جرمني په پولنډ کې د پاټریوټ هوايي دفاع ماموریت پای ته ورساوه

د جرمني دفاع وزارت د سې‌شنبې په ورځ وویل چې په پولنډ کې د دغه هېواد د هوايي او توغندیزې دفاع د کاري ځواک سرتېرو خپل ماموریت، لکه څنګه چې پلان شوی و، پای ته رسولی او د «پاټریوت» دفاعي سیستمونه بېرته جرمني ته لېږدول شوي دي.

د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې که څه هم پاتریوت سیستمونه بېرته انتقال شوي، خو جرمني به لا هم د ناټو د ایتلافي قلمرو د ختیزې څنډې او خپلو شریکانو د ساتنې لپاره ونډې او همکارۍ ته دوام ورکړي.