طالبان وایي، په فراه او نیمروز کې د نشه‌یي توکو سلګونه کیلو ګرامه کیمیاوي توکي نیول شوي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، د څو جلا عملیاتو پر مهال د فراه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې ۸۴۵ کیلو ګرامه اومان او د نیمروز ولایت په دلارام ولسوالۍ کې ۵۲۰ کیلو ګرامه سوډا د پولیسو له‌خوا کشف او ترلاسه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ اومان او سوډا هغه کیمیاوي توکي دي چې د نشه‌یي توکو د تولید او جوړولو په برخه کې ترې کار اخیستل کېږي. په خبرپاڼه کې دا نه‌دي راغلي، چې د دغه توکو په تړاو څوک نیول شوي او کنه.