• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین؛ په پاکستان کې تر ۳۷ مېلیونه ډېر ماشومان واکسین شول

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۹ GMT+۰

د پاکستان ملي بېړني عملیاتو مرکز (NEOC) د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې په دغه هېواد کې د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین په لومړیو درېیو ورځو کې له ۳۷ مېلیونو زیات ماشومان واکسین شوي دي.

پاکستان د افغانستان تر څنګ په نړۍ کې د هغو دوو هېوادونو له ډلې دی، چې لاهم د پولیو پېښې په‌کې ثبتېږي. ورته مهال؛ د روان کال له پیل راهیسې تر دې دمه په پاکستان کې د پولیو ۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې تر ټولو ډېرې پېښې په خیبر پښتونخوا کې ثبت شوې دي.

ترویج لرونکی

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني
۱

جرمني د ۲۰۲۶ کال له اګست وروسته د افغان پاسپورټونو تمدید په رسمیت نه پېژني

۲

د طالبانو او مخالفو ځواکونو تر منځ په بدخشان کې نښته شوې

۳

د هواپوهنې اداره: په ۱۷ ولایتونو کې د باران، تالندې، سېلیو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۴

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي لاهم کابل ته بېرته نه دی ستون شوی

۵

ملا ندیم محصلینو او طالبانو ته: کوشش وکړئ چې د امیرالمومنین بې اطاعتي درڅخه ونشي

•
•
•

نور کیسې

په یوه اونۍ کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۲۰۰ افغانان خوشې شوي دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۱ GMT+۰
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۱۶۷ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

د امریکا کانګرس پر سوریې لګېدلي بندیزونه لغوه کړل

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۹ GMT+۰
100%

د امریکا کانګرس د بشارالاسد حکومت پر مهال پر سوریې لګېدلي بندیزونه د تل لپاره لغوه کړي دي. امریکایي چارواکي وایي، دغه پرېکړه کولای شي جګړه ځپلې سوریې ته د بهرنیو پانګونو د بېرته ستنېدو لاره هواره کړي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې؛ د امریکا سنا د ۲۰۱۹کال «سزار قانون» د کلني دفاعي بودجې په چوکاټ کې لغوه کړ. دغه طرحه د ۷۷ موافقو او ۲۰ مخالفو رایو په ترلاسه کولو سره تصویب شوه او تر دې وړاندې د استازو جرګې هم تایید کړې وه. تمه کېږي، چې ولسمشر ډونالد ټرمپ به دغه قانون لاسلیک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ تر دې وړاندې د سعودي عربستان او ترکیې په غوښتنه د سوریې پر ضد بندیزونه دوه ځله د لنډې مودې لپاره ځنډولي وو؛ خو د سوریې لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع د بندیزونو د بشپړ او دایمي لغوه کېدو غوښتنه کړې وه.

د سزار قانون سوریه له نړۍوال بانکي نظام څخه جلا او بهرنۍ پانګونه یې سخته محدوده کړې وه. د بندیزونو دایمي لغوه کېدل د واشنګټن او دمشق ترمنځ په اړیکو او د سوریې په اقتصادي راتلونکې کې یو مهم بدلون بلل کېږي؛ خو شنونکي وایي عملي اغېزې به یې د راتلونکو سیاسي او امنیتي بدلونونو پورې تړلې وي.

ملګري ملتونه: د سختو ورښتونو له امله د غزې د بې‌ځایه شویو وضعیت خورا کړکېچن شوی

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۸ GMT+۰
100%

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د تېرې اونۍ سختو بارانونو په غزه کې د سلګونه زره بې‌ځایه شویو فلسطینیانو د ژوند شرایط لا سخت کړي دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) ویاند جاناتان کرېکس دغه وضعیت «وحشتناک» بللی.

نوموړي بي‌بي‌سي ته ویلي:« زموږ اندېښنه د هغو ماشومانو روغتیا ده، چې په خېمو او لنډمهاله سرپناوو کې له لمدو جامو سره ژوند کوي او د بېلابېلو ناروغیو له ګواښ سره مخ دي.»

ورته مهال د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې یو ماشوم د سختې یخنۍ او لږترلږه ۱۱ نور د خرابې هوا له امله د ودانیو نړېدو له امله مړه شوي دي. د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، چې تر اوسه پورې نږدې ۵۵زره کورنۍ د سختو بارانونو له امله اغېزمنې شوې دي.

دارنګه، په تېرو دوو ورځو کې د سختو ورښتونو له امله تر ۴۰ ډېرو بېړنیو سرپناوو کې اوبه ډنډ شوي، چې ډېری اوسېدونکي یې بې‌ځایه کړي دي. د سره صلیب نړۍوالې کمېټې هم دغه وضعیت «د اندېښنې وړ» بللی او د بشري مرستو د زیاتوالي غوښتنه یې کړې ده.

