• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په جاكارتا کې د طالبانو او روسیې سفیران پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۰

په اندونیزیا کې د طالبانو سرپرست سفیر مولوي سعدالله بلوچ له خپل روسي سیال سرګي ګنادویچ تولچنوف سره لیدلي دي. په جاګارتا کې د طالبانو سفارت وايي، په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د سیاسي، اقتصادي او کلتوري ګډو همکاریو پر لارو چارو خبرې شوې دي.

په اندونیزیا کې د طالبانو تر واک لاندې افغان سفارت د چارشنبې په ورځ پر اېکس ولیکل، چې دواړو لوریود سوداګرۍ، پانګونې، زده کړو، فرهنګي مبادلاتو او امنیتي برخو پر همکاريو ټینګار کړی.

د سفارت په وینا، په دې لیدنه کې د سیمه‌ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه د همغږۍ پر اړتیا، د ګډو پروژو د پرمخ وړلو او د دواړو هیوادونو تر منځ د اعتماد او دوستانه اړیکو پر اهمیت هم بحث شوی.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

ندا محمد ندیم یوځل بیا د امیر پر اطاعت ټینګار کړی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۸ GMT+۰
100%

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر دیني عالمانو په وینا کې یوځل بیا ټینګار کړی، چې د «ملت او امارت» ترمنځ اړیکې باید قوي وساتل شي او د امیر اطاعت وشي. هغه پر دیني عالمانو غږ کړی، چې «خلک د نظام پر ارزښت او د امیر په اطاعت او بیعت» وپوهوي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د چارشنبې په ورځ په کابل کې «په افغانستان کې د درملو منطقي کارونه او راتلونکی لیدلوری» کنفرانس ته وینا پرمهال وویل، چې د یادې ډلې له خوا د ښه چلند کولو لارښوونه د علماوو له خوا شوې ده، نو علما دې هم طالبانو او ملت ته متوجې شي.

نوموړي زیاته کړې:« خدای مه کړه د ملت او د نظام د مسولینو ترمنځ دا محبت او اخلاص، چې د شل کالو په جریان کې یې درلود، له منځه ولاړ نه شي.»

نوموړي دیني علماوو ته په خطاب کې ویلي، چې باید د افغانستان خلک د نظام په اهمیت وپوهوي ځکه دده په وینا، دوی د مسوولینو شان، د اسلامي نظام قدر او عزت، د اسلامي امیر بیعت او د اطاعت بیعت ته اړتیا لري.

نوموړي له خپل امیر او نظام څخه پر داسې مهال پر بیعت او اطاعت کولو ټینګار کړی، چې څو ورځې وړاندې د یادې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خوست کې د خبرو پرمهال له خلکو سره د طالبانو د ادارې پر چلند توندې نیوکې کړې وې.

د طالبانو د مشرانو په خبرو کې په دې وروستیو کې د امیر د اطاعت او له اختلافونو د ډډې کولو خبرې ډېرې اورېدل کیږي.

مولوي کبیر پر خلکو غږ کړی چې د «نظام او امنیت تخریبوونکي» پرې نه ږدي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۸ GMT+۰
100%

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې په یوه جــهادي مدرسه کې د وینا پرمهال ویلي چې مدرسې د اسلامي نظام د حاکمیت او ساتلو سرچینې دي. مولوي کبیر دغه راز پر خلکو غږ کړی چې د نظام د تخریب او د امنیت د اخلال هڅو ته اجازه ورنه کړي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي کبیر په دې غونډه کې ویلي، چې مدرسې نه یوازې د دیني علومو د زده کړې، بلکې د اسلامي نظام د حاکمیت او ساتلو اساسي سرچینې دي.

‏نوموړي زیاته کړې، چې پر افغانستان د شوروي اتحاد او بیا د امریکا او ناټو د یرغلونو خلاف په جهاد کې د مدرسو، پوهنتونونو او ټول ولس قربانۍ د دې لامل شوې چې دغه «یرغلګر » ماتې وخوري.

