سپنې ماڼۍ د سېشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۵مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سفر په دې بندیز کې هغه فلسطینیان هم شامل دي، چې د فلسطین د خپلواکې ادارې پاسپورټونه لري.
د امریکا حکومت ویلي، چې دا اقدام د «امنیت د ساتنې، د کډوالۍ د قوانینو د پلي کېدو او د احتمالي ګواښونو د مخنیوي» لپاره مهم دی.
ټرمپ د غبرګولي په میاشت کې امریکا ته د ۱۲ هېوادونو د وګړو ننوتل په بشپړ ډول منع کړي وو، چې پکې افغانستان، ایران، استوایي ګینه، میانمار، چاډ، د کانګو جمهوریت، اریتریا، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن شامل و.
همدارنګه، هغه په خپل فرمان کې د برونډي، کیوبا، لاوس، سیرالیون، توګو، ترکمنستان او وینزویلا لپاره د ویزې د ورکړې محدودیتونه هم زیات کړي وو.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې په تازه اقدام کې اعلان وکړ، چې امریکا ته د سفر او کډوالۍ محدودیتونه یې پر ۲۰ نورو هېوادونو غځولي دي.
د انګولا، انتیګوا او باربودا، بنین، دومینیکا، ګابون، ګامبیا، د عاج ساحل، ملاوي، موریتانیا، سینیګال، تانزانیا، ټونګو، زامبیا او زیمبابوې هېوادونو وګړي هم د امریکا د ویزې ترلاسه کولو پر مهال له نویو محدودیتونو سره مخ شوي دي.
د ټرمپ نوی فرمان به د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې نافذ شي.
دا نوی د سفر بندیز فرمان امریکا ته د کډوالۍ د محدودولو د سیاست دوام بلل کېږي. ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې هم ورته حکم صادر کړی و، چې لهمخې یې د اوو هغو هېوادونو وګړي چې اکثریت نفوس یې مسلمانان وو، امریکا ته له داخلېدو منع شوي وو.
ټرمپ همدارنګه د جنورۍ په میاشت کې د کډوالو د منلو له مهمو پروګرامونو څخه یو ځنډولی و، چې په عملي ډول یې د هغو افغانانو ملاتړ ودرولو چې له امریکا سره یې همکاري کړې وه او لسګونه زره کسان یې له ناڅرګند برخلیک سره مخامخ پرېښودل.