• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې بشري ناورین د راستنېدونکو کډوالو ژوند ګواښي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۶ GMT+۰

د بښنې نړیوال سامان خبرداری ورکړی، چې‌ په افغانستان کې ژور بشري ناورین د هغو کډوالو ژوند په جدي توګه ګواښي، چې په زوره افغانستان ته ستانه کړل شوي. دوی پر کوربه هېوادونو غږ کړی چې د افغان کډوالو د جبري ستنولو بهیر دې ودروي.

د بښنې نړیوال سازمان نن د جمعې په ورځ د لېندۍ ۲۸مه په یوه راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو سرغړونو د زیاتوالي سربیره په میلیونونه کډوال له ګاونډیو هېوادونو او اروپايي هېوادونو په زوره افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د تازه شمېرو له مخې، سږکال یوازې له ایران او پاکستان څخه له ۲،۶ میلیونو څخه ډېر په غیر قانوني ډول شړل شوي، چې شاوخوا ۶۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د بشري سرغړونو، د اساسي خدمات سخت کمښت، د بېکارۍ کچې زیاتوالی او د طبیعي پېښو له امله د راستنېدونکو کډوالو لپاره د جدي زیانونو ګواښ زیات کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې بشري ناورین د راستنېدونکو لپاره د زیان ګواښ ډېر کړی دی او هیوادونه د نړیوال قانون له مخې حق نه لري خلک هغو ځایونو ته واستوي چې هلته د بشري حقونو سرغړونو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان د اعلامیې په یوه برخه کې ویل شوي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې مېرمنې او نجونې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند څخه ایستل شوې دي.

دوی له ۱۲ کلنۍ وروسته له زده کړې منع شوې، د تګ راتګ او بیان ازادي محدوده شوې او له ملګرو ملتونو، نادولتي موسسو او دولتي ادارو سره یې پر کار بندیز لګېدلی دی.

سازمان ویلي، هغه کسان چې له پخواني حکومت سره یې کار کاوه، په ځانګړې توګه د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو غړي او هغه کسان چې د طالبانو پر پالیسیو نیوکه کوي، له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د بشري حقونو دغه سازمان د جبري راستنېدونکو سره د خبرو په حواله ویلي، چې ډیری یې له راستنیدو وروسته په دوامداره ویره کې ژوند کوي او د ناامنۍ او د طالبانو د فشار له امله بیا تېښتې ته اړ شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په ټولو هیوادونو غږ کړی چې ژر تر ژره دې د افغان وګړو جبري اخراج ودروي، د دوی قانوني او اخلاقي مکلفیتونو ته دې غاړه کیږدي او د بیا مېشتېدنې لارې پراخې کړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د هوا پوهنې اداره: د کابل په ګډون ۲۷ ولایتونو کې د ورښتونو او واورو د ورېدلو امکان شته

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۶ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د هوا پوهنې اداره وايي، چې د هېواد د پلازمېنې کابل په ګډون په ۲۷ ولایتونو کې د واورې او شدیدو بارانونو د ورېدو او نسبي بادونو امکان شته.

ددې ولایتونو په ډله کې کابل، کاپیسا، پروان، پنجشیر، بامیان، دایکندي، میدان وردګ، غزني، لوګر، پکتیا، پکتیکا،، کندهار، زابل، هلمند، ارزګان، هرات، فراه، نیمروز، غور، بادغیس، بلخ، جوزجان، سرپل، کندز، بدخشان، لغمان او نورستان ولایتونو کې د باران، وارې او تالنده د را منځته کېدو احتمال شته.

په یادو ولایتونو کې د ورښت اندازه له ۵ څخه تر ۳۰ ملي‌متره او د واورې کچه له ۵ تر ۲۰ سانتي‌متره پورې اټکل شوې ده.

له همدې امله، د یادو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتنه شوې، چې د سیندونو له غاړو ځانونه لرې وساتي او د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ولایتي کمېټو د لارښوونو سره سم لازم تدابیر ونیسي او عملي یې کړي.

