• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کابل کې د نشه یي توکو او مسکراتو په تور ۱۸ کسانو ته سزاوې ورکړې

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۰ GMT+۰

د طالبانو ستره محکمه وایي چې د کابل ولایت د نشه یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتداییه محکمې د نشه یي توکو په تور ۱۸ کسانو ته سزاوې ورکړې دي.

د طالبانو له سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د تورنو کسانو د نومونو او د سزا د ډول او اندازې په اړه څه نه دي ویل شوي، خو له دې وړاندې طالبانو نورو تورنو شویو کسانو ته د حبس ترڅنګ په عام محضر کې په درو د وهلو سزاوې هم ورکړې دي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

په اسلام اباد کې د طالبانو او قزاقستان سفیران د ګډې سوداګرۍ په اړه غږېدلي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۰ GMT+۰
100%

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب تېره ورځ د قزاقستان له سفیر یرژان کسټافین سره لېدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه ییز اتصال، لويو پروژو، سیمه کې د ګډې سوداګرۍ په برخه کې د شته فرصتونو او ننګونو او د سیمې په ثبات کې د قزاقستان د رول په تړاو خبرې کړې دي.

په اسلام باد کې د طالبانو سفارت ویلي، چې په یاده لېدنه کې سرادار احمد شکیب د افغانستان د سولې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې د قزاقستان د دوامداره ملاتړ او مثبت دریځ ستاینه کړې او هیله یې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۳ میلیاردده ډالرو په ارزښت د ګډې سوداګرۍ وروستۍ هوکړه به د دواړو هېوادونو او سیمې لپاره ګټوره ثابته شي.

همدارنګه په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د قزاقستان د سفیر له قوله ویلي، چې د افغانستان د ثبات او اقتصادي پرمختګ په برخه کې به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د سیمه ییز اتصال او دوه اړخیزې سوداګرۍ په برخو کې به لويي پروژې پلې کړي.

په اسلام اباد کې د قزاقستان سفیر د سیمي د ثبات، اقتصادي پرمختګ او ټرانزیټ د ساتلو لپاره د ټولو هېوادونو پر ګډ اقدام ټینګار کړی دی.

طالبانو د قرغزستان د انرژۍ وزارت له مرستیال سره د کاسا-1000 پروژې په تړاو خبرې کړې دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۴۳ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د برېښنا شرکت اجرایوي مشر د قرغزستان د انرژۍ وزارت له مرستیال وزیر سره په لیدنه کې د برېښنا د وارداتو وضعیت، د پانګونې فرصتونو او د کاسا-1000 پروژې د پرمختګ په اړه خبرې کړې دي.

د یاد شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د قرغزستان د انرژۍ وزارت مرستیال وزیر په یاده ناسته کې د دغه هېواد د اوبو د برېښنا د تولید ظرفیتونه، د برېښنا د تولید نورې سرچینې، د شبکې د عصري کېدو پروسه او د ځیرکو میټرونو سیستم تشریح کړ.

د خبرپاڼې له مخې؛ نوموړي د طالبانو له برېښنا سکتور سره د تخنیکي همکارۍ په برخه کې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړی او د یاد شرکت پلاوي ته یې له برېښنا شبکې د نږدې کتنې لپاره رسمي بلنه ورکړې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، دواړه لورو د برېښنا په برخه کې د تخنیکي اړیکو د پیاوړتیا او د ظرفیت لوړولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

طالبانو ترکیې ته په جعلي اسنادو د سفر په تور یو کس نیولی دی

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۵ GMT+۰
100%

د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله فاروقي ویلي، هغه کس چې د اېټالیا په جعلي اسنادو ترکیې او له هغه ځایه اېټالیا ته د سفر کولو هڅه کوله؛ د مزار شریف نړۍوال هوايي ډګر کې نیول شوی.

