روسیې د اوکراین په اوډېسا برید کې ۷ کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي

اورکایني چارواکي وایي، روسي ځواکونو د اوکراین په جنوبي اوډېسا ولایت کې د بندر پر جوړښتونو د بالیسټیک توغندیو برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

اورکایني چارواکي وایي، روسي ځواکونو د اوکراین په جنوبي اوډېسا ولایت کې د بندر پر جوړښتونو د بالیسټیک توغندیو برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د دغه سیمې والي اولې کیپر په وینا، ددغه برید له امله په یو شمېر بار موټرو کې اور هم لګېدلی دی.
د بیړنیو خدمتونو کارکوونکي په سیمه کې د اور مړ کولو او ژغورنې عملیات کوي، خو د نورو بریدونو دوامداره سیګنالونو عملیات ستونزمن کړي دي.


د روسیې دولتي خبري اژانس د سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د تېر کال د مسکو په څنډه کې د «کروکوس» تالار پر مرګوني برید تورن کسان له روسیې بهر، د ترکیې او افغانستان په ګډون، ځانګړې پوځي روزنې ترلاسه کړې وې.
د راپور له مخې، یادو بریدګرو د وسلو په مسلکي کارولو کې لوړه وړتیا لرله. د روسیې د پوځي محکمې یوه سرچینه وايي چې ټول تورن کسان روزل شوي وو او د برید لپاره یې بشپړ چمتووالی درلود.
په راپور کې ویل شوي چې له تورنو څخه یو، شمسالدین فریدوني، د برید د همغږۍ، د ځای د پېژندنې، د موټر د برابرولو او د وسلو د ترلاسه کولو مسوولیت درلود.
همدارنګه ویل شوي چې بریدګر د مالي انعام ژمنه هم ترلاسه کړې وه.
دغه برید د تېر کال وري میاشتې په ۳مه د مسکو په څنډه کې وشو، چې پکې ۱۴۹ کسان ووژل شول او له ۶۰۰ډېر ټپیان شول.
د دغه برید مسوولیت هغه مهال داعش ډلې منلی و.
د دې پېښې قضايي بهیر له اوړي راهیسې پیل شوی وه او اصلي تورن کسان اوس محکمې ته حاضر شوي دي.

ټرمپ په سوریه کې د داعـــ.ش پر وړاندې د امریکا د پراخو پوځي عملیاتو پیل ته په اشارې سره وویل: «لکه څنګه چې ما ژمنه کړې وه، امریکا به له داعـــ.ش ترهګرو څخه ډېر سخت غچ واخلي.» ټرمپ زیاته کړې، امریکا به په سوریه کې د داعـــ.ش پټنځایونه په کلکو ګوزارونو سره په نښه کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټينګار وکړ، که داعـــ.ش لهمنځه یووړل شي، سوریه به روښانه راتلونکې ولري.
سنتکام: امریکا په سوریه کې د داعــ.ش پر ضد ستر پوځي عملیات پیل کړل | افغانستان انټرنشنل پښتو
نوموړي ویلي:«د سوریې حکومت، د هغه سړي تر مشرتابه لاندې دی، چې د دغه هېواد د عظمت بیرته راګرځولو لپاره سخت کار کوي، په بشپړه توګه زموږ ملاتړ کوي.»
ټرمپ ټولو «هغو ترهګرو» ته، چې پر امریکایانو برید کوي خبرداری ورکړ: «که په هر ډول پر امریکا برید وکړئ یا یې وګواښئ، نو تر بل هر وخت به سخت هدف وګرځول شئ.»

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، چې دغه هېواد به هڅې وکړي، څو په سرحدي سیمو کې له افغانستان سره «اړیکې او تعاملات پیاوړي او چټک» شي. هغه دغه خبرې له افغانستان سره پر پوله پروت سویلي خراسان ولایت ته د خپل سفر په پای کې وکړې.
د ایران ولسمشر وویل، د سویلي خراسان والي ته صلاحیت ورکړل شوی، چې له افغانستان سره د اړیکو او تعامل بهیر ګړندی کړي.
ایران هڅه کوي افغانستان ته صادرات زیات کړي ځکه چې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې تړلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري صفر ته رسیدلې ده.
ایران تر اوسه د طالبانو حکومت په رسميت نهدی پېژندلی او د دواړو لورو ترمنځ د هلمند سیند د اوبو د حق، د کډوالو د داخلېدو او د نوي حکومت د جوړښت په څېر موضوعاتو په تړاو اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي. له دې سره سره ایران په کابل کې خپل سفارت فعال ساتلی او له طالب چارواکو سره منظمې اړیکې لري.
ایران تېره اوونۍ په تهران کې د افغانستان په تړاو د ګاونډیو هېوادونو او روسیې د استازو په ګډون د یوې غونډې کوربه و. طالبانو دغې غونډې ته د استازي له لېږلو ډډه وکړه.

