• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په پنجشېر کې د ۱۱۰مېلیونه افغانیو په ارزښت ۶۲ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۲ GMT+۰

طالبانو په پنجشېر ولایت کې د ۱۱۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت ۶۲ پراختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې. د پنجشېر لپاره د طالبانو والي حافظ محمداغا حکیم ویلي، د دغه پروژو موخه د یاد ولایت اقتصادي وضعیت ښه‌والی، د کرنې پراختیا، ترانسپورتي پرمختګ او د طبیعي پېښو د ګواښونو کمول دي.

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژې د طالبانو د والي په مشرۍ د سیمه‌ییزو چارواکو، قومي مخورو او علماوو په حضور کې په رسمي ډول پرانیستل شوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د پرانیستې مراسمو په ترڅ کې د طالبانو د والي دفتر د راتلونکي کال لپاره د څو لویو پراختیايي پروژو خبر ورکړ.

د خبرپاڼې له مخې؛ د طالبانو، یونپس او نړۍوال بانک په مالي ملاتړ دغه ۶۲ پروژو تطبیق چې د اوبو کانالونه او زېرمې، کلیوالي سړکونو، استنادي دېوالونه، پلچکونه او یو شمېر نورې پروژې په‌کې شاملې وې؛ ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

په خپرپاڼه کې راغلي، چې دغه پروژې به د ولایت د اقتصادي پیاوړتیا، د کرنې پراختیا، د ترانسپورت ښه‌والي او د طبیعي پېښو د ګواښونو کمولو لپاره مهم ګام وي او د خلکو ژوند به ورسره اسانه شي.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د‌ طالبانو په واکمنېدو سره په هېواد کې د بې‌روزګارۍ کچه په بې‌سارې توګه لوړه شوې او د رغنیزو پروژو په برخو کې نړۍوالې مرستې هم د پام وړ کمې شوې دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وایي، د کابل په سروبي کې د ۲۳مېګاواټه لمریزې برېښنا لومړنۍ پروژه مخ په بشپړېدو ده

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۸ GMT+۰

د طالبانو د برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۵۷مېګاواټه لمریزې برېښنا یوه پروژه مخ په بشپړېدو ده. دغه شرکت وایي، دا په ټول هېواد کې د لمریزې برېښنا لومړنۍ پروژه ده چې په کلني ډول به ۲۴زره مېګاواټه برېښنا تولیدوي.

د یاد شرکت د پانګونې د همغږۍ رییس فرید شرف مل په وینا؛ د دغه لمریزې برېښنا ودانیزې چارې بشپړې شوې او نږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. هغه زیاتوي: «نږدې ورځو کې به دغه پروژه تکمیل شي او د برېښنا له ملي شبکې سره به په عملي توګه ونښلول شي». د نوموړي په خبره؛ دغه پروژه د خصوصي سکټور په پانګونه شوې او له دې برېښنا څخه به د برېښنا شرکت بېلابېل پېریدونکي برخمن شي.

افغانستان چې ډېره تکیه یې د ازبکستان او ترکمنستان په وارداتي برېښنا ده، په کور دننه لا هم پر ځان بساینې لپاره په دې برخه کې هېڅ راز کوټلي اقدامات نه‌دي شوي. کارپوهان وایي، افغانستان د لمریزې برېښنا او د اوبو بندونو لپاره پراخ فرصتونه لري؛ خو د مدیریت لپاره عملي اراده نه لیدل کېږي.

څو میاشتې وړاندې د میرویس عزیزي په نوم یو افغان پانګه‌وال له طالبانو سره د ۱۰زره مېګاواټه تولیدي برېښنا تړون لاسلیک کړ، چې ټول‌ټال پرې ۱۰مېلیارده امریکايي ډالره لګښت راځي؛ خو لا هم د یادې پروژې عملي چارې نه‌دي پیل شوې.

