایي مشران شامل وو؛ خو دغو هڅو کومه څرګنده پایله نه‌ده ورکړې. تر دې جرګې وروسته یو شمېر ځايي قومي مخورو په سیمه کې د امنیت ټینګښت لپاره د خېبر پښتونخوا ایالتي وزیر سهیل اپریدي سره هم کتلي وو؛ خو د ځینو ګډونوالو د مخالفو نظریاتو له کبله یادې ناستې هم پایله نه‌ده ورکړې.

له بلې خوا، د پاکستان امنیتي ځواکونو په په تیراه دره کې د وسله‌والو ډلو پر ضد د عملیاتو د پیل وروستۍ پرېکړه کړې او خلکو ته یې سپارښتنه کړې، چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره له سیمې ووځي. همدا راز د اپریدي قبایلي مشرانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ یوه مهمه مشورتي ناسته هم بې له کومې وروستۍ پرېکړې پای ته رسېدلې، که څه هم دواړه خواوو د خبرو اترو پر دوام هوکړه کړې ده.

ځایي مشران وایي، د قبایلي اپریدي مشرانو خپلې بنسټیزې غوښتنې پاکستاني ځواکونو ته وړاندې کړې دي چې په‌کې د سولې د ټینګښت ضمانت، د زیانمنو شویو کورنیو ته تاوان ورکول، د راتلونکو تګلارو په اړه متقابلې مشورې او د ځایي خلکو د حقونو ساتنه شامل دي. هغوی ټینګار کړی، تر هغو چې دغه غوښتنې په بشپړ ډول ونه منل شي؛ دوی به له هېڅ ډول پرېکړې سره موافقه ونه کړي.

په مقابل کې پاکستاني چارواکو ویلي، چې دغه غوښتنې به وڅېړل شي او د بې‌ځایه کېدو، د امن او قانون وضعیت او د سیمې د راتلونکي په اړه به یوه بله رسمي ناسته هم ترسره شي. د سیمې مشران په ښکاره توګه وایي، له هر هغه اقدام څخه به ملاتړ ونه کړي چې د ځایي خلکو کړاوونه او ستونزې لا زیاتې کړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

مُحسن داوړ د ۳ ماشومانو د وژل کېدو غبرګون کې: زموږ ماشومان د امنیت په نوم وژل کېږي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۲ GMT+۰

د ملي ډېموکراټیک غورځنګ مشر مُحسن داوړ وايي، د خېبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې په نظامي کواډکاپټر ډرون برید کې ۳ ماشومان وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، په دغه برید کې یو بل ماشوم ټپي شوی دی.

مُحسن داوړ د شنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۲۲مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، د بنو ولسوالۍ په مومندخېلو سیمه کې د نظامي کواډکاپټر په برید کې د ابرار، فیصل او محمد په نومونو ۳ ماشومان وژل شوي او د ایمان په نوم یو بل ماشوم ټپي شوی دی.

داوړ زیاتوي: «زموږ ماشومان د امنیت په نوم وژل کېږي. په داسې حال کې چې وسله‌وال تاوتریخوالی په پراخېدو دی، خو دولت خپل قهر پر بې‌ګناه ولس متمرکز کړی دی.»

د یادونې وړ ده، چې لا تر اوسه سیمه‌ییزو ادارو په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

د پاکستاني پولیسو ډرون څرخکو ضد پرمختللې وسلې د پاکستاني طالبانو لاسته ورغلي دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۸ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د ډرون څرخکوضد وسلې د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر ډلې اړوند اتحادالمجاهدین وسلوالو لاسته ورغلي دي. څه وخت مخکې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د ډرون څرخکوضد وسلې بنو کې پولیسو ته په واک کې ورکړې وې.

باخبره سرچینو نن شنبه، د لیندۍ ۲۲مه وویل، چې پاکستاني طالبانو په ځانګړي ډول د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د اتحادالمجاهدین وسله والو د ډرون څرخکوضد وسلې ترلاسه کړي او یادې ډلې د وسلو انځورونو هم خپاره کړي دي.

100%

دا انځورونه افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رسېدلي دي، چې په کې څرګندیږي د پاکستاني طالبانو اړوند وسلوالو په لاسونه کې د هغه کمپنۍ ډرون څرخکوضد وسلې دي، چې څه موده وړاندې د خیبرپښتونخوا د بنو ولسوالۍ پولیسو ته په واک کې ورکړل شوې وې.

100%

دا لا تایید نه ده، چې دا پرمختللې وسلې د پاکستاني پولیسو څخه نیول شوي او که پاکستاني وسلوالو مستقیم خریداري کړي دي.