د برېتانیا ځانګړی استازی: د افغانستان خوندي راتلونکي لپاره د ښځو سیاسي ګډون اړین دی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي وایي چې د افغانستان د خوندي او سوکاله راتلونکي لپاره د ښځو سیاسي ګډون اړین دی. هغه ویلی چې بریتانوي چارواکو په هسپانیه کې د «زموږ غږ واورئ» په غونډه کې د ګډون له لارې د افغان میرمنو لپاره حساب ورکول پیاوړي کړي دي.

د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي د جمعې په ورځ، د لیندۍ ۲۸مه په خپل اېکس کې په یوه یادښت کې د افغانستان په سیاسي راتلونکي کې د ښځو د ګډون پر اهمیت ټینګار وکړ.

هغه وویل چې برتېانوي چارواکو په مادرید کې د افغان ښځو په اړه د «زموږ غږونه واورئ» په غونډه کې د هغوی د ملاتړ لپاره ګډون وکړ.

د افغان ښځو په اړه درېمه غونډه، چې سرلیک یې «زموږ غږونه واورئ» و، د لیندۍ ۲۱مه په مادرید کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې به د هسپانیا د بهرنیو چارو وزیر، د افغانستان د بشري حقونو فعالین، نړیوال کارپوهان، د افغانستان لپاره ځانګړي استازي او د مختلفو هیوادونو سفیران ګډون کړی و.

ریچارډ لیندزي د لیندۍ ۲مه کابل ته له سفر وروسته وویل چې هغه د طالبانو له چارواکو سره په خپلو غونډو کې د یو ټولګډونه حکومت د جوړولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د برېتانیا ځانګړي استازي وايي چې په دې غونډو کې یې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې په پروسه کې د طالبانو د رغنده ښکیلتیا پر اهمیت هم ټینګار کړی دی.

سرچینو په ایران کې د سړې هوا له امله د افغان کډوالو د یوې ډلې د مړینې خبر ورکړی

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۰

هرات کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې د افغان کډوالو یوه ډله چې ایران ته په لاره و، د سړې هوا له امله د ایران په خاوره کې مړه شوي دي. سرچینو ویلي، د ۱۵ کسانو جسدونه د هرات د کهسان او ادرسکن ولسوالیو ته لیږدول شوي دي. ځینو سرچینو د مړو شویو شمېر لسګونه ښودلی.

افغانستان انټرنشنل - پښتو په ایران کې له یوه افغان کډوال سره خبرې وکړې چې د ایران د مزار شهدا او تایباد روغتونونو د مړو د ساتلو سړو خونو څخه یې لیدنه کړې وه، هغه وویل چې له څلوېښتو څخه ډیر افغان کډوال مړه شوي دي.

دا شمیره لا تر اوسه په رسمي ډول تایید شوې نه ده. خو ډیری افغان کډوال د ایران په پوله کې لا هم ورک دي.

سرچینو ویلي چې په دې وروستیو ورځو کې سلګونه خلک د ایران په لور روان شوي و، چې په لاره کې د سختې سړې هوا سره مخ شوي دي. دا بهیر لاهم ادامه لري.
ویل کیږي چې دغه خلکو هڅه کوله چې له غیر رسمي لارې ایران ته ننوځي خو په پوله کې موسم ډېر باراني او هوا سړه وه.
ځینو سرچینو ویلي چې د مړو شویو کسانو وارثان لا هم د خپلوانو د جسدونو په لټه کې دي.
ایران او طالب چارواکو تر دې دمه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

ملګري ملتونه: داعش خراسان څانګه په افغانستان ټولټال ۲۰۰۰ جنګیالي لري

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۱۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل تازه راپور کې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د جنګیالیو شمېر ټولټال ۲۰۰۰ تنه اټکل کړی دی. ملګرو ملتونو ویلي:«د داعش خراسان څانګه اوس هم د افغانانو له خوا رهبري کېږي، خو د دې ډلې د جنګیالیو لویه برخه د منځنۍ اسیا هېوادونو وکړي دي.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي، چې د داعش خراسان ډلې موخه په نړیواله کچه د لویو بریدونو ترسره کول او د جنګیالیو د استخدام او مالي ملاتړ وړتیا ښودل دي.

په دغه راپور کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو هېوادونو د معلوماتو پر بنسټ ویل شوي، چې داعش خراسان، ټي ټي پي، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ، جماعت انصارالله، اتحاد المجاهدین پاکستان او نورې ډلې په افغانستان کې شتون لري.