عزیزي ویلي، چې دغه پروژه به نږدې راتلونکي کې پیل کړي او افغانستان د برېښنا انرژۍ په برخه کې پر ځان بسیا کړي؛ خو یو شمېر افغان سیاست‌وال او د مخکېني جمهوري حکومت چارواکي د هغه دغه اقدام یوازې خیال بولي او د عملي کېدو په تړاو یې شکونه لري.

نجیب‌الله علي خېل: تهران کې د افغانستان اړوند د سیمه‌ییزې غونډې اغېزې محدودې دي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۲ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیب‌الله علي خېل په تهران کې د ایران رابلل شوې سیمه‌ییزه غونډه د افغانستان په اړه د ایران د نفوذ د پراخولو هڅه بللې او ویلي یې دي، چې د طالبانو د نه ګډون له امله یې پایلې ښايي محدودې وي.

هغه پر اېکس پاڼه لیکلي، د ایران په تهران کې د سیمه‌ییزې غونډې اساسي موخه دا ده چې د افغانستان په اړه د سیمې په کچه خپل رول او نفوذ تثبیت کړي. هغه ویلي: «ایران هڅه کوي د طالبانو او ځینو سیاسي مخالفینو ترمنځ سیاسي جوړجاړي ته زمینه برابره کړي او تل د ګډ حکومت د ټینګښت غوښتونکی پاتې شوی دی.»

نوموړي زیاته کړې:« په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو پر مهال د طالبانو سره د ایران د اړیکو او ملاتړ ګډ لید لوری، د دغه پوځیانو د وتلو موضوع وه چې ایران حتی غوښتل د دوحې تړون پرته امریکا وتلو ته مجبوره شي.»

نجیب‌الله علي خېل یادونه کړې، په یادې ناسته کې د طالبانو د نه ګډون لامل دا دی چې هغوی نه غواړي د افغانستان مسايل د سیمې یا نړۍوالې ټولنې په کچه د یوې قضیې په توګه مطرح شي. هغه ویلي: «که کورنۍ ستونزې د ملي تفاهم او سلا له لارې حل شي؛ نو بهرنیو هڅو ته اړتیا او د پلمو ځای نه پاتې کېږي.»

هغه ټینګار کړی، چې یو متحد، مقتدر او دایمي ثبات لرونکی افغانستان به د سیمې هېوادونو سره د متقابلو همکاریو فرصتونه پراخ کړي او دا به د ټولو په ګټه وي.

د تهران ناسته چې د افغانستان پر موضوع متمرکزه وه؛ تېره ورځ د ایران په پلازمېنه تهران کې جوړه شوې وه او په‌کې د روسیې، پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو ګډون لاره؛ خو طالبانو بیا په دغه ناسته کې له ګډونه ډډه کړې وه.

افغان پانګه‌وال د طالبانو له حکومت نه غواړي، چې دولتي ادارو کې کورني تولیدات وکاروي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۳۵ GMT+۰

د افغانستان د کورنیو تولیداتو ټولنه د طالبانو له حکومت نه غواړي، چې د داخلي تولیداتو د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره باید په دولتي ادارو کې کار واخیستل شي. دوی وایي، د افغانستان کورني تولیدات اوس لوړ کېفیت لري؛ خو د طالبانو حکومت لا هم په قراردادونو کې له بهرنیو تولیداتو ګټه اخلي.

د یادې ټولنې مشر عبدالنصیر رشتیا وایي، که طالبان د بهرنیو تولیداتو پر ځای د افغانستان داخلي تولیدات په خپلو دولتي ادارو کې وکاروي؛ نو ورسره به د افغان پانګه‌والو تولیدات ډېر شي او هم به کاري فرصتونه ورسره پراخ شي. هغه زیاته کړه: «دوی باید خپلو قراردادونو کې زموږ له تولیداتو کار واخلي، دا کار پانګونه هم ډېروي او ورسره به موږ خلکو ته ډېرې دندې هم پیدا کړو».

د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې د دارلانشا مشر عبدالمتین سکندري په وینا؛ د کورنیو تولیداتو د ملاتړ یوازینۍ لاره دا ده، چې د طالبانو حکومت باید داخلي تولیدات وکاروي. د هغه په خبره؛ طالبان په دې برخه کې خپلو کړو ژمنو ته وفاداره نه‌دي.

