په بلخ او میدان وردګ کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله درې کسه مړه او ۸ نور ټپیان شوي

په بلخ او میدان وردګ ولایتونو کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله درې کسه مړه او ۸ نور ټپیان شوي دي. په بلخ کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند حافظ محمد عیسی وثیق ویلي، چې د مزارشریف ــ شبرغان پر لویه لار د یوې ټرافیکي پېښې له امله درې کسه مړه او یو بل ټپي شوی دی.

ورته مهال د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ اړوند د کابل ــ کندهار پر لویه لار هم د یوې ټرافیکي پېښې له امله ۷ کسان ټپیان شوي دي. د یادې پېښې ټپیان د درملنې لپاره د دغه ولایت مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.