میاخېل: ایران او پاکستان په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان په تړاو مثبت رول نه‌دی لوبولی

د ملي دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه‌محمود میاخېل وایي، ایران او پاکستان په تېرو څو لسیزو کې د افغانستان په تړاو مثبت رول نه‌دی لوبولی او تل یې هڅه کړې، چې د کمزوري افغانستان په موجودیت کې خپلې ګټې خوندي کړي.