یو شمېر افغان پانګه‌وال ټینګار کوي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې تولیدات په نړۍوالو معیارونو برابر دي او د ښه کېفیت غذایي توکي تولیدوي. د نظر احمد احمدي په نوم یو پانګه‌وال وویل: «خوشبختانه اوس افغانستان کې غذایي مواد په ښه کېفیت او نړۍوال سټنډرډ باندې تولیدېږي. اکثرو برخو کې موږ خودکفا شوي یو».

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ؛ افغانستان اوس‌مهال په ۵۰۰ سکټورونو کې کورني تولیدات لري، چې له دې ډلې په نږدې ۱۵۰برخو کې پر ځان بسیا دی. که څه هم د طالبانو مشر ملاهبت الله په یو فرمان کې له خپلو دولتي ادارو غوښتي و، چې له کورني تولیدانو کار واخلي؛ خو د هغه پر دې امر لا تر اوسه په بشپړه توګه عمل نه‌دی شوی او لا هم د دغه ډلې په اداري قردادونو کې بهرنیو توکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

همدا راز پانګه‌وال نیوکې کوي، چې په افغانستان کې په کافي توګه د برېښنا نشتوالی او د طالبانو حکومت له لوري د دوی تولیداتو نه ملاتړ د صنعت کارانو او فابریکو د پراختیا مخه ډب کړې ده.

د پېښور محکمې افغان زده‌کړیالې ته د زده‌کړو د دوام لنډمهالې اجازه ورکړې ده

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۷ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا د پېښور یوې محکمې افغانې زده‌کړیالې روبي ته لنډمهالې اجازه ورکړې، چې له پاسپورټ پرته دې په طبي برخه کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. یادې محکمې د خیبر میډیکل پوهنتون مرستیال رییس او د نوم‌لیکنې کمېټې مشر ته خبر ورکړی، چې د دغه زده‌کړیالې غوښتنو ته رسمي ځواب ورکړي.

روبي له محکمې غوښتي، چې د وروستۍ ازموینې نوملړ تر خپرېدو وروسته دې د مرکې لپاره وبلل شي او که ازموینه کې بریالۍ شي؛ نو د MBBS یا BDS اړوند پروګرامونو کې دې د نوم‌لیکنې اجازه ورکړل شي.

روبي د (PoR) لرونکې افغانه کډواله ده، چې د خپلې کورنۍ سره په پاکستان کې ثبت شوې ده. هغې د لېسې زده‌کړو تر بشپړولو وروسته په طبي برخه کې د زده‌کړو لپاره ازموینه ورکړې او ښې نمرې یې ترلاسه کړې دي.

محکمه به د یادې قضیې په اړه د روانې ډسمبر میاشتې په ۳۰مه خپله راتلونکې پرېکړه واوروي؛ څو د یادې زده‌کړیالې د نوم‌لیکنې په اړه وروستۍ پرېکړه وشي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت تر دې وړاندې په دغه هېواد کې د مېشتو اې‌سي‌سي او پي او ار کارت لرونکو افغانانو د وتلو امر کړی و او د دغه کډوالو پر وړاندې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د نیولو او افغانستان ته یې د اېستلو لړۍ لاهم روانه ده.

د افغان کډوالو د اېستلو په لړ کې؛ ایران کې بهرنیو کارګرو ته کاري پېژندپاڼې ورکول کېږي

۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۲ GMT+۰

د ایران پارلمان ویلي، د ملي کډوالۍ سازمان په نوم یوه داسې طرحه یې مخ په بشپړېدو ده چې له مخې یې ولایتونه مسوولیت لري؛ څو د بهرنیو کارګرو اړوند د کاري ځواک اړتیاوې روښانه کړي. ایراني رسنۍ وایي،‌ د یادې طرحې پر بنسټ به بهرنیو کارګرو ته کاري پېژند پاڼې هم ورکړل شي.