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) اعلان کړی، چې د دغه هېواد ځواکونو په سوریه کې د داعــ.ش ډلې پر زیربناوو او وسلهتونونو پراخ او ستر بریدونه پیل کړي دي. سنتکام په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، دا عملیات په سوریه کې د داعـــ.شیانو له لوري د امریکایانو د وژنې په غبرګون کې ترسره کېږي.
د امریکا پوځ ټینګار کړی، چې دغه بریدونه د داعش د پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو او د سیمې د امنیت د ټینګښت په موخه ترسره کېږي.
د امریکا دفاع وزیر پېټ هېګسټ هم د دې عملیاتو پخلی کړی او ویلې یې دي، د دغه هېواد ځواکونو په سوریه کې د داعــ.ش ډلې پر ضد د «هاکای سترایک» په نوم پوځي عملیات پیل کړي، چې موخه یې د داعــ.ش د وسلهوالو، زیربناوو او د وسلو د مرکزونو لهمنځه وړل دي.
هېګسټ د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) په خپلو څرګندونو کې وویل، دا عملیات د ډسمبر په ۱۳مه د سوریې د پالمیرا په ښار کې پر امریکايي ځواکونو د شوي برید په مستقیم غبرګون کې پیل شوي دي.
هغه ټینګار وکړ، چې دا د جګړې پیل نه، بلکې د امریکا له لوري د غچ اخیستنې اعلان دی. د دفاع وزیر په وینا، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې، امریکا به هېڅکله د خپلو وګړو د دفاع په برخه کې شاته نهشي او نه به هم ځنډ وکړي.
پېټ هېګسټ خبرداری ورکړ، که د نړۍ په هر ځای کې پر امریکایانو برید وشي، امریکا به برید کوونکي تعقیب، پیدا او لهمنځه به یې یوسي.
د امریکا دفاع وزیر زیاته کړه، چې امریکايي ځواکونو نن خپل دښمنان په نښه کړل او ګڼ شمېر یې ووژل شول او دا بهیر به دوام ولري.
دا عملیات په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د امریکا د پوځ دوه سرتېري او یو ملکي ژباړن د شنبې په ورځ د ډسمبر په ۱۳مه د سوریې په پالمیرا ښار کې د داعــ.ش په برید کې ووژل شول. له پېښې وروسته د امریکا د جګړې وزارت (پنتاګون) وویل، چې دوی هلته د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو د ملاتړ په موخه مېشت و.
د پنتاګون ویاند شان پارنېل بیا وویل، په دې برید کې درې نور کسان ټپیان شوي دي. د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګست په وینا، بریدګر د همکارو ځواکونو له لوري وژل شوی دی.

په بریتانیا کې یوې محکمې تایید کړه، چې د دوو ماشومانو د یوې ۳۴ کلنې مور مړینه په ترکیې کې د ترسره شوې ښکلا جراحۍ له عوارضو رامنځته شوې ده. دغه پېښه په ۲۰۲۲ کال کې شوې وه، خو رسمي پایله یې اوس خپره شوې ده.
د بریتانوي رسنیو د راپور لهمخې، صوفي هانټ په استانبول ښار کې د «نیسانتاسي» په نوم په یوه خصوصي روغتون کې د ملا لاندې شاتنۍ برخې او د نس جراحي عملیات ترسره کړي و. د نورثهمپټون د څېړنیزې محکمې په وینا، هغه د بدن د څو غړو د کمزورۍ له امله مړه شوې ده.
د صوفي هانټ کورنۍ محکمې ته ویلي، چې دوی اندېښمن و، ځکه د دوی په باور هغه له فزیکي پلوه د دغو جراحي عملیاتو لپاره مناسبه نهوه. د هغې خور ایمي هانټ، بيبيسي ته ویلي، که دا جراحي نه وای ترسره شوې، نو خور به یې اوس ژوندۍ وه.
د راپور لهمخې، د صوفي روغتیايي وضعیت له خرابېدو وروسته، هغه د امبولانس له لارې د استانبول د «اروپا صفاک» روغتون ته ولېږدول شوه؛ هغه روغتون چې د زړه د ځانګړې پاملرنې څانګه لري، خو نوموړې وروسته هماغلته مړه شوه.
د هغې مور سندرا هانټ، په هغه بیان کې چې په محکمه کې ولوستل شو ویلي، چې لور یې له جراحۍ وروسته بېهوښه شوې وه او لاسونه یې پړسېدلي و. د روغتون اسناد ښيي چې د صوفي د زړه د برېښنايي معاینې ځینې پایلې غیرطبیعي وې.
د راپور لهمخې، د قضیې قاضي ویلي، چې دا مړینه له بریتانیا بهر شوې، نو ځکه محکمه د ترکیې د روغتون د دننه پېښو د بشپړې څېړنې صلاحیت نهلري او یوازې د موجودو معلوماتو پر بنسټ پرېکړه کولی شي. د محکمې په وروستۍ پایله کې ویل شوي، چې صوفي هانټ بهر هېواد کې د ترسره شوې جراحۍ له عوارضو مړه شوې ده.
د ترکیې د عدلي طب شورا ویلي، چې صوفي هانټ کومه پېژندل شوې ناروغي نهلرله او هغه د ۲۰۲۲ کال د مارچ په اوومه د نس جراحي او لیپوسکشن تر عمل لاندې راغلې وه، چې وروسته په ناڅاپي ډول کوما ته لاړه.
ترکیه په وروستیو کلونو کې د ښکلا جراحۍ لپاره د بهرنیو وګړو یو مهم مقصد ګرځېدلې او هر کال زرګونه کسان د ارزانه لګښت او چټکو خدماتو له امله دې هېواد ته سفر کوي، خو دغه ډول پيښې د دغو جراحي عملیاتو د خوندیتوب په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې دي.