همدارنګه په راپور کې ویل شوي، چې دمګړی له ۲۰ څخه زیات نړیوال او سیمه ییز ترهګریز سازمانونه په افغانستان کې فعال دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د نشتون په اړه د طالبانو ادعا بې اساسه بللي ده او د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې کمیټې ویلي، چې ډیری هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون په دوامداره توګه تاییدوي.

د یاد راپور له مخې، ټي ټي پي پر پاکستان کې ګڼ بریدونه د افغانستان له خاورې ترسره کړې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ویلي، چې داعش ډلې په افغانستان کې جهادي مدرسې جوړې کړې او له ۱۴ کلونو کم عمره ماشومانو ته د ځانمرګو بریدونو زده کړې ورکوي.

په راپور کې ویل شوي، چې یادې جهادي مدرسې د افغانستان په شمال کې ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې شتون لري.

په ورته مهال تېره ورځ د پاکستان رسنیو راپور ورکړ، چې د یاد هېواد استخباراتي اداري «ای اېس ای» د سلطان عزیز اعزام په نوم د داعش خراسان مهم غړی او ویاند نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په ځلونو پاکستان د داعش په ملاتړ تورن کړی او د روان کال په وږي میاشت کې د طالبانو د اسخباراتو رییس عبدالحق وثیق ادعا کړې وه، چې د داعش په څېر ډلو مرکزونه له افغانستان څخه بهر شتون لري او خبرداری یې ورکړ، چې که نړیواله ټولنه یادې مسلې ته پاملرنه ونه وکړي، نو درنه بیه به یې پرې کړي.

د طالبانو د استخباراتو رییس ویلي و چې:« نن داعش په افغانستان کې هېڅ مرکز او ریښې نه لري او نه یې کومه سیمه تر واک لاندې ده. په افغانستان یا بهر کې د دې ډلې بریدونه له افغانستان څخه بهر تنظیمږي.»

محمود فضلي:که پاکستان په رښتیا ثبات غواړي نو له بې نظمۍ څخه د ګټې اخیستنې سوداګري دې ودروي

۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام پرمهال د چارو ادارې مشر محمود فضلي د افغانستان په اړه د امنیت شورا وروستي راپور ته د پاکستاني چارواکو د خوښیو ډکي څرګندونې د خندا وړ بللي دي او وایي که پاکستان په رښتیا سره ثبات غواړي نو لاره دې بدله کړي او له بې نظمۍ څخه د ګټې اخیستنې سوداګري دې ودروي.

محمود فضلي ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور چې پکې له افغانستان څخه د فعالیت کوونکو ترهګرو ډلو یادونه شوې، په غبرګون کې یې پاکستاني چارواکو له خوښۍ ډکه ځان ستانه ښودلې، سربیره پردې چې دا عمل خندونکی ښکاري خو له دې څرګندونو ډېر څه روښانیږي.

نوموړي ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا چې د افغانستان په برخه کې یې باور له لاسه ورکړی او پر هغوی په تکیه کولو د بریا لمانځل «یا خو د هېریدو نښه ده او یا هم قصدي انکار.»

محمود فضلي ویلي، که پاکستان په رښتیا سره د ثبات غوښتونکی وي، نو حللاره یې نه پیچلې او نه هم نوې ده:« لاره بدله کړئ او له بې نظمۍ څخه د ګټې اخیستنې سوداګري ودروئ. هغه اوږدمهاله سوداګري پای ته ورسوئ چې د نیابتي، مذهبي او افراطیانو مېلمه پالنه، بیا کارونه او له نوم بدلولو څخه جوړه شوې.»

نوموړي پاکستاني چارواکو ته په اشاره سره ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ستاینه حقیقت نه پټوي، بلکې، دا یو وهم دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې دمګړی په افغانستان کې د ټي ټي پي، القاعده، د ترکستان اسلامي حرکت او د ازبکستان اسلامي غورځنګ په ګډون شل ترهګري ډلي فعاله دي.

په ورته مهال ځینو پاکستاني چارواکو ویلي، چې د امنیت شورا یاد راپور د دوی هغه اعاوې تایید وي، چې وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون د ګاونډیانو لپاره ستر ګواښ دی.