تراوسه پورې د خیبرپښتونخوا پولیسو ددې موضوع په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی .

له دې وړاندې افغانستان انټرنشنل - پښتو په یو څیړنیز راپور کې موندلې وه، چې په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ بې‌پیلوټه الوتکو او بریدونو پر پاکستاني طالبانو فشار ډېر کړی او درندې مرګ ژوبلې یې ور اړولې، وسله‌وال د دغو بریدونو پر وړاندې نوې لارې لټوي. اوس هغوی د ارزانه تجارتي ډرونونو په لټه کې دي چې د جګړې په ډګر کې د دوی لپاره یو حمایوي چتر رامنځته کړي.

سرچینې د روان کال د جنګاښ په میاشت کې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي و، چې لومړی ډرون برید د حافظ ګل بهادر ډلې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې کړی او د وروستۍ ډرون برید هڅه د جولای پر ۱۹مه د بنو ولسوالۍ د میریان امنیتي حوزې په حدودو کې شوې وه، چې پاکستاني ځواکونو تر برید وړاندې شنډه کړه. د بنو د میریان امنیتي حوزې مسوولینو د هاوان هغه مرمۍ هم وښودې، چې ټي ټي پي غوښتل پر امنیتي حوزه یې وکاروي.

د یادونې وړ ده، د خیبرپښتونخوا بنو پولیسو ته ورکړل شوې د ډرون څرخکوضد وسلې ایا دا وړتیا لري، چې ډرون پرمختللې الوتکې هم راغورځوي او که یوازې د هغو ډرون څرخکو چې ټي ټي پي یې جوړوي د غورځولو وړتیا لري.

خېبر پښتونخوا ایالت څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک کېږي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۲ GMT+۰

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې جمعه د (لېندۍ ۲۱مه) راپور ورکړی، چې د خېبرپښتونخوا چارواکي ښایي په نږدې راتلونکي کې له دغه ایالت څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړي. راپور وایي، دغه اقدام د مرکزي حکومت تر فشار او نیوکو وروسته ترسره کېږي.

په تېره اکټوبر میاشت کې د پاکستان فدرالي حکومت د خېبر پښتونخوا دننه د افغان کډوالو ۲۸ پنډغالي له رسمي نوملړ څخه واېستل. دغه اقدامات د هغه کمپاین برخه وو، چې له مخې یې د «پي‌او ار» کارت لرونکي نږدې ۱.۳مېلونه افغان کډوال له دغه هېواده اېستل کېږي.

د پاکستان یو لوړپوړي دولتي چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د خېبر پښتونخوا حکومت په دې تورن کړی چې افغان کډوالو سره خورا نرم چلند کوي. هغه زیاته کړې: «سره له دې چې په ټول ایالت کې ټول پنډغالي له نوملړ څخه اېستل شوي؛ خو په خېبر پښتونخوا کې د افغانانو د اېستلو پر ځای له هغوی سره نرم چلند کېږي».

نقوي تېره اونۍ په یوې خبري غونډه کې ټینګار کړی و، چې د هېواد په کچه د کډوالو ټول پنډغالي تړل شوي؛ خو په خېبر پښتونخوا کې لا هم یوشمېر پنډغالي فعال دي. هغه زیاته کړه، چې په دغه پنډغالو کې اوس هم افغان کډوال له روغتیايي او ښوونیزو خدمتونو ګټه اخلي.

دغه چارواکي وویل: «د کورنیو چارو وزیر له څرګندونو وروسته ایالتي چارواکو د ولسوالۍ ادارو ته پیغام ورکړ، چې له کډوالو سره دې سخت چلند وکړي». د هغه په وینا؛ د خېبر پښتونخوا چارواکو ته لارښوونه شوې، چې کډوال بېرته خپل هېواد ته ولېږي او په پنډغالو کې دې روغتیايي، ښوونیز، برېښنا، څښاک اوبو، رواني او د ټولنیزو خدمتونو ملاتړ بند کړي.

سرچینې ویلي، چې د کډوالو پنډغالو کې یو شمېر دغه خدمتونه بند شوي او د نورو د بندولو لړۍ هم روانه ده. هغه زیاته کړه، چې د ولسوالیو ادارې هڅه کوي د پنډغالو ټول بنسټیز خدمتونه او مدیریت په خپل لاس کې واخلي. هغه ټینګار وکړ، چې «کډوال له پنډغالو څخه اېستل کېږي».