‏د طالبانو د کډوالو وزیر دغه راز په خپله وینا کې له دیني علماوو او خلکو غوښتي چې خپل نظریات، نیوکې او وړاندیزونه له اړوندو مسوولینو سره شریک کړي او هغوی چې د نظام د تخریب او د امنیت د اخلال هڅه کوي باید اجازه ورنه کړل شي.

د طالبانو د چارواکو په وروستیو ویناوو کې د «امیر بدیل»، «اختلاف» او «اطاعت» او « تخریب» مخنیوي په څېر کلمو معنادار تکرار اورېدل کېږي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندامحمد ندیم وویل چې په اسلامي نظام کې یوازې یو امیر شته او ټول باید د هغه اطاعت وکړي.

د هغه په وینا، «ډېر امیران» د نظام د فساد او ناکامۍ لامل کېږي.

د طالبانو د استخباراتو مرستیال تاجمیر جواد هم له دې وړاندې په یوه غونډه کې وویل چې کورني او بهرني عوامل د طالبانو د نظام پر وړاندې د ستونزو جوړولو هڅه کوي.

طالبانو له ایکو سازمان نه د برېښنا برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۳ GMT+۰
100%

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ د پروګرامونو رییس د ایکو سازمان د برېښنا اړوند انلاین غونډه کې له دغه سازمان نه غوښتي، چې د افغانستان د اوبو او برېښنا په برخه کې له طالبانو سره همکاري وکړي.

دطالبانود اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ د پروګرامونو رییس جان محمد حمزه د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) په دویمه غونډه کې په انلاین وینا کې د افغانستان په نوې کېدونکې انرژۍ کې پر پراخو ظرفیتونو ټینګار کړی او له غړو هېوادونو یې غوښتې چې د افغانستان د انرژۍ په پرمختګ کې ورسره همکاري وکړي.

نوموړي ویلي، چې د سیمې د برېښنا بازار جوړول، د تخنیکي همکاریو پیاوړتیا، په انرژۍ پروژو کې ګډه پانګونه او د سیمې هېوادونو ترمنځ همغږۍ زیاتول د دې غونډې د بحث اصلي محورونه وو.

د طالبانو ددغه چارواکي په وینا، د افغانستان د بریښنا تولید ظرفیت، د اوبو د بندونو پراختیا، او د لمریزې او بادي انرژۍ په برخو کې د پانګونې فرصتونه هم د بحث موضوع وه.

هغه زیاته کړې چې د سیمه‌ییزو برېښنا شبکو په پراختیا سره افغانستان کولای شي خپلو ګاونډیو هېوادونو ته هم برېښنا صادره کړي او د اقتصادي پرمختګ لپاره یې دوامداره منابع برابر کړي.

ازبکستاني پولیس وايي په بخارا کې یې له افغانستان نه قاچاق شوي اپین نیولي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۹ GMT+۰
100%

د ازبکستان په بخارا ولایت کې له افغانستان څخه د قاچاق شویو نشه‌یي توکو یوه کڅوړه نیول شوې ده. پولیس وايي، د تلاشي پر مهال، په موټر کې څلور کیلو او ۷۱۵ ګرامه اپین وموندل شول، چې د قانوني کړنلارې له مخې ضبط او دوه شکمن کسان ونیول شول.

د ازبکستان د دولتي امنیتي خدماتومطبوعاتي دفتر ویلي، چې د جوندور ولسوالۍ په سیمه کې یو موټر، چې د «بخارا -قره قل» پر لاره روان و، ودرول شو او تلاشي ترې واخیستل شوه. په موټر کې د یادې ولسوالۍ یو اوسېدونکی او یو بهرنی وګړی سپاره وو.

د تلاشي پر مهال، په موټر کې څلورکیلو او ۷۱۵ ګرامه اپین وموندل شول، چې د قانوني طرزالعمل له مخې ضبط شول.

ویل کېږي دغه اپین له افغانستان څخه قاچاق شوي وو او په بخارا کې په یو پټ ځای کې ساتل شوي وو.