ایران د امریکا له‌خوا د وینزیولا د سمندري محاصرې ګواښ غندلی دی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۰۷ GMT+۰
100%

د ایران د بهرنیوچارو وزارت د امریکا متحده‌ایالاتو له‌خوا د وینزویلا پروړاندې ګواښونکي څرګندونې او اقدامات په ځانګړي ډول د سمندري محاصرې ګواښ او د دغه هېواد د قانوني نفتو د صادراتو د مخنیوي هڅې په کلکو ټکو غندلې دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې چې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۶مه) خپره شوې ویل شوي، چې د زور کارولو پر بنسټ د امریکا ګواښونکې څرګندونې او عملي اقدامات د یو سیسټماټیک سیاست څرګندونه ده، چې د نړۍوالو حقونو اصول او د ملګرو ملتونو منشور په بشپړ ډول تر پښو لاندې کوي. دغه سرغړونې په ځانګړي ډول د کښتۍ‌چلونې د ازادۍ، د سمندري تګ‌راتګ د امنیت او د نړۍوالې سوداګرۍ د ازادۍ حقونه له جدي ګواښ سره مخ کوي.

خبرپاڼه زیاتوي، د امریکا هغه هڅې چې د وینزویلا له‌خوا تګ‌راتګ کوونکې سوداګریزې بېړۍ توقیف کړي، پرې برید وکړي یا یې د تګ مخه ونیسي، د دولتي سمندري غلا او وسله‌والې غلا په توګه ارزول کېږي. همدارنګه، د امریکا د کورنیو قوانینو او یو اړخیزو بندیزونو یادونه د دغو ناقانونه کړنو د توجیه لپاره د هېڅ ډول مشروعیت وړ نه ده.

خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې د یو خپلواک هېواد پر وړاندې د ګواښ، اقتصادي محاصرې او زور کارولو هر ډول اقدام د ملګرو ملتونو د منشور بنسټیز اصول په تېره د ملي حاکمیت د درناوي، د ځمکنۍ بشپړتیا او د زور کارونې د منع اصل ښکاره سرغړونه ده. دا هم ویل شوي، چې وینزویلا د نړۍوالو حقونو له‌مخې د هر بهرني ګواښ پر وړاندې د دفاع بشپړ حق لري او هېڅ هېواد باید په دې برخه کې مداخله ونه‌کړي.

تر دې وړاندې د وینزویلا پوځ اعلان وکړ، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو ګواښونو «نه دي وېرېدلي»، چې د بندیز لاندې تېل‌وړونکو بېړیو د محاصرې امر یې ورکړی؛ هغه بېړۍ چې یا وینزویلا ته روانې دي او یا ترې وځي.
د وینزویلا د دفاع وزیر ولادیمیر پادرینو لوپېز د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۶مه) په هغه مراسمو کې چې د پوځي لوړپوړو قومندانانو په حضور کې ترسره شول او هغوی پکې د هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو ته یو ځل بیا د وفادارۍ لوړه وکړه، وویل: «موږ د امریکا حکومت او د هغه ولسمشر ته وایو، چې د هغوی له خامو او متکبرانه ګواښونو نه وېرېږو.»
نوموړي ټینګار کړی: «د دې ملت د عزت پر سر هېڅ ډول معامله نشته او موږ د هېچا پر وړاندې تسلیمېدو ته چمتو نه یو.»

پخوانی امریکایي چارواکی: هېوادونه په افغانستان کې د ښځو د ځپلو له امله له مرستو ډډه کوي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۸ GMT+۰
100%

د امریکا د دفاع وزارت پخوانی مرستیال ډېوېډ سیډني وايي، چې په افغانستان کې «جنسيتي توپیر» روان دی او ښځې د ژوند له ټولو برخو اېستل شوې دي. د هغه په خبره، ډېری هېوادونه پر افغان ښځو د دوامداره ظلم له امله په مستقیم ډول افغانستان ته د بشري مرستو لېږلو ته زړه نه ښه کوي.

ښاغلي سیډني له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې زیاته کړې، چې طالبانو د ښځو د کار مخه په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو په دفترونو او د بشري مرستو د وېش په برخو کې نیولې، چې له امله یې په عملي ډول خلکو ته د اغېزمنو مرستو رسول ناشونې شوي دي.

سیډني زیاته کړه، چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې د افغانستان د تخنیکي او اداري وړتیا لویه برخه پر لوستو ښځو ولاړه وه او د هغوی له اېستلو سره هېواد له سخت بشري ناورین او د مسلکي کدرونو له کمښت سره مخ شوی دی.

هغه چې د افغانستان د امریکايي پوهنتون پخوانی رییس هم و ټینګار وکړ، تر هغه چې ښځې ونه‌شي کولای په ټولنه کې خپل رول ولوبوي، د افغانستان خلک به د لوږې او پراخ محرومیت له جدي ګواښ سره مخ وي.

تر دې وړاندې د بشري حقونو بنسټونو هم په افغانستان کې روان وضعیت «د جنسیتي اپارټایډ څرګنده بېلګه» بللې وه. د ښځو د حقونو فعالانو له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې جنسیتي اپارټایډ په رسمیت وپېژني.

د ښځو د حقونو فعالان وایي، چې طالبانو له عامه ډګر څخه د ښځو د اېستلو لپاره تر اوسه له ۱۶۰ زیات لیکلي او شفاهي فرمانونه صادر کړي دي.