اتو اروپايي هېوادونو روسیه د یورو اتلانتیک لپاره مستقیم او اوږدمهالی ګواښ وباله

فنلنډ، سویډن، استونیا، لاتویا، پولنډ، بلغاریا، رومانیا او لیتوانیا ویلي چې روسیه د یورو-اتلانتیک سیمې د امنیت، سولې او ثبات لپاره تر ټولو لوی، مستقیم او اوږدمهالی ګواښ دی.

د اروپايي اتحادیې د دغو اتو هېوادونو مشرانو د سې‌شنبې په ورځ په هلسینکي کې سره ولیدل او د اروپايي ټولنې د ختیزې پولې د دفاع په اړه یې خبرې وکړې.