دغه چارواکي همدارنګه وویل، چې ډېری افغان کډوال په ښاري سیمو کې هم اوسېږي؛ خو لا تر اوسه د هغوی د ستنېدو لپاره کوم همغږی او مشخص پلان نه‌دی عملي شوی. تر دغه نویو امرونو مخکې په یاد ایالت کې ټول ۴۳ د کډوالو پنډغالي فعال وو؛ خو د اکټوبر په ۱۵مه چارواکو په بېړنۍ توګه د پاتې ۲۸ پنډغالو د تړلو امر وکړ.

د خېبر پښتونخوا یو بل لوړپوړي ایالتي چارواکي ډان ته ویلي، چې ولسوالیو ته ویل شوي له کډوالو سره جرګې وکړي او هغو کسانو ته چې خپل وطن ته ستنېدو ته چمتو دي؛ اسانتیاوې برابرې کړي. د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د تازه خپرو شویو شمېرو له مخې؛ په پاکستان کې د افغانانو شمېر له ۲.۱۸ مېلیونه کسانو څخه اوړي، چې له دې ډلې ۱.۲۲ مېلیونه ثبت شوي کډوال دي او یوازې ۳۵ سلنه یې په پنډغالو کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د کلیدي موندنو له مخې؛ د ۲۰۲۳کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه تر د ۲۰۲۵کال د نومبر ۸مې پورې ټولټال ۱,۷۲۳,۴۸۱ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

ایمل ولي خان: فیض حمید ته د هغه د جرمونو په کچه سزا نه ده ورکړل شوې

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۳ GMT+۰

د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان وایي چې د پاکستان د استخبارانو پخواني مشر فیض حمید ته د هغه د کړنو د جدي پایلو په کچه سزا نه ده ورکړل شوې. هغه زیاته کړې چې فیض حمید په کابل کې د چای پیالې په پورته کولو سره «۴۰زره وسله‌وال بیا منظم کړل» او په سیمه یې وروتپل.

ایمل ولي خان د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د پښتنو پر ضد د نسل‌وېش یوه بله هڅه وشوه، خو نه ترې پوښتنه وشوه او نه پرې عدالت تطبیق شو.

هغه ویلي چې فیض په خیبر پښتونخوا کې هغو کسانو ته ځای ورکړ چې د ده د اجنډا د عملي کولو وسیلې وې، او همدا کسان نن هم د اخلاقیاتو درسونه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې چې د «فیض، باجوه، عمران» ګډه ګټه‌ اخېستونکي تر اوسه له حکومتونو، امتیازونو او واک خوندونه اخلي.

ایمل ولي خان ویلي، د همدې سازش له مخې یو بشپړ نسل خپلو سیاسي مشرانو ته د دښمن په توګه ور وپېژندل شو او ورته ویل کېدل چې «ستاسې ټول مشران فاسد دي، یوازې یو مسیحا شته چې نوی پاکستان جوړوي».

ده ټینګار کړی چې د دې مصنوعي بدلون او درواغجنو ویناوو خوند یوازې مرکز او پنجاب څلور کاله واخیست، خو خیبر پښتونخوا د دې پروژې تر ټولو لوی زیان لیدلی، ځکه همدلته د استخباراتو تجربې درې ځلې بریالۍ شوې او پښتنو یې تر ټولو درنه بیه ورکړه.

خیبر پښتونخوا کې په څلورو جلا پېښو کې ۷ کسان وژل شوي دي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۱ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان، بنو او باجوړ ولسوالۍ کې په څلورو جلا پېښو کې ۷ کسان وژل شوي دي. ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د شمالي وزیرستان په اسوري سیمه کې د یوې هاوان مرمۍ د چاودنې له امله د یوې مدرسې دوه زده‌کوونکي وژل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې؛ بنو کې په دوو جلا پېښو کې درې کسان وژل شوي دي. ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د بنو په ډومیل سیمه کې ناپېژاندو وسله‌والو دوه وروڼه په ډزو وژلي دي. په یوې بله پېښه کې بیا ناڅرګندو وسله‌والو د بنو ښار په میریان سیمه کې یو کس په ډزو وژلی دی.

له بل پلوه د باجوړ سالارزو په ملا سید غرونو کې د دوو لادرکه شویو ځوانانو مړي د چهارشنبې په سهار موندل شوي دي. د ځایي پولیسو په وینا؛ د دغه دوو ځوانانو عمرونه ۲۳ او ۲۴ کاله ښودل شوي دي.

پاکستاني پولیسو ویلي، دغه ځوانان د نامعلومو وسله‌والو له لوري تښتول شوي وو چې پر بدن یې د سختې شکنجې نښې نښانې هم لیدل کېږي. پولیسو ویلي، چې د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړې؛ خو لاتر اوسه د یادو پېښو پړه کومې ډلې په غاړه نه‌ده اخیستې.