د ایران د پارلمان د کورنیو چارو او شوراګانو د کمېسیون غړي کامران پولادي په وینا؛ د دغه پېژند پاڼو په ورکړو سره به بهرني کارګر له خپلو حقونو او بیمې څخه هم برخمن شي. هغه وایي، د «ملي کډوالۍ سازمان» طرحه یې د پارلمان په اجنډا کې شامل کړې او له دې سره به د بهرنیو وګړو حضور هم منظم او‌ په ښه ډول اداره شي.

هغه وویل، له کلونو راهیسې په ایران کې د ناقانونه بهرنیو وګړو د شمېر په اړه بېلابېل او متضاد ارقام یادېږي او دغه موضوع د خلکو په یوې جدي غوښتنه بدله شوې ده. له همدې امله د پارلمان یاد کمېسیون پرېکړه کړې، چې د یادې ستونزې د حل لپاره یوه روښانه او منظه تګلاره رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړه: «د کار، همکارۍ او ټولنیزې هوساینې له وزارت سره په ګډو ناستو کې مو له دغه وزارت څخه وغوښتل، چې د ولایتي عمومي رییسانو له ظرفیت څخه په ګټې اخیستنې، هغه سخت او زیانمن کارونه مشخص کړي چې کورني کاري ځواک ورته لږه لېوالتیا لري؛ دا هماغه تګلاره ده چې ډېری هېوادونه یې د کار بازار د تنظیم لپاره کاروي».

د کامران پولادي په خبره؛ د ایران هر ولایت به په کره توګه د کډوالو کاري ځواک اړوند خپله اړتیا اعلانوي. پولادي تشریح کړه: «د بېلګې په توګه که د خراسان رضوي ولایت اعلان وکړي، چې په سختو کارونو کې ۱۰۰زره کډوالو کارګرو ته اړتیا لري، دغه شمېر ثبتېږي او نور ولایتونه هم خپل شمېر وړاندې کوي. په پای کې د دغه معلوماتو له راټولولو وروسته، وروستی شمېر معلومېږي او د یادو کارګرانو لپاره کاري پېژندپاڼې صادرېږي».

هغه زیاته کړه: «د کاري پېژندپاڼې له صادرېدو سره به کار ورکوونکي مکلف وي، چې د کډوالو کارګرو تنخوا، بیمه او نور قانوني حقونه په بشپړه توګه مراعات کړي. دغه چاره د یادو کارګرو وضعیت روښانه کوي او که کومه ستونزه رامنځته شي؛ نو کار ورکوونکی به ځواب ویونکی وي. دا به د کار په برخه کې د نظم او امنیت د ټینګښت لامل شي».

پولادي د هغو نیوکو په ځواب کې چې وایي د بهرنیو وګړو حضور د ځوانو ایراني کارګرانو د ځینو دندو پر وړاندې لېوالتیا کمه کړې، وویل: «د کورني کاري ځواک کارول زموږ لومړیتوب دی او په دې کې هېڅ شک نه‌شته؛ خو حقیقت دا دی چې ځینې دندې دومره سختې دي، چې د کورنیو کارګرو یوه برخه یې د ترسره کولو وس یا لېوالتیا نه‌لري. ډېری هېوادونه هم د همدې ډول کارونو لپاره د کډوالو له کاري ځواک څخه استفاده کوي».

هغه په پای کې هیله څرګنده کړه، چې د ولایتي راپورونو له بشپړېدو او د طرحې له وروستي کېدو سره به ډېر ژر د ملي کډوالۍ سازمان د جوړېدو راتلونکی پړاو پیل شي. هم‌مهاله په ایران کې مېلیونونه افغان کډوال په درنو کارونو بوخت دي او په یاد هېواد کې د بهرنیو کارګرو ډېر شمېر هم افغانان جوړوي. په وار، وار افغان کارګرو شکایت کړی، چې په ایران کې ورسره د کار ورکوونکو له لوري ناسم چلند کېږي او ان وخت ناوخت ورته خپلې تنخواوې او حق الزحمې هم نه ورکول کېږي.