امریکا د ایران اړوند د تېلو د لېږد تر ۱۸۰ ډېرې بېړۍ د بندیزونو په نوملړ کې اضافه کړې

د امریکا د خزانې وزارت خبر ورکړی، چې د ایران اړوند د تېلو د لېږد تر ۱۸۰ ډېرې بېړۍ یې د بندیزونو په نوملړ کې شاملې کړې دي. د راپورونو پر بنسټ؛ دغه بېړیو په «ناقانونه ډول او د جعلي بېرغونو» په کارولو سره د ایران تېل صادرول.