امریکا په ارام سمندر کې پر دوو کښتیو برید کې پنځه کسان وژلي دي

د امریکا د پوځ سویلي قوماندې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پوځیانو د پنجشنبې په ورځ په ارام سمندر کې پر دوو کښتیو برید وکړ. د امریکا پوځ ویلي، پر دغه دوو کښتیو برید کې ټولټال پنځه کسان وژل شوي.

د امریکا د پوځ په وینا؛ دغه کښتۍ د نشه‌یي توکو په عملیاتو کې ښکېلې وې او وژل شوي کسان «نارکو-تروریست» وو.