د ایران د پارلمان د کورنیو چارو او شوراګانو د کمېسیون غړي کامران پولادي په وینا؛ د دغه پېژند پاڼو په ورکړو سره به بهرني کارګر له خپلو حقونو او بیمې څخه هم برخمن شي. هغه وایي، د «ملي کډوالۍ سازمان» طرحه یې د پارلمان په اجنډا کې شامل کړې او له دې سره به د بهرنیو وګړو حضور هم منظم او په ښه ډول اداره شي.
هغه وویل، له کلونو راهیسې په ایران کې د ناقانونه بهرنیو وګړو د شمېر په اړه بېلابېل او متضاد ارقام یادېږي او دغه موضوع د خلکو په یوې جدي غوښتنه بدله شوې ده. له همدې امله د پارلمان یاد کمېسیون پرېکړه کړې، چې د یادې ستونزې د حل لپاره یوه روښانه او منظه تګلاره رامنځته کړي.
نوموړي زیاته کړه: «د کار، همکارۍ او ټولنیزې هوساینې له وزارت سره په ګډو ناستو کې مو له دغه وزارت څخه وغوښتل، چې د ولایتي عمومي رییسانو له ظرفیت څخه په ګټې اخیستنې، هغه سخت او زیانمن کارونه مشخص کړي چې کورني کاري ځواک ورته لږه لېوالتیا لري؛ دا هماغه تګلاره ده چې ډېری هېوادونه یې د کار بازار د تنظیم لپاره کاروي».
د کامران پولادي په خبره؛ د ایران هر ولایت به په کره توګه د کډوالو کاري ځواک اړوند خپله اړتیا اعلانوي. پولادي تشریح کړه: «د بېلګې په توګه که د خراسان رضوي ولایت اعلان وکړي، چې په سختو کارونو کې ۱۰۰زره کډوالو کارګرو ته اړتیا لري، دغه شمېر ثبتېږي او نور ولایتونه هم خپل شمېر وړاندې کوي. په پای کې د دغه معلوماتو له راټولولو وروسته، وروستی شمېر معلومېږي او د یادو کارګرانو لپاره کاري پېژندپاڼې صادرېږي».
هغه زیاته کړه: «د کاري پېژندپاڼې له صادرېدو سره به کار ورکوونکي مکلف وي، چې د کډوالو کارګرو تنخوا، بیمه او نور قانوني حقونه په بشپړه توګه مراعات کړي. دغه چاره د یادو کارګرو وضعیت روښانه کوي او که کومه ستونزه رامنځته شي؛ نو کار ورکوونکی به ځواب ویونکی وي. دا به د کار په برخه کې د نظم او امنیت د ټینګښت لامل شي».
پولادي د هغو نیوکو په ځواب کې چې وایي د بهرنیو وګړو حضور د ځوانو ایراني کارګرانو د ځینو دندو پر وړاندې لېوالتیا کمه کړې، وویل: «د کورني کاري ځواک کارول زموږ لومړیتوب دی او په دې کې هېڅ شک نهشته؛ خو حقیقت دا دی چې ځینې دندې دومره سختې دي، چې د کورنیو کارګرو یوه برخه یې د ترسره کولو وس یا لېوالتیا نهلري. ډېری هېوادونه هم د همدې ډول کارونو لپاره د کډوالو له کاري ځواک څخه استفاده کوي».
هغه په پای کې هیله څرګنده کړه، چې د ولایتي راپورونو له بشپړېدو او د طرحې له وروستي کېدو سره به ډېر ژر د ملي کډوالۍ سازمان د جوړېدو راتلونکی پړاو پیل شي. هممهاله په ایران کې مېلیونونه افغان کډوال په درنو کارونو بوخت دي او په یاد هېواد کې د بهرنیو کارګرو ډېر شمېر هم افغانان جوړوي. په وار، وار افغان کارګرو شکایت کړی، چې په ایران کې ورسره د کار ورکوونکو له لوري ناسم چلند کېږي او ان وخت ناوخت ورته خپلې تنخواوې او حق الزحمې هم نه ورکول کېږي.