• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړۍوال سازمان: د پي‌ټي‌ای پلویانو سره د پاکستاني پولیسو چلند د بشري حقونو نقض دی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۸ GMT+۰

د بښنې نړۍوال سازمان د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د سوله‌ییزو لاریونوالو پر وړاندې د پاکستاني چارواکو له‌خوا د پرله‌پسې د لوړ فشار اوبو کارول وغندل او دا یې د خلکو د سوله‌ییزې راټولېدنې له اساسي حق څخه ښکاره سرغړونه وبلله.

دغه سازمان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اډیاله زندان مخې ته پر سوله‌ییزو اعتراض کوونکو د زور کارول نه یوازې ناوړه کړنه ده، بلکې د سزا ورکولو چلند بڼه لري. د بښنې نړۍوال سازمان ټینګار کړی، چې د پاکستان حکومت باید د خلکو د سوله‌ییز اعتراض حق ته درناوی وکړي او د ځواک له بې‌ځایه او تاوتریخجن استعمال څخه لاس واخلي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان تحریک انصاف (پي‌ټي‌ای) پلویانو د اډیاله زندان ته نږدې لاریون کړی و، خو پولیسو د هغوی د خورولو لپاره د لوړ فشار اوبو څخه کار اخیستی دی. دا اقدام له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی او د بشري حقونو د بنسټونو اندېښنې یې راپارولې دي.

د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، چې د سوله‌ییزو لاریونونو پر وړاندې دا ډول چلند د اساسي قانون، نړۍوالو بشري حقونو او د قانون د حاکمیت له اصولو سره په ټکر کې دی او له پاکستاني چارواکو یې غوښتي، چې د لاریونوالو خوندیتوب تضمین کړي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

روان کال؛ سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اذربایجان ۵۱زره پاکستاني سوالګر شړلي دي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۲ GMT+۰
100%

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې روان کال له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اذربایجان نه ۵۱زره پاکستاني سوالګر شړل شوي دي. د راپور له مخې؛ دغه پاکستانیان د سوال کولو له امله له دغه هېوادونو اېستل شوي دي.

د شمېر له مخې؛ له دې ډلې ۲۴زره کسان له سعودي عربستان، ۶زره له متحده عربي اماراتو او ۲۵۰۰ پاکستانیان له اذربایجان نه د سوال کولو له کبله شړل شوي دي. په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې ځینو کسانو د عمرې په نوم اروپا ته د تګ هڅه کوله.

راپور کاږي، روان کال شاوخوا ۲۴زره کسان کمبوډیا ته تللي چې له دې ډلې ۱۲زره یې لاتر اوسه بېرته نه‌دي راستانه شوي او ۴زره کسان برما ته په سیاحتي ویزو تللي؛ خو ۲۵۰۰ کسان بېرته نه‌دي راستانه شوي.

راپور زیاتوي، تېر کال ۸زره کسان په ناقانونه توګه اروپا ته تللي وو؛ په داسې حال کې چې سږ کال دغه شمېره ۴زرو ته رسېدلې وه.

د اسلام‌اباد سترې محکمې د یوه افغان کډوال د جبري اېستنې مخه نیولې

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۵ GMT+۰
100%

د اسلام‌اباد سترې محکمې د لنډې مودې لپاره د یوه افغان کډوال د اېستلو مخه نیولې. د محکمې تر بلې پرېکړې پورې به دغه کډوال بختي جان افغانستان ته ونه اېستل شي. محکمې ویلي، چې د هغه د تابعیت غوښتنې دوسیه باید په یوې میاشت کې د چارواکو له‌خوا وڅېړل شي.

سترې محمکې د دولتونو او سرحدونو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د نوموړي د ثبت کارت (PoR) د لغوه کولو غوښتنه د یوې میاشتې دننه وڅېړي او تر هغې پورې دې هغه افغانستان ته نه اېستل کېږي.