هغه زیاته کړې، هغه مافیایي کړۍ هم له‌منځه وړل شوې چې په جعلي اسنادو یې خلکو ته د افغانستان له هوایي ډګرونو د سفر زمینه برابروله. په افغانستان کې د پراخې وزګارتیا له امله افغان ځوانان اړ اېستل کېږي، چې په لوړو لګښتونو په قاچاقي او ناقانونه لارو نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

همدا وړمه اوونۍ د (لېندۍ ۲۳مه) د ایران‌ پولې ته نږدې د ترکیې د ایغدیر ښار پولیسو ۱۲ هغه افغان کډوال نیولي، چې د استوګنې قانوني اسناد یې نه‌لاره. پولیسو همداراز د یادې پېښې په تړاو دوه انساني قاچاق کوونکي هم نیولي وو.

د ترکي رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې یادو قاچاق کوونکو هڅه کوله دغه افغان کډوال په ناقانونه توګه د استانبول ښار ته ولېږدوي.

ملګري ملتونه: د طالبانو ځینې مشران د هبت‌الله فرمانونه نه عملي کوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۰ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار کمیټې په تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د مشر ملاهبت‌الله ټول فرمانونه په افغانستان کې یوشان نه تطبیقېږي. راپور زیاتوي، چې د طالبانو ځواکمن مشران لکه د حقاني شبکې غړي کولای شي د خپلې خوښې کار ترسره کړي او د خپل مشر له لارښوونو سرغړونه وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وایي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي دروازو د تړل پاتې کېدو له امله افغانستان هره ورځ شاوخوا یو مېلیون ډالر اقتصادي زیان ګالي. په تازه راپور کې یادې شورا خبرداری ورکړی، که بنسټیزو ستونزو ته رسېدنه ونه‌شي؛ نو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د پوځي شخړو ګواښ شته.

په افغانستان کې د بهرنیو وسله‌والو فعالیتونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نوي راپور کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د نه حضور په تړاو د طالبانو ادعا «بې‌بنسټه» بللې. د بندیزونو د څار کمیټې ویلي، د نړۍ ډېری هېوادونه په دوامداره توګه تاییدوي، چې ترهګریزې ډلې په افغانستان کې فعالیت لري.

په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د داعش خراسان، تحریک طالبان پاکستان، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک، جماعت انصارالله، اتحاد المجاهدین پاکستان او نورې ډلې حضور لري.

د ستنېدونکو کډوالو پراخې څپې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وایي، د ۲۰۲۳کال له اکتوبر راهیسې تر ۴.۵ مېلیونه ډېر افغان کډوال چې ډېری یې په ایران او پاکستان کې مېشت وو؛ په جبري ډول افغانستان ته اېستل شوي دي.

د امنیت شورا په وینا؛ د راستنېدونکو کډوالو د رسېدنې او ملاتړ په برخه کې د نړۍوالې ټولنې هڅې، د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو له امله له جدي خنډونو سره مخ دي.

طالبانو له هند نه د سنتي طب په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۴ GMT+۰
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي هند ته د سفر په لړ کې د دغه هېواد د سنتي، ایورویدي او یوناني طب له وزیر شري پرتاپراو جادوف سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې د سنتي طب په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې په کابل کې د سنتي طب د څېړنیز مرکز او انسټیټیوټ د جوړولو، د یادې برخې د متخصصینو د روزنې او د همکارۍ د هوکړه‌لیک د لاسلیک پر موضوعاتو خبرې شوې دي.

همداراز نور جلال جلالي د درملیزو فابریکو، صادرونکو شرکتونو او دودیزو درملو ټولنو له مسوولینو سره لیدلي دي. په خبرپاڼه کې راغلي:« په دې لیدنه کې افغانستان ته پر معیاري درملو واردولو، د قیمت او کیفیت برخې ته ځانګړې پاملرنې، په افغانستان کې پر پانګونې او ځینو نورو موضوعاتو باندې خبرې تر سره شوې.»

هندي چاراواکو هم په یادو برخو کې د همکارۍ پراختیا ډاډ ورکړی دی. د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د درملو د وارداتو د اسانتیا لپاره هند ته سفر کړی دی. طالبانو تر دې وړاندې له پاکستان نه د درملو واردات درولي او هڅه کوي، چې هندي او ایراني درمل د پاکستاني درملو پر ځای وکاروي.