دا مهال د یادو کسانو پر ضد د ازبکستان د جزا قانون د ۲۸مادې او د ۲۴۶مې مادې د ۲مې فقرې (قاچاق) او همدارنګه د ۲۵مادې او د ۲۷۳ مادې د ۵ فقرې(د نشه‌یي توکو پلور او لېږد) له مخې جنايي دوسیه پرانیستل شوې او د «حبس» احتیاطي تدبیر پرې تطبیق شوی دی.

د قانون له مخې، د داسې جرمونو مرتکبینو ته له ۱۰څخه تر ۲۰ کلونو پورې د بند سزا ورکول کیږي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر وايي چې په قرغیزستان کې د افغانستان د «سوداګرۍ کور» جوړوي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۳ GMT+۰
100%

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، په قرغیزستان کې د افغانستان د سوداګرۍ کور په جوړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې ستونزې حل شي او د صادراتو او وارداتو په زیاتوالي، پانګونې او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د باور پراخېدو کې به مرسته وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن د چارشنبې په ورځ، د لېندۍ ۲۶مه د قرغیزستان د اقتصاد وزیر سره د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پراخوالي په تړاو ځینې هوکړې لاسلیک کړې او قرغیزستان په کابل کې خپل د سوداګرۍ کور پرانېست.

پر همدغه مهال د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل، چې دوی هم پلان لري په قرغیزستان کې د افغانستان د سوداګرۍ کور جوړ کړي.

نوموړي ویلي، چې د دواړو هېوادونو له لوري د سوداګرۍ کورونو جوړول به د افغان او قرغیزي سوداګرو ترمنځ یو ګټور پل وي.

نور الدین عزیزي زیاته کړه:«موږ په پلان کې لرو چې په قرغیزستان کې د سوداګرۍ کور جوړ کړو، له دې لارې به د سوداګریزو موانعو د حل، د پانګه اچوونکو هڅونې، د صادراتو او وارداتو زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اعتماد پراخېدو کې مرسته وشي او د سیمې د اقتصاد د پراختیا په برخه کې به ګټور تمام شي».

همدارنګه نورالدین عزیزي وویل، طالبان تمه لري، چې له قرغیزستان سره د یوې ګډې ستراتیژۍ له لارې د صادراتو او کرنیزو محصولاتو زیاتوالي، له قرغیزستان څخه افغانستان ته د ماشینونو، تجهیزاتو، د صنعتي موادو انتقال، تبدیدلي صنایعو، بسته بندۍ او لوجیستیک برخو کې ګډه پانګونه وکړي.

عزیزي زیاته کړه چې افغانستان چمتو دی د ترانزیټې دهلیزونو د جوړولو، ګمرکي همغږۍ، د لاریو د تګ راتګ او د سوداګریزو او ګډو ترانزیټي لوجیستیکي مرکزونو جوړولو لپاره له قرغیزستان سره عملي همکارري وکړي.

د نوموړي په وینا، دمګړی د افغانستان او قرغیزستان د ګډو کاري ګروپونو په جوړولو سره د دواړو هېوادونو فرصتونه او ظرفیتونه ارزول کېږي او د دوه اړخیزو همکاریو لپاره یوه مستقیمه سوداګریزه شبکه جوړه شوې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر دغه راز په خپلو کې دې ته هم اشاره وکړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا له مخې به د قرغیزستان سوداګر د افغانستان له لارې د سویلي اسیا، ایران او خلیج حوزې بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي او افغان تولیدوونکي کولای شي د قرغیزستان له لارې قزاقستان، روسیې، چین، او د یوریشیا اقتصادي اتحاديي ته لاسرسی ولري.

طالبانو ویلي، چې له قرغیزستان سره د اوږدمهاله سوداګریزو او اقتصادي اړیکو او ملګرتیا اراده لري او ډاډ یې څرګند کړی، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو په مخ کې پراته خنډونه به حل او د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره به نوې دروازې پرانېستل شي.