تېره ورځ قاضي محسن اختر کیاني د دغه قضیې اورېدنه وکړه، چې په ترڅ کې یې د افغان کډوال لپاره د پاکستان تابعیت او د اېستنې څخه د ساتنې غوښتنه شوې وه. د وکیل په استدلال، د سرحدونو وزارت او نادرا ادارو ته غوښتنلیکونه وړاندې شوي؛ خو تر اوسه پرې کومه پرېکړه نه‌ده شوې.

قاضي کیاني څرګنده کړه، که څه هم غوښتنلیک ورکوونکی افغان کډوال دی؛ خو اوس څرګنده شوې چې د هغه والدین پاکستانیان دي. هغه زیاته کړه، چې لومړی باید د نوموړي د PoR کارت لغوه شي او بیا د تابعیت لپاره غوښتنلیک ورکړل شي؛ ځکه چې د PoR کارت لغوه کول د پاکستان تابعیت ترلاسه کولو لپاره اړینه چاره ده.

محکمې دارنګه د سرحدونو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د نوموړي د PoR کارت لغوه کولو غوښتنه د یوې میاشتې دننه وڅېړي او د اورېدنې بله نېټه یې راتلونکې میاشت ته وځنډوله.

بې‌پولې خبریالان: افغان خبریالان په پاکستان کې نیول کېږي او طالبانو ته سپارل کېږي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۶ GMT+۰
100%

د بې‌پولې خبریالانو اداره (RSF) وایي، پاکستان کې مېشت افغان خبریالان چې د طالبانو له‌خوا د پراخو ګواښونو له امله جلاوطنه شوي؛ اوس د خپل‌سرو نیونو او جبري ستنولو له جدي ګواښ سره مخ دي. دغه اداره وايي، پاکستان لږترلږه ۲۰خبریالان بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه کړي.

په پاکستان کې د یادې ادارې مشر اقبال خټک د افغان خبریالانو په تړاو په تازه څرګندونو کې ویلي، افغان خبریالان چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د سر خوندیتوب لپاره جلاوطنه شوي؛ اوس د پاکستان حکومت د سختو پالیسیو له امله «جرمي چلند» سره مخ دي.

د هغه په وینا؛ دغه خبریالان هره ورځ د نیول کېدو او جبري ستنولو له ګواښ سره مخ دي، چې دا چاره له نړۍوالو اصولو ښکاره نقض دی؛ هغه اصل چې د نړۍوالو بشري حقونو د قوانینو بنسټیزه ستنه بلل کېږي.

هغه وایي، لږترلږه ۲۰ افغان خبریالان چې د یادې ادارې له ملاتړه برخمن وو؛ په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغان کډوالو د ډله‌ییزې اېستنې لړۍ چې له ۲۰۲۳کال راهیسې پیل شوې لا هم دوام لري او لسګونه نور افغان خبریالان په وېره کې ژوند کوي چې هره شېبه د نیولو له ګواښ سره مخ دي.

ښاغلی اقبال خټک وړاندې وايي، دغه خبریالان چې د طالبانو له‌خوا د پراخو ګواښونو له کبله جلاوطنه شوي وو؛ اوس بېرته د هماغه ګواښ پر لور له پاکستان نه اېستل کېږي.

اقبال خټک وایي، په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان د جبري ستنولو د ګواښ له امله د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته هم لاسرسی نه‌لري. هغه له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې سملاسي د افغان خبریالانو جبري اېستنه ودروي او د هغوی لپاره د ویزو د تمدید یوه فعاله او رڼه تګلاره فعاله کړي.

یادې ادارې دارنګه له نړۍوالې ټولنې هم غوښتنه کړې، چې د دغه خبریالانو لپاره خوندي او قانوني لارې پرانیزي؛ څو هغوی وکولای شي په درېیمو هېوادونو کې په چټک ډول بیا مېشت شي.

دوی وایي، د افغان خبریالانو جبري ستنول نه یوازې د هغوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي؛ بلکې د بیان ازادۍ او د رسنیو د خوندیتوب پر وړاندې هم یو خطرناک پیغام لېږدوي.

د سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله په ۴۵ ورځو کې پاکستان ته ۱۶،۵ میلیارده روپۍ زیان اوښتی

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۴۹ GMT+۰
100%

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر وايي، له تېرو دوه میاشتو د سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله د عوایدو له اړخه لسګونه میلیونه ډالره مالي زیان اوښتی. ضیاالحق سرحدي وايي، د لارو تړل کېدو له امله په ۴۵ ورځو کې پاکستان ته ۱۶،۵ میلیارده روپۍ زیان اوښتی دی.

د افغان- پاک سوداګرۍ ګډې خونې مشر ضيا الحق سرحدي نن سې شنبه، د لیندۍ پر ۲۵مه وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له تړل کېدو مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنی سوداګریز حجم له دوو څخه تر دریو میلیاردو ډالرو و.

د نوموړي په وینا، د کرنیزو او تعیمراتي توکو ورځني عواید له ۵۰ څخه تر ۶۰ میلیونه ډالرو پورې رسېدل، چې په دې کې سمینټ، بوره، کینو، کچالو، درمل او د جراحي الات شامل ول.

یادې خونې ویلي، چې ناڅاپي او له مخکینۍ خبرتيا پرته د سوداګریزو لارو تړل کېدو يو انساني بحران رامنځته کړی دی، چې له امله يې له لسو زرو څخه زيات موټرچلوونکي، کارګر، د ګمرکاتو استازي او صادروونکي او واردوونکي په دواړو هېوادونو کې بې‌روزګاره شوي دي.

ضياء الحق سرحدي وویل په تورخم او چمن کې له ۸ زرو څخه زيات موټر بند پاتې دي، چې موټرچلوونکي يې هره ورځ د زیان فيس او د سون توکو لګښتونه زغمي او په پاکستان کې د پېښور او کوټې په څېر سرحدي ښارونو اقتصاد چې زياتره پر سوداګريزو فعاليتونو و، په ټپه ولاړ دی.

د نوموړي په وينا، د دواړو هېوادونو د سوداګریزو لارو تړل کېدو سره يوازې په ۴۵ ورځو کې پاکستان ته د ۱۶،۵ میلیاده روپيو «نږدې ۶۰ ميليونه ډالرو» عوایدو زيان رسېدلی دی.

دوی همدراز زیاته کړه، د کراچۍ بندر کې د ۱۴ زرو څخه زيات افغان ټرانزټ کنټينرونو د بند پاتې کېدو له امله د بندر پر نظام هم غيرمعمولي فشار زيات شوی دی۔

نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزولارې د خلاصېدو غوښتنه وکړه.

په تېرو درېیو میاشتو کې له بلوچستان نه تر ۲۶۱زره ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۸ GMT+۰
100%

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یوازې د پاکستان د بلوچستان ایالت له بېلابېلو سیمو ۲۶۱زره او ۷۲۵ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. له دې ډلې بیا ۹۹زره او ۹۵۸ افغان کډوال له کویټې ستانه شوي دي.

د شمېرو له مخې؛ له یادې ډلې ۴۲زره او ۵۷۷ افغان کډوال له چاغي، ۳۳زره او ۲۲۵ له پښین، ۱۹زره او ۷۱۲ له چمن، ۲۶زره او ۵۲۸ له قلعه سېف الله، ۱۵زره او ۷۱۴ له لورلایي، ۲۲زره او ۹۵۵ له قلعه عبدالله او ۱،۰۲۶ له مستونګ نه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې افغانستان ته د دغه ستانه کړای شويو کډوالو له ډلې نږدې ۲۰۰زره یې په ناقانونه توګه په پاکستان کې مېشت وو، تر ۶۰زره ډېرو کډوالو د POR کارتونه لاره.

له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ خورا چټکه شوې ده. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم خبر ورکړی، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴ مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي او له ۲ مېلیونه ډېر مجردان په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.